چي پر آس د کرکې سپور وي هغه تل پرځي لټېږي
کوم سړى چي په زړۀ تور وي هغه تل پرځي لټېږي
چي بېغمه له هر څۀ وي د هغو لار وي هواره
چي د چا په سر کې شور وي هغه تل پرځي لټېږي
ژوند يې ټول تيارۀ- تيارۀ وي، نوک وهي پر هره لاره
چي سېځلى يې خپل کور وي هغه تل پرځي لټېږي
چي زردار وي دلته هغه زړور وي سترګور وي
چي نه زر او نه يې زور وي هغه تل پرځي لټېږي
ور پر سر د وياړ پټکى کړي دوښمن ورکړي خواږه زهر
چي وژلى يې خپل ورور وي هغه تل پرځي لټېږي
د کورګي څراغ يې مړ وي، خوشالي ورڅخه تښتي
ځورولې چي چا مور وي هغه تل پرځي لټېږي

ږغوي شپېلۍ د مينې بارکوال د ژوند پر مېنه
ورپسې دوښمن منګور وي هغه تل پرځي لټېږي

                                                                       باركوال مياخېل