دويم څپرکى
حيران په دې وم چې بې وخته يې زما پوښتنه وکړه،او غصه مې ځکه راتله،چې ايله مې دهوسونو په سرحد پښه اړوله چې را ايسار يې کړم.
دکور ور مې په لړزېدلي زړه بېرته کړ،عصاب مې د بې مفهومه پوښتنو په ولکه کې،راګېر وو،خو بهر ووتم.
ناپېژاند سړى چې سترګو يې عجيبه برېښنا لرله،په درندو او غوڅو خبرو چې د غوږ پردې يې راته وخوځولې وويل :
_ هغه له ځانه لرې کړه،هغه په ما پورې اړه لري،او زما د مال ساتل تاته تاوان رسوي،د هغې غېږه پليته شوې ده،له کوره يې وباسه،ورپسې مه ګرځه،کنه راتلونکى ژوند به دې له ګواښ سره مخ وي.
له ډېرې حيرانتيا نه مې د سترګو ګاټي راوواته،فکر مې وکړ چې دغه ناپېژاند سړى سهوه شوى،او دبل چا خيال يې راباندې کړى ورته مې وويل :
_ بښنه غواړم، ښکاري چې سهوه شوى يې،د چاپه هکله خبرې کوې؟ چې په تا پورې اړه لري،څوک له کوره وباسم ؟ ويې خندل، په ډېره زشته يې وخندل ،لکه په يوه ځانته خونه کې چې د اسکلېټ خندا انګازې وکړي،بيا يې وخندل، او ويې ويل :
_ ... دهغې ښکلې مېلمنې په هکله دې خبرې کوم،نه غواړم چې ژوند دې تباه شي،له هغې څخه دمرګ او نېستۍ بوى ځي،جادو درباندې کئ،او په ځان پسې به دې اسير کړي؛له هغې څخه لرې اوسه... دهغه دې خبرو راڅخه بېخي تاب واخيسته،او چغې مې کړې.
_ اخر ته څوک يې؟ څه غواړې ؟ په يو عجيبه غږ لکه د يوې چوپتيا له تل څخه چې راووځي، وويلې :
_ زه د هغې سيورى يم،د هغې اسير يم،يو وخت ستا په څېر د هغې مين وم،خو اوس يې لېونى يم،که ته هم له هغې څخه ونه تښتې،نو لېونى به دې کړي! واوره ناپېژاند سړيه ! هغه د شپو جلۍ ده ... نه سهوه مې وکړه،جلۍ نه ده؛ ښځه ده،هغه د بې کسو سړيو د نيمو شپو جادوګره ښځه ده.
مه حيرانېږه،هغه يواځې يوه شپه په تا پورې اړه لري،هماغه شان چې يواځې يوه شپه زما وه! هغه هر شپه په يوه کس پورې اړه لري،اى کاش دغې لوبې همدلته پاى موندلى واى،دهغې غېږ جادو کوي،اصلا هغه جادوګره ده ... پوهېږې ... !
جادو کوي ... جادو ... وروسته سړي خپله لار ونيوه،او لاړ.
خبرو يې هماغسې زما په غوږونو کې انګازې کولې (( هغه جادو کوي،اصلا هغه جادو ګره ده )) ...
دغه ټولې مې په نظر غير طبيعي ښکارېدې،له حقيقت سره يې هېڅ تړاو نه درلود.
فکر مې وکړ چې د چا په مسخرو کې راګير شوى يم،غواړي چې زم غرور له مينځه يوسي،غواړي چې زه يې وبايلم او هغه يې وګټي،په نړۍ نړۍ سوچونو مې ور بېرته کړ،اوبېرته خونې ته را وګرځېدم.
هغې د تللو تابيا درلوده،داسې سړه او بې خياله په نظر راتله،چې تابه ويل،زموږ تر مينځه بېخي کومه خبره نه ده راغلې،خپله بکسه يې پورته کړه،او ويې ويل : نن شپه دې ګورم.
