مه ګـرځه ما پسي اشنا، خلک خبرې کوي
دلـــــته سهر دلته بېګا، خلک خبرې کوي

نن له شپېلۍ سره دغره لمن کې ټال جوړوو
نــــن په تبليغ نن په ملا، خلک خبرې کوي

تـــــــاد تقدير تا دازل غېږې ته ځان سپارلی
مـــــــــاته رقيب ماته بلا، خلک خبرې کوي

اوس معنويت له لاسه وتی دی وفا څه کوې
اوس له دونيا سره دونيا، خلک خبرې کوي

چوپ نو وليده بوډاګان عاشقان شوي دي نن
چــــوپ نو وليــــده په بابا، خلک خبرې کوي
۱۳۹۶:۱:۱
۶:۵۴:ماښام
خپل کور غزنی اندړو ولسوالي

 

ولید اندړ 
زوکړه او زده کړه 
پوره نوم يي محمدالله او په قلمي نوم (وليد اندړ) سره شهرت لري، د احمدشاه زوی دغزني ولايت اندړو ولسوالي دشېرخان دکلي اوسېدونکی دی په ۱۳۷۳ کال کې په يادکلي کې زېږېدلی، زده کړې يې د اندړو ولسوالي په مرکزي ليسه سلطان شهاب الدين غوري کې ترسره کړي دي په ۱۳۹۱ هـ ل کال کې ترې په اعلی درجه فاريغ شوی لمړی ځل دکانکور په امتحان کې بې نتېجې شوی او بيا د غزني په اداره او حساب داري انيستيتوت کې شامل شوی په ۱۳۹۳ هـ ل کال يې د محاسبې له څانګې نه په کادري نمرو د څوارلسم پاس سند ترلاسه کړي، بيا دکانکور د دويم چانس له لارې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ته بريالی شوی دی چې اوس مهال په ياد پوهنتون کې د څلورم کال محصل دی، هېره دي نه وي چې وليد د ياد پوهنځي په کادري نمرو لرولو سره سره لاهم بسيا نه ده کړي او له ادبياتو سره په څنګ کې يې خصوصي زده کړې په (لوی ننګرهار روغتيايي علومو انيستيتوت) عالي نرسنګ ‎څانګه کې په درېيم ټولګي کې روانې دي.

د وليد شاعري

وليد له ۱۳۹۰هـ ل راپه دې خوا شاعري ته مخه کړي ده، دده په وينا تردې دمه يې له ۱۵۰ عنوانه زيات شعرونه ليکلي دي. 
چې د( اوښکو کړيکې ) په نامه شعري ټولګه يې له يوه کال راپه دې خوا چاپ ته اماده ده خو د ژوند او محصيلي تنګتياوو او اقصادي ستونزو يي لاهم د چاپ مخه ډب کړي ده. 
د هيواد ناخوالو، جګړو اود شعر شخصي زوق يې شاعري ته اړ ايستلی دی، که څه هم شعر يو فطري الهام دی خو په شعر کې له دروېش دراني او پيرمحمد کاروان نه متاثره دی. 
وليد کله ناکله د نثر څنډې ته هم لاس او ږدوي خو دشعر غوندي لا دومره وړاندي نه دی پکې تللی؛ تر دې دمه يې د ګوتو په شمار نثري ليکنې کړي چې يوازي څو يې پکې لنډې کيسې دي. 
همدارنګه دژباړي په برخه کې يي تازه په تازه قلم ازمويلی دی د (نسخې) په نوم يو روغتيايي اثر ژباړه يي اوس تر چاپ لاندي ده . 
‌دشعر نمونې 
غزل 
زما قسمت خوله غمونو جوړ دی 
دکور دېوال مو له بمونو جوړ دی

خدای شته خټګربه پکې څوک وو هغه 
دښار کنډو مې له سرونو جوړ دی

دامخامخ غرونه چې کاڼې ښکاري 
داکاڼي نه دي ټول له زړونو جوړ دی

بوی دلوګو اثر دجنګ مې ليده 
دکوټې چت له اسمانونو جوړ دی

چنار ژړل اوښکې يې وينې راتلې 
(وليده) ځان دي له زخمونو جوړ دی 
دويمه نمونه 
غزل 
موږ به ورکېږو په موږ کار روان دی 
موريې خوړه بچي ته مار روان دی

کښت پخېده لور په لونګو راغی 
ورور مې رېبه ځان ته مې وار روان دی

ستړی روان يمه په ستړي ځان مې 
ږدمه قدم مانه مې ښا ر روان دی

چپ ماشومانو لاس په خوله ونيسئ 
چپ ماشومانو چې سردار روان دی

مورې که داځل چېرته راغی وايم 
مورې (وليد) ملنګ په لار روان دی

ترتيب کوونکی: قاري حافظ الحق حقاني