غزل
تش په خوله مينه اظهار کړي رانه لاړ شي
غم زما په اوږو بار کړي رانه لاړ شي

يو څوک راشي څو شيبې مې څنګ ته کيني
د تګ وخت کې مې زړه بار کړي رانه لاړ شي

زمونږ قوم ته چې هر نوى مشر راشي
د دستار سړي په دار کړي رانه لاړ شي

کوم ساعت چې راپه  زړه شې خوږه ياره!
ستا يادونه مې بيمار کړي رانه لاړ شي

خداى خبر چې  فهيم بيا چا لمڅولى
په عوسه مې راته يار کړي رانه لاړشي

 

 


انتظار
غرمه شوه تيره
خو تر اوسه يي غرمه رانه وړه
څه خيټه وږې
څه د لمر دا دمره سختې شغلې
جامې ،مې ټولې لمدې
او د غنمو ټول ګردونه مې  په ځان پراته
خير دى په لو کې وي  هميش همداسې
خير دى
خير دى خو نن ولې ناوخته شو پرې
هغه خو هره ورځ وختي راتلله
ښکاري چې بيا يي
په منګوټيو کې اوبه خلاصې وي
مګر ګودر خو دمره ليرې نه دى
نه ،نه

 

شايد د کلي په تنور به يي نوبت وروسته وي
هسې هم ټولې د ګاونډو ښځې
دې ورځو شپو کې
پيړې ډيرې کوي
ځکه لونه دي لو ګري لري
او په اشر کې خو د کلي  ځوانان برخه اخلي
ددوې  لپاره  ډوډۍ !؟
رښتيا  نوبت په نن ډير روسته وي
خو ناممکنه ده
زما خو هسې هم لوګري نشته
بس په يوه ډوډې  چاره هم کيږي
که د نوبت خبر وي
نو يوه ډوډۍ له چا نه قرض هم شي
ښکاري ضرور به وي کوم بله خبر
رښتيا
رښتيا تنذري نه به غوا ورکه


دا ليونى او دا کم بخته هميش
د ماشومانو سره لوبو کې شي
خپلو مالونو ته يي پام نه وي
مور به يي کور کې انتظار وي ورته
چې زيړه  غوا راولي
او وه يي لوشي
 مګر په  کور کې، خو شړومبې هم شته دى
ولې هغې ځينې کړو نه کوي ؟
زما خو هسې هم همدا خوښه ده 
چې له کړو  سره ډوډۍ وخورمه
اووف
دا څه فکرونه  را نه کار پاتې شو
خير دى بس را به شي
ډوډۍ به راوړي څه پروا نه کوي
خو تر راتګه به يي
د لر پټي سر غوږى ټول لو کړمه
خرپ ، خرپ شروع کړم


بيا د پټه لور په دا تيزه خولګۍ
تنې له ډيرو جسدونو جدا
په همدې بيړه کې يم
چې د سر غوږي څيره  خلاصه کړمه
يو ناګهانه مې تر غوږه  راشي
آ جارې (١)
راشه ،راځه سوري ته
ښکاري چې نن به ډير ستومانه اوسې
مخ مې ژر ژر پاک کړي په خړ پړوني
او وايې :
ډېره بخښنه غواړم
هغه مماڼې کنه
هغه خو ډېره لېونۍ جينۍ ده
راپسې ډېر يې ژړل
زه يې راتګ ته هډو نه پرېښودم
څومره چغنه لالهانده جينۍ

١ ښې چارې 

لکه دا ستا په څېر
په سترګو کې خوب نه لري
نن يې په ما ډوډۍ ناوخته کړله
نن يي په ما ډوډۍ ناوخته کړله

 

 

 

غزل
دا زړه زخمي ،زخمي دى دا د عشق په لاره وتى
اوس خود له مينې وتى اوس نو خود له کاره وتى

دغه به هم د چا رضا وي چې ژوندى ګرځمه
ګنې د ژوند ستورى مې وخته له مداره وتى

يو څوک په سترګو کې راګوري خو زه نه ورګورم
خو يو څوک نه راګوري زړه مې پسې ياره وتى

ساده زړګې مې د جانان په ژبه  وغوليدو
نن هم د تير په څير دخپل هغه اقراره وتى

هو اعتبار کوه وي دلته زړه يي تاسره وي
ګنې فهيم خو ستا له کلي ستا له ښاره وتى