مقدمه زمزمه
ويښ او مسلمان شاعر فضل ولي ناګار
چې په سر کې نه روزي هنګامې شور
او او سيلي يې تاونه لري د اور
چې يې درد د پر ګنو نه وي په زړه کې
نه مې خپل دى نه ملګرى، نه مې ورور
مابيعت له انقلابه سره کړى
تر قيامته به دا غمن يم په دا تور
زرغونه به يې د تقديس زمزمې لولي
زما خاوره شوه په سرو وينو سمسور
چې قوت يې د تخليق او تحريک نشته
بې ساه بوت د مسلمان نه وي انځور
کوز له تخت د خلافته نن محکوم دى
چې د چا هر ځاى جومات و، هر ځاى کور
کوم ميراث در ځنې اخلي خوبوليه
نا سکه ختيځ لويديځ شو ورور او خور
د ژوند لاره کړه په فقر او جهاد جوړه
چې عمر(رض) پلى روان شي غلام يې سور
ايوبي، ابدالي نه يې، توره کېږده
د اسلام تاريخ ته مه پرېږده پېغور
خون بها د مقدسې وينې دا شوه
د شهيد هېواد کې کلي دي په زور
د قلم له ليندۍ غشي دې ناګاره
د باطل پر خځلو ووروه نور