له اوبو كور جوړوم، پاس يې په هوا باندې ږدم
كومه نامه به بيا په دې نوې دونيا باندې ږدم
په كار ده منډه د دې كلي له خيرنو كوڅو
نوى بنياد بيرته له سره په ښكلا باندې ږدم
ده نيمه شپه، راته شپېلۍ وهي يو څوك د وصال
خداى لټومه او ګامونه هم په غلا باندې ږدم
ګنډم به څو د ژوندانۀ وجود، په مينه مينه
مرهم به څو په وينې- وينې كربلا باندې ږدم
په دې تورتم كې يې د وخت غليمان چرته ويني
ښكاره ډېوې د خپلو اوښكو په روڼا باندې ږدم
د چا دپاره بل جنت د محبت جوړوم
د چا دپاره دېوالونه په خلا باندې ږدم
ايازه! ما او تا د مينې مجرمان يو دواړه
په ځان تهمت لګوم او الزام په تا باندې ږدم
.............................................................................................
پروفيسر محمود اياز د پښتو ژبې پياوړى او نوښتګر شاعر دى چي تر دا مهاله يې دوې شعري ټولګې د (تڼاكې د خيال) او (بيا زه هم په سايه بدل شوم) په نامه خپرې شوې دي. د نړۍ د بېلابېلو ژبو د سترو شاعرانو د شعرونو د منظومو ژباړو دوه كتابونه يې هم (د ماځيګر چارسو) او د عربي ژبې د شپږو نومياليو شاعرانو د منظومو ژباړه كتاب يې هم د(عكس) په نامه چاپ شوى دى. همدا رنګه يې د (ديدن ته دي ناوخته راغلو) په نامه د پېښور راپورتاژ هم چاپ شوى او خپور شوى دى.