عطا محمد هيله من دننگرهار يو له هغه ځوانو شاعرانو څخه دي چې په شعرونو کې يې عشق له ورايه ښکاري که څه هم څومره چې ماته معلوم دي نوي مين ندي خو پدغه غزل کې يې دخپل نوي مينتوب يادونه کړي په هر حال تاسي يې ولولۍ او په اړه يې راته خپل نظر داړيکو له لاري راواستوي منندوۍ به شم اکــــــــــرام
غزل
په جار يي نه شي وى او زده يي د سترګو ست هم نه دى
نوى مين دى هيله من ډېر ملامـــــــــــــــــــت هم نه د ى
ما د يوه ســـــپرلي په تول سنــــدربول زړه درکـــــــړى و
اوس که نيمګــــړى نه دى ګرانې! سلامـــت هـم نه دى
ستا يارانه کې چې هـــر زيـــــان د ځان په ګــــــټه بولي
که قرباني او ايثــــار نه دى تجــــارت هـــــــــــــم نه دى
زما د غــزل ســــرو اننګو ته به بيا ډېر حېـــــــران شي
ما خو سندرو ته لا کــــړى رياضــــــت هــــــم نه دى
ستاسي نظر
http://www.tolafghan.com/amel لومړې مخ