په وطن تپه تياره د نور كمى دى
په خطر كې د پښتون د ژوند غمى دى
څه وحشي جګړې ته وتى هر زلمى دى
د جګړې ډګر په مړيو ډك، نيمى دى
(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
پښتانه اوس ظالمان پر خپل وجود دي
پښتانه اوس نه د ګټې نه د سود دي
پښتانه اوس د نفرت دي، نه د درود دي
پښتانه اوس تور ديګي وهلي دود دي
پښتنو كې خو اوس ورك د سر سړى دى
(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
پښتانه د ډنګ او ډول نه دي په جنګ دي
پيتاوونو ته راټول نه دي په جنګ دي
اوس د وږيو او د خول نه دي په جنګ دي
د حجرو نه دي د شپول نه دي په جنګ دي
اوس په هر كور كې ژړا ده او زګېروى دى
(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
پښتانه لا هم جګړه، جګړه مار ستايي
پښتانه د تباهۍ سندرې وايي
پښتانه وسله په خپل اولاد ازمايي
پښتانه اوس د يو بل په وينو پايي
پښتنو ته غصه شوى اوس مرګى دى
(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
نړيوال په يوه خوله په يوۀ واك دي
وايي دا خلك نړۍ ته خطرناك دي
كه هر څو په زړه سپېڅلي دي او پاك دي
د زهري بوټو په څېر په زيست او ژواك دي
((كه غم نه وي غم به راوړي كرمى دى))
(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
ځوان او نوښتګر شاعر نذيراحمد نذير چي په هالنډ كې د پردېسۍ شپې سبا كوي