نه برى مومو او نه جنګ ختمېږي
كله به دا د تورې شرنګ ختمېږي؟

واخلئ قلم پښتنو هر څه پرېږدئ!!
تر څو چي وينه ځي فرهنګ ختمېږي

چي خپله خاوره خپل اختيار وګټو
بيا به په خاوره كې ملنګ ختمېږي

تورمخې دا دي څنګه جنګ راوړى
نه زما خوشال، نه ستا اورنګ ختمېږي

و پردي جنګ ته خپل نوم مه وركوئ
په دې كې زموږ لاچي لونګ ختمېږي

په توجه د الميار د غزل
په كاتۀ ستا د زړګي زنګ ختمېږي

...................................................

 

جنګ به د جنګ ميدان ته راسه كوو
موږ روغه هم پر جنګ له پاسه كوو

درېيم ټوكه او بل ميدان را ښيه
چي سره ځو د مجلس خلاسه كوو

چي څه راځي ستا په بمونو بار وي
ويره له خرۀ او هم له آسه كوو

غليمه! لوى خداى دي تا و ژړوي
هر وخت ژړا دا ستا له لاسه كوو

نه غل راتلاى شي، نه بيا غلا كواى شي
چي مخنيوى يې له اخلاصه كوو

الميار غوندې خلك ريښتيا وايو تل
هره خبره بې لباسه كوو

......................................................

 

چي تور مار ته مخامخ شي وار يې رد شي
يار چي ډار ته مخامخ شي وار يې رد شي

چي يې شا شي راته ووايي زه ستا يم
چي اغيار ته مخامخ شي وار يې رد شي

هر سړى وايي چي سر پر پښتون ږدمه
چي و دار ته مخامخ شي وار يې رد شي

سر مي هسې د هيڅ كاڼي ويره نه كړي
چي ګوزار ته مخامخ شي وار يې رد شي

الميار په جګ سر ګرځي تر هغو چي
خپل كردار ته مخامخ شي وار يې رد شي



باركوال مياخېل، عبدالباري جهاني او باز خان الميار