د ترکستان په ميرو ورکه
تر ګل نازکه ياره خداى به دې ساتينه
د سالنګ پر کږليچونو شپه رسو ښکلي بغلان ته
برابر درې بجې وې چې د خير خانې پر کوتل مود سفر نيلى زين کړ،اکرام او ډګر په زوره زوره دسفر دعا ولوسته خوورپسې يې هم غوټه کړله چې خداى دې خير کړي د سالنګ پر کږليچونو به دا سنډا وخيژي که نه؟ يره ګومان نه کوم،هيله من پرې ورغږ کړ : خداى دې هيله پوره کړه. خير يادوه،اکرام ورته وويل : ما خو سنډا ياد کړى ته خومې نه يې ښودلى،ځواک پرې ور غږ کړ: خو ګيله يې هم همدا ده، زيرک وويل : هلکه د سنډا توهين مه کوئ،ګپ شپ بيا شروع شو،بيا دټولو دخولې مزي وشکېدل،ما د ځايونو ننداره کوله او زيرک فهيم چې پر دې لاره ډېر تللى او راغلى واو ځان يې بلد ښوده،نو راته يې د ځايونو نومونه ښودل زه هم دوه ځلې پر دې لاره ترچاريکارو تللى يم،يو ځل خو دښوونځي دويم ټولګي کې وم،تره کى تازه واک ته رسېدلى و،هلته مې ماما په چاريکارو کې د قضا چارې پر مخ وړې،نوزه له کابله له خپلوانوسره ورغلى وم،هغه مهال تګ راتګ د ٣٠٢ په نامه اوږدو موټرو کې کېده،اوس مې هم په ذهن کې ددغې لارې انځور پاتې دى،په شنو فصلونو کې مو مزل کاوه،چاريکارو يو وړوکى ښارګوټى لاره،بل ځل د ګل اغا شېرزي له برکته پردې لاره لاړ وم،دننګرهار د هغه مهال امنيه قومندان عبدالبصير سالنګي دګل اغا شېرزي په ګدون يوشمېر ننګرهاريانو ته مېلمستيا کړې وه .زه هم په دې مېلمستيا کې وم،هغه ځل راسره په کاروان کې پر نورو يارانو دوستانو سربېره د خبرو ټاکو اوسپين ږيرى مشر فيض الله عمر هم ملګرى و،فيض الله عمر دخپلې خولې ويناده،دخپلې خولې مې ځکه وويل چې دده له خولې نه په راوتولو خبرو باندې لږ دقت،سوچ او تامل په کار دى،نوددې لارې په باب راته ښه غزېده. تابه داسې ګومان کاوه چې ګوندې ده په دې هر سميه او هر کور کې شپه نه شپې کړي.
نامې خدا ښه حافظه لري يوځل چې په خبرو راشي ټول تکيه پر امسا کوي،سترګې پټې کړي،له خولې ځګونه راپورته اوپه دوه ډوله غږ زېروبم کې دا څلور کنجه دنيا ګز وگام کړي،کله نا کله چې په جذباتو کې راشي نوګرېوان هم تر لمنې شکوي دادده دصداقت نښې دي؟،زما په خپلې پوهه سترګې ځکه پټوي چې ناست خلک ونه ويني،ځکه ده دې ناستو خلکو ته وړاندې نور څه هم ويلي اواوس چې بل وخت دى نوهغه خبرې زړې شوي او نوې لټوي.يو ښه صفت يې دادى چېدى له وړاندې د خبرولپاره يو ډول چوکاټ يا فورم په ذهن کې لري،نو همدومره کوي چې هغه پخواني نومونه يا مسايل پاکوي او پرځاى يې نوي نومونه او مسايل په کې ننباسي.
ښه صفت يې دادى چې په خبروکې په فکر باندې ذهن نه ستړى کوي څه يې چې خولې ته راغله هغه راوباسي،هغه دعوامو په خبره خپل شعر نه بندوي، ددنيا په رمزپوه شوى، خداى دې يې ژوندى لري.ځکه دنيا په همداسې خلکو اباده ده .داسې خلکو ته ډېره اړتيا وي .فيض الله عمر ديوې شېبې لپاره د اورېدوسړى دى،دچپليار دکنډ يباغ خان دى،د درنې کورنۍ غړى دى،ډوډۍ مار او مېلمه پال خلک دي،دده يو بل صفت دا دى چې څوک نه خپه کوي،ښې ډېرې چاربيتې او تاريخي کيسې يې زده دي،دده په وينا ډېر ملکونه يې کچومېچ کړي هم دي.
