راليږونکی :عادل اڅکزی / چمن پښتونخوا
د راليږونکي پته :adalachakzai@yahoo.com
نيټه : 10-04-2009


عادل اڅکزی / چمن پښتونخوا
((( غزل )))
د خوار زړګي رحمان مزار مي رانه مه ورانوه
په مينه جوړ ښکلی يادګار مي رانه مه ورانوه

دتصوف ډېوه چي بله په پښتو کي چا کړه
ها د عظمت لوړ افتخار مي رانه مه ورانوه

له فريادي چيغو نه وکړه يؤ څه ترس رقيبه
د دروېشانو د کور لار مي رانه مه ورانوه

د وينو رنګ دي دباران په تالابو کي توی کړ
خوني زمانه روڼ شهکار مي رانه مه ورانوه

ما و قلم باداره ستا در ته لمن نيولې
د وران کورګي يؤ روغ چينار مي رانه مه ورانوه

چي نه د خپل او نه د بل تر منځ توپير کوي څوک
د ويښ تړون مشفق سالار مي رانه مه ورانوه

عادله ؛ ستا د زړۀ پرهار په وينو داسي وايي
د سباوون د ژوند رويبار مي رانه مه ورانوه

٤ اپرېل ٢٠٠٩م کال
(چمن