د هجر شپه چي تر سهاره پورې رسي خدايه!
ته مي په سترګو كې ژوندي و لرې كسي خدايه!
هغه پښتون د زړۀ په غوښو پښتونواله پالي
د چا چي يار و غربت دواړه مېلمانه سي خدايه!
تل چي پرې سوي ګلان و وينم د چا په لاس كې
ډېر ځوانيمرګي پښتانه مي را په زړۀ سي خدايه!
هغه سړى ښكاره خبره ده چي مور به لري
چي زړۀ يې و غواړي او هغه رنګه وسي خدايه!
زما ازاد د هجر دغه چول وهلى نظر
بيا به د مينې پر چينه كله اوبه سي خدايه!

تكړه شاعر، ليكوال او سپېڅلى پښتون محمد نعيم ازاد
03.09.2009
- بارکوال مياخېل
ړنده مينه
خبريال له ټاکلي وخت سره سم څو سپينې پاڼې له ځانه سره واخيستې او د غونډې ځاى ته ور روان شو. داسې په مړو- مړو ګامونو روان و، لکه بندي- چي په بند محکوم شوى وي او د زندان خواته روان وي. غونډه د دۀ د ورځپاڼې له دفتره د نيم ساعت په فاصله د ښار په لوى سرينا هوټل کې وه. هوټل ته په رسېدو سره په بيړه د هوټل په ورۀ ور ننووت، د هوټل يوۀ ساتونکي ږغ پر وکړ:
- چېرې روان يې تالاشي راکه!
دۀ په داسې حال کې چي دواړه لاسونه...
27.10.2009
- بارکوال مياخېل
ګلې ته يواځې نه يې
ډېرې پېغلې وې زړې شوې
ورته خپل كور قتلګاه شو
تاندې هيلې يې كي مړې شوې
ګرانه! ته هم تنها نه يې
ستا په رنګه ډېر ځوانان دي
چي پياده او بې ملګرې
د ژوندون پر لار روان دي
زمااو ستا لاس يې تړلي
د رواج په زنځيرونو
ما او تا دواړه محروم يو
د خواږۀ عشق له جامونو
ما او تا به كوو دواړه
بغاوت په ضد د خپلو
ما او تا به كوو هڅه
د رواج د ماتولو
ځكه دا هغه رواج...