په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال د کرنيل په نامه مشهور و،يوه ورځ حاجي قدير ته راپورته شو،ورته يې وويل : ستانوم څلورم حرفه لري،جرګه هم څلور حرفه ده،کتابونه هم څلوردي،ملايکې هم څلور دي،ياران هم څلور دي،داسې يې د نوروڅلور څلورو شيانو نومونه واخيستل بارو وکړئ چې دا ټولې خبرې يې له فکر اوسوچه پرته له خولې يوپه بل پسې را ويستلې.داسې ښکارېده چې داد څلورو شمېر نوم يې لکه چې پخوا زده کړى واو کوم بل نوم يې هم په همدغه چوکاټ کې ګردان کړى و،هغه د عوامو په ژبه ښه يې زوت کړى،داسې ډېرې نورې خاطرې هم لري،خو له ده مې اجازه نه ده اخيستې هسې نه چې په هوا مې کړي،ځکه خان دى،کرنېل (؟) دى، بلا ده،نو ده راته ددغې لارې په باب بلا معلومات راکړي وو.
زيرک هم دفيض الله عمر نه ځان کم نه ګاڼه،خو خداى شته د فيض الله عمر معلومات پرده زيات او د کندهاريانو په ژبه به وو.
مازيګر ورو ورو خپلې طلايي زلفې ټولولې او دتورو غرونو تر شاه يې دستړي مزل دمې لپاره خوب ته پنا وړله،دا مهال يوه عجيبه له کيفه ډکه دنيا وه.هرڅه طلايي برېښېدل،د ونوله پاڼو هم دژوند ستړي مزل وينه څښلې وه،نور يې دمني پر بستر ارام غوښت،ما چې داکرام خوارونجکى مخ ته کتل نو دده اننګي هم لکه دمني پاڼې زېړ زبېښلي وو. غږ مې پرې وکړ،څه، زه خبر يم ، ډوډۍ خودې وخوړه خو په مخکې دې سرخي سره نه ښکاري،هيله من وويل : دعاشقۍ څپېړې وهلى،رنګ يې خزان دى،رنګ خويې رښتيا ځکه خزان دى چې سر يې هم وړوکى شوى واو غوږونه يې لکه سويه نېغ نېغ راوتي،دوي په خبرو راغله ،چکچکې يې شروع کړې،يوپر بل يې ټوکې ټکالې ګرمې کړې،مانور پرېښودل،له کوتله اخوا د چمتلې دښته ده چې اوس سياف او يو شمېر نورو ټوپکمارو نيولې او کورونه يې پرې جوړ کړي.
له دې ځايه اخوا کيڼ لاسته د کاريز ضمير سيمه راغله،فيض الله عمر دې ياد په خير وي .دغه ټول نومونه يې په يادو زده دي،په دې ځاى کې زاړه،زاړه کورونه تر سترګو کېږي،دا خلک هوښيار په دې دي چې کورونه يې له پاخه سړکه لرې جوړ کړي دي. ما ددې کورونو په باب فکر کاوه او په ټټر کې مې ددوي د بلا مردکيو سوړې ليدل چې زيرک فهيم راباندې غږ کړ،استاده! (( زيارت مراد بابا )) ګوره ! دا ددې سيمې مشهور زيارت دى،ما وويل په څه شي مشهور دى،له ده سره نور معلومات نه وو،چور لټ بند شو،ويل مشهور دى نو، نورنو خوله يې وتړل شوه. د انګورو پر ځمکه پراته تاکونه ويده شوي وه،په وښکيو کې يې نه شنه خندا وه نه د انګورو شنګلې،پر دوي به ځواني بيا راشي خوګورته تللي مالياران بيا نه راځي، پر دې تاکونو هم دجنګ سرو لمبو اوسرو مردکيو اتڼونه وکړل.دې سيمې ډېر شازلمي وخوړل.موږ د جنګونو خاطرې او ستړې ورځې رايادولې چې دمير بچه کوټ سيمې ته ورسېدو.له دې ځايه اخوا لږوړاندې کيڼ لورته فرزې ولسوالۍ ته لاره ګرځېدلې وه ،فرزې له ورايه دخپلې ښکلا کيسې کولې او ځان يې دمني په جامو کې هم په شنه خندا څرګنداوه،د فرزې اوبه او مڼې،خوند،رنګ اوښايست ويشي.فرزه د ښکلا هغه ملکه ده چې خواږه او ښايست ويشي،منى اوساړه وو که نه ما به دفرزې په اوبو ډېر لمبلي واى،د فرزې خلک سره اوسپين رنګونه لري،د درواغجن خبره که ښايست دى په فرزه دى،د فرزې په صفت ماړه شوي نه وو چې ډرېور غږکړ،دادى دکلکان سيمې ته را ورسېدو،داسې نوم يې ياد کړ چې فرزه يې رانه هېره کړه .دکلکان ولس او خلکو ته سلام خو امير حبيب الله چې مشهور په بچه سقاو و.د افغانستان په تاريخ کې يې ښې کانې کړي،صد افسوس پر هغه قوم چې مشران يې ورته له بده نومه ښه نوم نه راوړي،يوه هم د کلکان سيمه ده چې په دغه ډله کې راځي .بچه سقاو له همدې ځايه هغه چپنه په غاړه کوي چې له تيارو او ترږميو پرته په رڼا ورځ ګرځېده نه غواړي.
