ځنګلي څاروي او هوايي مرغان د جګړو ښکار شوي.
                                                             ليک  اکرام الله اکرام        ١٣٨٧
دختيځوولايتونودکرنې او چاپيريال ساتنې يوشمېر چارواکي او ولسي وګړي وايي چې په دغه ولايتونو کې دجنګ جګړو له امله ځنګلونه له مينځه تللي او په دغه ځنګلونوکې مېشت څاروي او الوتونکي مرغان نورو هيوادونوته کډه شوي او ياهم دجنګونوله امله وژل شوي .
افغانستان  په نړۍ کې يوله هغوهېوادونوڅخه دى چې پراخ  ځنګلونه او ورشو ګانې لري چې په  ډېرى ځنګلونوکې يې ډول ،ډول   وحشي څارويو او الوتونکومرغانو وجود درلود .
دختيځوولايتونو ننګرهار ، کونړ ، نورستان او دلغمان ځنګلونودپام وړ ژوي لرل خو اوس مهال يو شمېردکرنې او چاپيريال ساتنې مامورين وايي چې دغه ژوي دجنګونوله امله تري تم شوي .
دوئ وايي چې د جنګ دجنګ جګړو له لسيزو وړاندې په دغو ځنګلونوکې بېلابېل ژوي لکه پړانګ ، زمرى،لېوه ، هوسۍ ، غرڅه ، اېږه ، ماران ، باز،باښه اونور موجود وو خو اوس مهال ددغو ژويو په څومره والي کې کموالى راغلى او ان تردې چې ځينې ډولونه يې بېځي لمنځه تللي دي .
 دکونړ ولايت دکرنې د رئيس انجينرمحصل په وينا :اوس ددغه ولايت په سلو کې پينځه   شپېته  سلنه ځنګلونه لمنځه تللي چې په کې مېشت ژوي ياخو وژل او ياهم دګاونډيوهيوادونو ځنګلونوته تښتېدلي دي .
نوموړى وايي کوم ځنګلونه چې روغ دي او هم دجنګ له لمبو خوندي نه دي پاتې او وخت په وخت په کې اورونه بلېږي چې له امله يې سړى ګومان نه شي کولاى چې اوس دې هم په دغه ځنګلونوکې وحشي ژوي استوګنه ولري .
هغه وويل (( پخوا په دغوځنګلونوکې هرډول ځناور لکه لېوان ، پړانګان ، زمري ، کېد ړان او يوشمېر نور په دغو ځنګلونوکې موجود و خو له بده مرغه داوږدو اوسختو جنګونو له امله ديوشمېر څارويو خو بېخي نسلونه ختم او نوريې يا ووژل شوه او ياهم دنورو هېوادونو ځنګلونو ته لاړل . او بله خبره داچې اوس هم ددولايت  ځنګلونه دجنګ داور له لمبوخوندي نه دې پاتي  شوي ))
خوددغه ولايت دچاپېريال ساتنې رياست مامورين وايي چې اوس هم دکونړ ولايت په ځينوځنګلونو کې وحشي ځناور ژوند کوي خو دوئ يې سروې نه ده کړې چې د شمېر په اړه يې کره معلومات مطبوعاتوته وړاندې کړي .
ددغه رياست مسوول نجيب الله کليد ته داسې وويل . (( زيات شمېر مشران وايي چې دغه د سپين  سر او په هغوساحو کې چې له چين سره سرحدي پوله لري ځنګلي ګډان هم ليدل شوي نو بېلابېل حيوانات موجود وو چې اوس يې هم يوشمېر موجود دي خوموږ تراوسه داسې کومه سروې نه ترسره کړې چې دشمېر په اړه يې دقيق ارقام وړاندې کړو ))
دکونړ ولايت يوتن اوسېدونکى ابرهيم چې ديو لارۍ موټر څښتن دى اوپخوا يي  دنورستان ولايت له ځنګلونو څخه  ډېر وهل شوي چارتراش کونړ او ننګرهارته راوړي وايي که څه هم دجنګ جګړو په کلونوکې دنورستان ولايت له ځنګلونوڅخه ډېر ځناوروکوچېدل ولې په ځانګړي ډول دنوي دولت په راتګ او په دغه ولايت کې دامريکايي ځواکونو په بمباريوکې ټول پاتې ژوندي حيوانات لمنځه ولاړل .
ابراهيم خپله خبره زياتوي اووايي (( څومره تاوان چې دپخوانيو جنګونو له  کبله په ځنګلونوکې مېشت حيواناتوته ورسېد  ترهغې زيات دائتلافي ځواکونو په بمباريوکې ووژل شول .))
دابراهيم په خبره دائتلافي ځواکونو په هوايي بريدونو نه يواځې داچې ولسي وګړي زيان مومي بلکې دافغانستان ځنګلي ژوي هم ترې په امن  کې  نه دي پاتي.
عبدالله جان چې د کونړ  ولايت د  وټه پور ولسوالۍ اوسيدونکي دي وايي نه يوا زې دا چې ددغه ولايت په ځنګلونو کې ډير ژوي وو چې د بيلا،بيلو لاملونو   له وجې ياخو مړه شوه ياهم نور هيوادنو ته وکوچيدل خو له دې سربيره ددغه ولايت په غرنو کې هلته چې ډيرې ونې نشته   رنګارنګ مرغانو ژوند کوه چې اوس هغه مرغان يا نشته او يا خو هم ډير کم دي .چې هغه يي د نه شتون  دپخوا په پرتله د کموالي لامل د خلکو له لورې ښکار بولي .