خپلې ټولې هيلې مې په خپل غږ کې راټولې کړې او ومې ويل : زه ... تر اوسه ستا په نوم نه پوهېږم ... غواړې چېرته لاړه شې ؟
ويې ويل : په هرنوم چې دې زړه غواړي راته غږ کړه،خو اصلي نوم مې نيلوفر دى،ځان سره مې بيا ځلې وويل : نيلوفر... وحشي نيلوفره هاغه ګل چې ژر مړاوى کېږي.
زما خبرې يې غوڅې کړې او ويې ويل :
_ خو اسماني رنګى نيلوفر تل شين رنګى او زړه وړونکى وي.
ناڅاپه مې د هغه ناپېژاند سړي خبرې راپه زړه شوې،اوبې واکه مې له خولې ووتل :
(( هغه جادو کوي،جادوګره ده،د بې کسو سړيو د نيمو شپې ملګرې،لکه برېښنا چې نيولې وي يو دم له ځاي پاڅېده،دامهال يې هغه ښايست په سترګو کې نه وو پاتې،رنګ يې الوتى وو،په ډېرو وحشيانه الفاظو يې وويل:
_ هغه دې وليد؟ تا هغه وليد؟ هغه وو چې ور يې ټکاوه ... ؟
اى لعنتي هر وخت په هر ځاى کې ... هغه ... هماغه لېونى سړى ... بيا غلې شوه،او لاسونه يې زما پر اوږه واچول،په ارامۍ سره يې سر راټيټ کړ،او ويې پوښتل :
_ تا دهغه په خبرو باور وکړ،زما د برخليک سړيه!؟ هغه دورغ وايي،ځکه نه مې خوښېده،په ماتور لګوي،او هرچېرته راپسې راځي،ان زما سيورى څاري،هر چېرته چې ځم.
هر خوا چې قدم ږدم راپسې راپسې راځي،راته ووايه ...
ماته ډاډ ګېرنه راکړه،چې دهغه خبرو پر تا اغېز نه دى کړى،په بې تفاوت انداز مې سترګې پورته کړې،څه مې ويلاى شول چې ويلي مې واى،ددغې عجيبې ښځې د جادوګرو حرکتونو او د هغه ناپېژاند سړي داغېزناکو خبرو پر وړاندې مې څه ويلاى شو؟
که هغه سړي تر دې سل ځله بدې خبرې کړې واى.
که زما نيلوفر ته د يوې شپې جلۍ وايي څه چاره مې درلوده،ځکه زه يې اسير شوى وم،هغې زما دزړه تشه ډکه کړې وه،هغې زما ابدي ، وژونکى غم او يوازيتوب له مينځه يوړ.
زما چوپتيا حيرانه کړه ناڅاپه يې وويل :
_ ولې وادې نه ورېدل چې څه مې وويل ... ووايه چې د هاغه سړي خبرو پر تا اغېز نه دى کړى؟
خپلې اوږې مې پورته کړې،اوبې له دې چې خپلو خبروته مې پام شي ومې ويل :
_ څنګه کېداى شي،چې پر ما اغېز ونه کړي،هغه ستا په باره کې خبرې وکړې،هغه وويل : ...
زما خبرې يې غوڅې کړې. لکه يو هلک چې غصه کوي،په تندي کې يې ګونځې راغلې او له ځايه پاڅېده،وړاندې تر دې چې ورته متوجه شم، له کوره ووته،ورپسې مې منډې کړې او ومې ويل :
_ زما ښايسته لېونۍ ! ولې خفه شوې؟ هغه چې هر څه وايي ودې وايي،ته بايد پوى شې،چې زه په تاپورې اړه لرم،هر چېرې چې غواړې ما وژلاى شې ...
په ډېرې مستۍ اوخوشالۍ د ګوتو په څوکو زما تر څنګ رانېږدې شوه او زما شونډې يې ښکل کړې،بيا يې له لاسه ونيولم او ويې ويل :
_ بس ځه چې ځو!