چې کله به ښکاره شي،په رڼو سترګو توره تياره راولي .اوس يې چې مانوم واخيست نو په زړه مې توره ورېځ راغله د ارواښاد ننګيال شعر را په ياد شو چې :
ساقي راشه اغزو دزړ په ګل وهلى يم
سقاو په زړې توره د مغل وهلى يم
دکابل دورانۍ نوي پلانونه هم د همدغې چپنې لاندې ګرځېدونکيو وړاندې کول. سقاو که هر ډول و، خو سيمه يې د ستاينې وړ ده
يو افغان ملت پر ميليتونو هم همدغو جنګ غوښتونکيو وېشه،په افغانستان کې يې دکورسکوخبره را ولاړه کړه .دې سړي داسې فرمانونه جاري کړل چې په لوستو او اورېدويې سړى شرميږي،دې سيمه کې ګناه نشته .ګناه جنۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه.
دا څه کړې چې وړاندې د همده په نامه يوه لېسه هم مخې ته راغله،پرې ليکل شوي وو(( لېسه مجاهد حبيب الله خادم دين رسول الله )) فکر کوم چې ددغه ښوونځي نوم هغه دوروستيو کورنيو جنګونومحصول دى،ځکه چې دمجاهدينو له بري سره سم يې په افغانستان کې ترهر نوم وړاندې مجاهد د صفت په توګه کارېده،اشخاصو ته خوپرېږده چې دقصبه کارګري په نامه يو ځاى کې ليکل شوي وو چې اسلامي قصبه،يا دملي دفاع وزارت پرموټرو هم همدا ډول نومونه ليکل شوي وواوس دا نومونه کم شوي خو دکاغذي اتلانو (؟) عکسونه زيات شوي.
دموټرو پر ښيښو خو پرېږده چې په نمبر پلېټ يې هم لګولي،دا اوس دبل ډارولو يوه وسيله ګرځېدلې چې دا عکسونه پرکوم موټر لګيدلي وي،نو که په موټر کې هر څه کوي،کولاى يې شي،دښار په واټونو کې يې هم همدا دوي ته منلي عکسونه را زړيدلي،خير داسې ډېر عکسونه را زړيدلي،خو هغه ورځ به هم راځي چې دا عکسونه به لکه هغه نور دزمانې سيلۍ پوپناه کړي،خو: باغوانه! ستا نيمګړى نيت مې ژړوينه.
( اين هم مې ګذرد) دا هم تېريږي،هغه انځورونه چې د خلکو په زړونوکې کښل شوي،هغه به پاتې وي،خود کاغذي اتلانو دا انځورونه به هوا په مخه کړي وي،بيابه يې څوک رانيوى نه شي.
ځه ښه دى چې دا عکسونه را ځړيدلي. دا ملت خپل ښاغلي اوملي مشران ښه وپېژني،موږ چې ماشومان وو نو په ټولګي کې مو انځورونه وېستل،هغه به مو بيا يوبل ته سره وران کړل،دا انځورونه هم هماغه انځورونه دي چې ورانيږي به ، نه به دا څلي وي نه به يې نومونه.
خو زړونه مو پرهغه چا سوزي چې ددې انځورونو عبادت يې کړى،پر کابل د مجاهدينو له سلطې سره سم د بچه سقاو عکس هم را ښکاره شو،عکس نه و،تيار بس کابل په اور او وينو کې لمبول وو،دا عکس يوځل مخکې چې پخپله راښکاره شو،نو هم الغاتلغا جوړه شوه بيا يې چې عکس راښکاره شو نو هرڅه لولپه شول.
