له امريكې د خلكو دومره بد سول
چي دوه غوايه يو بل په سر وهي هم
دوى وايي دا د امريكې سازش دى
::::
وايي چي خر هم په دولت خرخان شي
نو بيا كم اصل بې هنر زردار ته
هم صاحب نه، بايد خرخان ووايو
::::
ياره قسم په خداى باور پرې وكه
ستا نوراني مخ ته چي ګورمه زه
لكه چي وايم د نېكيو كتاب
::::
چي تكبر له جهالته كېږي
نو بيا خو ډېر دغه مغرور عالمان
دي تر جاهلو شپنو هم جاهلان
::::
10.08.2009
- بارکوال مياخېل
نه برى مومو او نه جنګ ختمېږيكله به دا د تورې شرنګ ختمېږي؟
واخلئ قلم پښتنو هر څه پرېږدئ!!تر څو چي وينه ځي فرهنګ ختمېږي
چي خپله خاوره خپل اختيار وګټوبيا به په خاوره كې ملنګ ختمېږي
تورمخې دا دي څنګه جنګ راوړىنه زما خوشال، نه ستا اورنګ ختمېږي...
28.08.2009
- بارکوال مياخېل
پكې قيمت د اوښكو هار نه لري
پرېږده مانا د ژوند بازار نه لري
خپل ټول ناهيلي ارمانونه وژنم
چا راته وويل ازار نه لري
د يار په زړۀ كې چي ټوكېږي يار ته
داسې ګلونه هيڅ بهار نه لري...