تر نيمې شپې پورې چېرته چې دهغې زړه غوښتل لاړو،د هغې په غوښتنه مو شراب وڅښل،وګډېدو،ښه په شور او مستۍ سره نڅېدو،نه شم کولاى چې ويې ستايم،چې هغې د نڅا په وخت کې څومره شور او جذبه درلوده،لکه يو ماشوم به زما تر غاړې را وځړېده.
سر به يې زما په اوږه کېښوده او په غوږ کې به يې راته سندرې ويلې.
شپه په خلاصېدو وه،چې له يو بل څخه جلا شو،لاس يې راته په مينه زورکړ او ويې ويل:
_ بيا به هم يو بل وګورو،تر ابده به له يو بل سره يو،اوس نو هېڅ ځواک نه شي کولاى چې موږ جلا کړي.
بيا يې سر ښکته کړ او په هغه تېز باران کې چې څو شېبې وړاندې پيل شوى وو،منډې کړې.
زه لا هماغه شان په خپل ځاى ولاړ وم،او هغې ته مې کتل،هغه هماغه شان روانه وه،اوپه لار کې يې خپله بکسه لټوله،چې ناڅاپه ودرېده،او بيا په منډه منډه تر څنګ بېرته راغله.
په بنده ژبه يې راته وويل : زه ... زه نن شپه نه شم کولاى چې کورته ولاړه شم،ځکه چې ما د خپل کور کيليګانې هېرې کړي دي،ايا ته اجازه راکوې چې نن شپه ستا په کورکې تېره کړم؟ په داسې يو انداز يې راکتل چې نه مې شول کولاى کومه بهانه يا کوم عذر ورته وړاندې کړم. اصلا ما هېڅ وخت د هغې غوښتنه نه شوه ردولاى،خودا مهال د هغه ناپېژاند سړي خبرې په حقيقت بدلېدې.
هغه ويلي وو چې دغه خيالي جلۍ يواځې يوه شپه په يوه سړي پورې اړه لري،پس اوس زما وار وو،غوښتلې يې چې نن شپه له ماسره تېره کړي،او سبا شپه ... نه ... اصلا ما داسې فکر هم نه شو کولاى،څنګه يې امکان درلود...هغه چې په ټول ځان په ما ګرانه وه يواځې يوه شپه له ما سره وي او بياپه خپله مخه ولاړه شي.
سل رنګه فکرونه مې په خيال کې جوړېدل او ورانېدل .يووخت مې پام چې زه اوهغه ،دخوب پرتخت لوڅ اوبربنډمست ديوبل په غېږه کې پراته يو.ځکه مست ووچې ډېرشراب مو څښلي وو،پدې خاطر مست ووچې دمينې اور مو په زړګي کې بل شوىوو،له ګرمۍنه داسې بې خبره چې ددواړو ځانونه يې لوڅ او بربنډکړي وو.بهر تېزبادلګېده،چټک اوتېزباران دخونې ښيښې تهديدولې...شپه توره تياره وه،آن تردې پورې چې يو ستورى هم په اسمان کې نه ليدل کېده.
دشپې چوپتيابه کله کله د سپو غپا اويا هم باد ماته کړه چې دونې ښاخونه به يې ماتول ،ماته کړه.
له ډېرې وېرې حيرانتيا غلى وم.دخونې په تته شنه رڼاکې چې څراغ ورکړې وه هغه ليدله داسې خولې پرې راماتې وې لکه پرخه چې په ګل پر ته وي،دهغې کالي دتخت پرڅنډه پراته وواو زماکالي چې پر ځمکه خوره واره پراته وو ډېر بد په نظر لګېدل او ترې داسې ښکارېدل کوم کار چې بايد مونږ نه واى کړاى همغه مو کړاى ...دواړو ګنا کړې وه،خوندوروه ګنا.......