ما په هماغه ورځ د خپل وطن تقدير ته ژړل
چې هر سړي ترې ټولوله خپله ټوله لمن
بس هماغه ورځ پر دې وطن دبدبختۍ سيورى خپور شو،هماغه ورځ ترې رڼو ستورو خپله لمن ټوله کړه،موږ يو بل ته دا ناخوالې يادولې،چې دباګرام دوه لارې ته ورسېدو دلته کيڼ لاس ته د استالېف ښکلې دره پرته وه اوښي لاس ته دباګرام هوايي ډګر ته لار غزېدلې.
د استالېف دره له رنګينو او شاعرانه کيفيتونو يوه ډکه دره ده،ددې درې د مني موسم د ونو زېړو پاڼو ښکلا له ورايه داسې ښکلې برېښېده لکه دناوې پر تندي چې د سرو زرو ټيک پروت وي او وړانګې يې زړونه او ذوقونه دښکلا په ټال کې زنګوي.
دا دره پر يوه لوړه پرته ده،ددې درې د انګورو،مڼو،زردالانو،الوبالواو... مېوو،رڼو او خوږو اوبوپر صفتونو به هله خوله لا پرستاينو راشي چې يوځل يې پر ژبه لکه دمزار سخي صيب خورده وڅکې،بيا به نو ووايې چې استاليف په صفت ارزي کنه؟ داستاليف د اوړي هوا او يخې اوبه غرومو سېزلي زړونه په نرمو او مترنمو څپو داسې ارامولى شي،لکه دملنګ جان په ژبه چې ((لکه طفل چې ويده په غېږ د مور وي)) د استاليف دښکلا برخه هم دجنګ لمبو کړې.ددې درې ځوانۍ ته هم د ښکلا دښمن د بدرنګيو استازي درولي وواو دايې پېرزو نه وه چې د استالېف دې دغرمو سېزلوستړو او ګډو وډو سوچونو د ارام غېږه وي،داسې غېږه چې مينه او ښايست يې په زړونو کې ښخ شي،د استاليف نوم اورېدونکيو ته يو بهرنى نوم برېښي.خداى دې علامه استاد رشاد وبښي که اوس ژوندى واى نو ددغه نوم په باب به يې راته خدازده څومره معلومات راکړى واى.رښتيا هم چې موږ خپل مشاهير او د استاد الفت په وينا خدمتګاران نه پېژنو،بادران ښه پېژنو.
که استاليف ښايسته دى،خو قره باغ هم ځانته يو څه وايي،هغه ته هم ګوته نيوى شي،دقره باغ دغره په لروپرتو ډډو کې خټين خړمخې کورونه او خزان وهلې در ه له ورايه برېښي،ددې ځايونو ښکلا د ننداره کوونکي په زړه کې بلا هيلې او غوټۍ سپړي.موږ لا ددې ځاى په خوند کې وو چې سترګې مو په واټ کې دملي اتل ( ؟ ) په عکس ولګېدې،دخولې خوند يې راته پيکه ميکه کړ،د خوند هډونه يې رامات کړل،هيله من پيرزو وکړه سکوت يې د رباب په يوې نغمې مات کړ،رباب ده نه دى غږولى رباب يې په يو کسټ کې سر کړ،بس د رباب ګرمې نغمې وې او د ناخوالو په وطن کې مو مزلونه .
هغه ورځې شېبې راته مخې ته ودرېدې چې داځاى دجګړو ډګروګرځېد.طالبان چې په جنګ کې سره راغله نو ددې ځاى شنو تاکونو ته يې هم اور ورته کړ .داسې ځاى يې ترې جوړول غوښتل چې ددوي دجنګ اسونه په کې ښه وزغلي او خپل سيال راڅملوي .خودادى ثمره يې ګورو.
د قره باغ په ننداره بوخت وو چې چاريکاروته ورسېدو،چاريکار نوبيا يو بېل ځاى دى،چاريکار په دوه برخو وېشل شوى،لوېديځ ته بيان،قريه جان قدم،غلام علي او عبدالله برج سيمې دي،کيڼ لاس ته يې بيا ګل غونډۍ ده،ګل غونډۍ په ارغوان ښايسته وي،زيرک فهيم راغږ کړ د ګل زمان په غږ به دې هغه سندره نه وي اورېدلي چې :
په ګل غونډۍ د ارغوان جوړې مېلې دي
لاس راکوه ګلې ورځو چې نندارې دي
پاتي لرى
http://www.tolafghan.com/amel لومړې مخ