د ټایلنډ د کار او ټولینزو چارو وزارت دايمي منشي د متحده اياالتو چارواکي ته وويل چې تايلنډ په ماشومانو باندې سقیل کارونه، اجباري کارونه او انساني قاچاق په اړه د ستونزو حل کولو ته ژمن دی.

د 2018 کال د اپریل په 31 نیټه به په تایلنډ کې هیڅ ډول غیرقانوني کډوال کار نه کوي او ټول مهاجرین کارګران به د کار سیسټم ته تر هغې وروسته چې د خپلو هیوادونه نه خپل هویت تصدق کړي راوړل شي.اود تایلنډ او نړیوالو قوانینو لخوا به یې ساتنه کیږي.

ښاغلی «جارین» وویل چې د کار وزارت به د ماینونو د سکتور په کارکونکو باندې د پام وړ پاملرنه وکړي د فشریز څانګې، د سمندری ریاست، د ټولنیزې پراختیا وزارت او د بهرنیو چارو وزارت سره به ځانګړې همکاري او پاملرنه وکړي ترڅو ټایلنډ د متحده ایالاتو تورلیست نه بهر او بحري تولیدات یې نړیوال بازار ته د منلو وړ وګرځي.

هغه وويل د 10747 لاؤ مهاجرينو کارکونکي پروسس شوي دي مګر نږدې 50،000 نور باید لاهم د هویت پیژندنې پروسې ته اړتیا لري. نو ځکه، د لاؤ کارکونکي چې لنډمهالې ګلابي کارتونه یې د راتلونکي کال د مارچ په 31 نیټه پای ته رسیږي باید ژر تر ژره د خپل هویت تاییدي ترلاسه کړي.