پكې قيمت د اوښكو هار نه لري
پرېږده مانا د ژوند بازار نه لري
خپل ټول ناهيلي ارمانونه وژنم
چا راته وويل ازار نه لري
د يار په زړۀ كې چي ټوكېږي يار ته
داسې ګلونه هيڅ بهار نه لري
ورشئ دا خپلو ته مي دا ووايئ
بس دى له ما سره دي كار نه لري
زه صبر كړم خو خدايه! څه وكړمه؟
بې صبره زړه دى هيڅ كرار نه لري
چي يې غوښتنه ومني، رغېږي
نوره دوا د زړه پرهار نه لري
چي پوروړى به يم څومره د يار
شهيمه! دا ګرسره شمار نه لري.
20.08.2009
- بارکوال مياخېل
له امريكې د خلكو دومره بد سول
چي دوه غوايه يو بل په سر وهي هم
دوى وايي دا د امريكې سازش دى
::::
وايي چي خر هم په دولت خرخان شي
نو بيا كم اصل بې هنر زردار ته
هم صاحب نه، بايد خرخان ووايو
::::
ياره قسم په خداى باور پرې وكه
ستا نوراني مخ ته چي ګورمه زه
لكه چي وايم د نېكيو كتاب
::::
چي تكبر له جهالته كېږي
نو بيا خو ډېر دغه مغرور عالمان...
01.09.2009
- بارکوال مياخېل
كابل بيا وغوړېد
زه نن د يوۀ پښتون شاعر د زړه ږغ د خپلو لوستونكيو پر شونډو باندې زمزمه كول غواړم، هغه وايي:
دا زموږ نصيب دى چې په وينو كې مزل كوو
يو دښمـن چې ووهــو بيا بل وهـو بيـا بل وهو
د افغانانو خاوره له امو دريابه نيولې تر اباسينه پورې د تاريخ په اوږدو كې وخت پر وخت د يونان سكندراعظم، ايران، عرب، چنګېز، مغول، بريتانوي استعمار او داسې نورو...