مينه ښکاره شي که هر څو يې څوک له چا پټوي
د لوېديځ غر و ګورئ لمر د ځان تر شا پټوي
دلته وګړي اوس پر هر چا وېشي غم او ژړا
دلته اوس خلک له ژوندون څخه خندا پټوي
د تندي خال يې چي پر ما د مينې وارى وکړ
ساده کوچۍ راڅخه اوس هغه بلا پټوي
زاهد ښکاره سپينې جامې واغوندي پاک ښکاره شي
د باطن خيري په توبو او په دوعا پټوي
زه يې د هيلو هر انځور د مخ پر پاڼه وينم
جانان به څه له ما د خپل زړګي دونيا پټوي
لکه مرغۀ د ونې غوندې مي په غېږ کې پټ کړه
ګنې نو باد د بېلتانه درڅخه ما پټوي

زه بارکواله! هغه غلۀ ګڼم خپلوان مي نه دي
چي زموږ د خلکو له ذهنو څخه روڼا پټوي

                                                    باركوال مياخېل