دلمر نيازي يو شعر
د چا نظر ته مې نظر وتى دى
كسى مې سترگو نه بهر وتى دى
اې زمانې! پستې څنگلې ندي
دا مې د دار له پړي سر وتى دى
تل دې نرۍ پوزه خالونه شماري
تل ترې د سرو شنډو څادر وتى دى
له مشرق وړي خپلو تور پوستو ته رنگ
غرب بيا د وينو په خاطر وتى دى
09.04.2009
- amel
غزلتش په خوله مينه اظهار کړي رانه لاړ شي غم زما په اوږو بار کړي رانه لاړ شي
يو څوک راشي څو شيبې مې څنګ ته کيني د تګ وخت کې مې زړه بار کړي رانه لاړ شي
زمونږ قوم ته چې هر نوى مشر راشي د دستار سړي په دار کړي رانه لاړ شي
کوم ساعت چې راپه زړه شې خوږه ياره!ستا يادونه مې بيمار کړي رانه لاړ شي
خداى خبر چې فهيم بيا چا لمڅولى په عوسه مې راته يار کړي رانه لاړشي
انتظارغرمه شوه تيره خو...
10.04.2009
- amel
راليږونکی :عادل اڅکزی / چمن پښتونخواد راليږونکي پته :adalachakzai@yahoo.comنيټه : 10-04-2009
عادل اڅکزی / چمن پښتونخوا((( غزل )))د خوار زړګي رحمان مزار مي رانه مه ورانوهپه مينه جوړ ښکلی يادګار مي رانه مه ورانوه
دتصوف ډېوه چي بله په پښتو کي چا کړهها د عظمت لوړ افتخار مي رانه مه ورانوه
له فريادي چيغو نه وکړه يؤ څه ترس رقيبهد دروېشانو د کور لار مي رانه مه ورانوه
د وينو رنګ دي دباران په تالابو کي توی کړخوني زمانه روڼ شهکار مي ران...