اوس نو غلي شوي وو،دعشق سکشې لمبې،خوند اوشورپه مونږ کې نه وو پاتې،په يوه خاص شرم يې راوکتل او ويې ويل:
_ هېڅکله به دا شپه هېره نه کړم ،بيا يې ناڅاپه ځان زما غېږې ته را ګوزار کړ او په ژړايې وويل:
اوه زما خدايه !څنګه وليکم، چې دهغې په ژړا کې دهغې په اوښکو کې څومره اغېز،څومره غم،په يوه مترنم غږ کې يې راته وويل:
_ تاته مې دروغ ووېل،کلي مې نه وه ورکه کړې،نه مې غوغښتل کورته ولاړه شم...ځکه ته خو خبر نه يې چې زماموراو پلار....هغوي کمه عقله دي....هغوي غواړي چې زه يوه وينزه واوسم....
پوهېږې يوه وينزه...او زه نشم کولا ى ...نشم کولاى چې دهغوي په خوښه ګام پورته کړم.
غلې شوه او اوښکې يې وچې کړې،په پرېشانۍ سره يې خپل وېښتان جوړ کړل او زياته يې کړه:
_ ارامه شوم ،اوس نو پوهېږم چې ستا يمه اوس مې نه پلار...نه مور...هېڅ ځواک نه شي کولاى چې ما له تا څخه جلا کړي...
ماته په بيه واخيستې،د سرو زرو په بيه مې واخيستې ...
دتل لپاره زما يې...
# # # #
د منې موسم هم په ټولو شکايتونو پاى ته ورسېد،او ژمى هم په ډېرو کړاوونو راغى او لاړ.
د سپرلي رنګين اوښکلى موسم دونو پر مخ د مينې او محبت پاڼې زرغونې کړې وې زما زړه هم له مينې څخه ډک شوى وو.
هره ورځ مو يو بل ليدل،ساعتونه ساعتونه مو له يو بل سره په خوښۍ تېرولې،د سپرلي په يو مازديګر چې په يو باغ کې په خوښۍ سره روان وو.
احساس مې وکړ،چې هماغه ستر راز هماغه پټ او مرموز غم د نيلوفر د سترګو په تل کې څپې وهلې،وړاندې له دې چې له هغې څخه پوښتنه وکړم،ويې ويل :
_ هاغه ګورې؟ په حيرانۍ سره مې وويل څه شى؟ ويې ويل : هاغه دسروزرو کښتۍ ...
هاغه وړه کښتۍ چې زموږ دمينې د ستر نېر په لور په مخ روانه ده،په بې حوصله ګۍ مې سرته ټکان ورکړ،او ومې ويل:
_ زما د زړه سره،زما وحشي نيلوفرې،زه خو نه پوهېږم چې ته څه وايې،داسې خبرې کوې چې انسان يې تصور هم نه شي کولاى،ته د ورېځو ها خوا ګورې؟ د ځمکې د تل خبرې کوې؟ ...
دهغې په تور او جادو يي سترګو کې اوښکو څپې وهلې،لکه څوک چې غواړي ډېره هوا په غېږ کې ونيسي،لاسونه يې خلاص کړل او چغې يې کړې:
_ زما خدايه زه څومره نېکمرغه يم ... څومره ...
بيا يې مخ ما ته راواړاوه،او زياته يې کړه :
_ زما ګرانه ته به ډېر ژر پلار شې ... زموږ ښکلى ماشوم دسروزور د کښتۍ په څېر راروان دى ... وګوره! ... لاس دې راکړه تر څو د هغه ځان حس کړې.
زم لاس يې واخيست او د خپل زړه لاندې يې کېښود ويې ويل :
_ وګوره! ... د هغه احساس کوې؟ ... زموږ زوى ... زما او ستا زوى ... سرمې ګنګسېده فکر مې وکړ چې خيال ګورم او ناڅاپه مې د لښتي په غاړه ونې ته تکيه وکړه،تر څو په ځمکه ونه غورځېږم،ومې ويل :
_ ته سهوه نه کوې... ته ... ته اميدواره يې ... ؟