نوموړى وايي پخوا چاته اجازه نه وه چې د غرنو مرغان دې ښکار کړي خو اوس مهال  د دولت له لور ې دې ټکي ته پام نشته او ځايي خلک ددغو مرغانو ښکار پرته له کوم ممانعته کوي .
نوموړى ويره څرنګندوي او وايي که دولت ددې کار مخه ونه نيسي نو پاتي يو نم مرغه به هم له دغه سيمې کوچيدلو ته اړ شي .
نوموړى وايي (( يره  وروره !  دانقلاب  جنګونو انسانان وخوړل  خو څوک يې پوښتنه نه کوي ، خو ته راته ښه اوزګار  ښکار ې چې دمرغانواو ځناورو په غم کې يي))
دافغانستان ولسمشر حامد کرزي  ديو فرمان په ترڅ کې دټولو هوايي مرغانو په ښکار بنديز لګولى  ، چې له دې لارې دمرغانود هغه وژنې تلافي وشي چې دجنګ جګړو پرمهال دانسانانو په شان په غرونو او لېرو پرتو ميرو کې دسرو لمبو ښکار شوي دي  . خو اوس  هم په دغه ولايتونوکې يو شمېر خلک په خلاص مټ دهوايي مرغانو ښکار کوي  .
دننګرهارولايت يوشمېر ځنګلونه هم دسيمې داوسېدونوکو او يوشمېر چارواکو په وينا دجنګ جګړو پرمهال خوندي نه دي پاتې شوي او ډېرى برخې يې لمنځه تللي دي .
ددغه ولايت دکرنې اومالدارۍ رئيس انجينر محمدحسين صافي ويلي دي دننګرهار ځنګلونه دجنګونو له امله لمنځه تللي دي او په کې مېشت وحشي ژووته زيان رسېدلى .
انجينرصافي  کليدته وويل (( دجنګونو پرمهال ځنګلونه زياتره لمينځه تللي چاو هلي او څه يې دجنګ لمبو تباه کړي چې وحشي ژوي هم لمنځه تللي، خو اوس موږ کومه سروې نه ده ترسره کړې چې معلومه کړو کوم ډول به يې په کې وجود ولري ))
دننګرهار ولايت دچاپېريال ساتنې مسوولين بيا (١٣٨٠) کلونو دجنګونو يادونه کوي چې دتورې بوړې په سيمه کې دبهرنيو ځواکونو له خوا دتروريستانو پرضد  ترسره شوي او په دغه سيمه کې دانسانانو سربېره په ځنګلونوکې وحشي ژويو ته هم سخت  زيان اړولى دى .
ددغه رياست دمطبوعاتو مسوول خان ولي کامران وايي دتورې بوړې په سيمه کې دبهرنيو ځواکونو له لورې ددرنو بمونو دغورځولو له امله ددغې سيمې په ځنګلونو کې مېشتو وحشي  ژويو ته زيان اوختى دى چې څه يې وژل شوي او څه يې هم نورو هېوادونوته کډه شوي دى.
خان ولي کامران کليدته وويل (( که دانقلاب له جنګونو راتېرشو د( ١٣٨٠ ) کا ل دجنګونو له امله چې دبهرنيو ځواکونو لخوا دتروريستانو پرضد په سيمه کې ترسره شول ځنګلونوته هم حيرا نېدونکى زيان واوختو چې وحشي ژوي يې هم لمنځه يوړل .))
ددې ترڅنګ دلغمان ولايت په ځنګلونوکې هم ددسيمې داوسېدونکو په وينا  دشاوخوا درې لسيزو جنګ جګړو وړاندې دوحشي ژويو بېلابېلې نمونې موجودې وې .
دوئ وايي دموسم په بدلېدو سره دغو ژويونورو ګاونډيوځنګلونوته تګ راتګ کاوه خو اوس ددغه ولايت دکرنې او مالدارۍ رئيس انجينر اسماعيل دولت زي په وينا په دغو ځنګلونوکې دپخوا په پرتله څه نه ليدل کېږي ځکه دڅو کلونو  جنګ جګړو لمبې په دغه ځنګلونوتاوې شوي او دغه ځنګلونوته يې زيان اړولى .
انجينر اسماعيل دولت زى خپله خبره غځوي او وايي (( په جنګونو کې چې ځنګل تخريب شوى واقيعاً چې هغه څاروي او ځنګلي حيوانات چې په دغه ځنګلونوکې اوسېدل طبعاً هغوئ هم متضرر شوي ،خساره يې واقيعاً هغوئ ته هم رسېدلې خو که سړى ددې دفيصدۍ خبره کوي نودا سروې ته ضرورت لري چې پخوا څومره و او په جريان دجنګونوکې څومره لمنځه تللي دي ، خودامعلومه خبره ده چې ځنګل لمنځه ځي حيوانات په طبعي ډول يالمنځه ځي يا نورو سيموته کډه کوي او بله خبره چې زه يې په ډاګ سره کولى شم هغه داده چې ددغه جنګونو له وجې به خامخا دځينو حيواناتو جنسونه په بشپړ ډول لمنځه تللي وي .))
په هېوادکې تېرو درې لسيزو جنګ جګړو نه يوازې داچې ځنګلات او په کې شته ژوي لمنځه يوړي بلکې دهېواد نورې ملي شتمنۍ هم دخاورو سره خاورې شوې او پاتې يې  دوخت دواکمنانولخوا په توربازارکې خرڅې شوې
خواوس دوخت چارواکوته پکارده چې له  جګړوڅخه د پاتې شتمنيو او په ځنګلونو کي دپاتي وحشي ژوو ساتنه  وکړي ترڅو بيا دتېرو ورته پېښوښکار نه شي  

            http://www.tolafghan.com/amel       لومړې مخ