د يوه ستر ولس د اختلاف غميزه
(3/2)
محمد يونس برهان
د لومړۍ برخې لپاره دلته کليک وکړئ.
ولسپال که بنسټپال مسلمان؟
اصلاً اسلام يو ولس پېژني چې د امت په نامه يادېږي. هر څوك چې د شهادت كلمه ووايي، كه د ځمكې په هر ګوټ كې وي، د بل مسلمان ورور ګرځي. د دې دين تر چتر لاندې ټول اوسېدونكې د يو ولس خلك دي او تر دې سپېڅلي ولس لاندې د نورو ملتونو جوړول او پر تعصب ولاړ وېش كول پكې د منلو وړ نه دي. هر مسلمان بايد اسلامپال وي او طبعاً بنسټپال. د بنسټپال اصطلاح اصلاً منفي مانا نه لري، بلکې منفي مانا يې د يوې ناوړه اصطلاح په توګه د لوېديځ لخوا راوتلې. دا د مسلمانانو په ضد د لوېديځ لخوا د لګېدلو تورونو د لړۍ څخه يوه کړۍ ده چې د تبليغاتو له لارې يې دود کړې. كله چې دا كلمه يادېږي عام پوهاوى ورڅخه منفي دى. مګر، لومړى سړى چې د دې كلمې اصلي مانا ته يې د خلكو پام راوړاوه هغه د ماليزيا پخوانى ولسمشر مهاتير محمد و. له هغه څخه چا په يوه خبري غونډه كې د اسلامي بنسټپالو په اړه پوښتنه وكړه، ده ځواب دا و، چې زه خپله يو مسلمان بنسټپال يم. دې ځواب خبريالان هېښ كړل، بيا يې وروسته ورته تشريح كړه. هغه وايي هر څوك چې د كوم دين يا ايډيالوژي پلوي كوي بايد د هغه پر بنسټونو باندې باور ولري او پوره پام ورته وكړي او همدا بنسټپالنه ده. مسلمان چې اسلام د ځان دين بولي بايد منافق مسلمان ونه اوسي، بلكې ريښتينى مسلمان واوسي چې همدې ته بنسټپالنه وايي.
اسلامي ولسپالنه (پان اسلاميزم) د ټول امت يووالى غواړي، خو د هېوادونو يا توكمونو پربنسټ ولاړه ولسپالنه (نيشنليزم) د مسلمان امت وېش او بېلېدل غواړي. ځكه دا دواړه "پالنې" يا "ايزمونه" متضاد معيارونه او متفاوت ارزښتونه لري، چې له يو بل سره په هېڅ ډول نه شي جوړېداى.
په اسلامي نړۍ كې تاريخي پېښې هم د دې شاهدې دي چې مسلمانانو كه څه لاسته راوړنې درلودې هغه د امت د يووالي له بركته وې. تر هغه مهاله چې اسلامي مشرانو د سيمه ييز نيشنليزم پر ځاى په ټوله نړۍ کې اسلامي ورورولۍ ته ترجيح ورکړې وه هغوى تل برلاسي او بريالي وو. د اسلامي نړۍ او په تېره بيا د پوهنې د ډګر اتلان د بېلابېلو سيمو اوسېدونكي او پر جلا جلا ژبو غږېدونكي خلك وو. داسې نه ده چې د اسلام د خپراوي مخكښان ټول عرب و، تر څو نور مسلمانان د كموالي احساس وكړي. د حديثو تر ټولو غښتلي مؤلفين امام بخاري، امام مسلم، امام ترمذي او آن د عربي ژبپوهنې ډېر عالمان له غيرعربي نړۍ څخه وو.هغه مهال ټولو مسلمانانو د ورورولۍ يواځې يو معيار پېژنده، چې د خداى ج لپاره مينه او د هغه د پېغمبر پيروي وه. له ټولو سيمه ييزو، ژبنيزو او قومي توپيرونو سره سره چې درلودل يې مسلمانان سره يوموټى، خپل دين ته ژمن او رښتوني ول. دوى هماغه مهال د نړۍ يوازېنى زبرځواک قوت وو او د نړۍ د سوکاله ژوند لپاره يې لارې لټولې. هغه مهال مسلمانان د نړۍ تر ټولو تکړه ښوونکي، ساينسپوهان، ډاکټران، انجنيران او سياستوال وو. مسلمانان وو، چې د نورو ټولنو او ملتونو لپاره د روڼ اندۍ، اخلاقيت، اقتصادي پرمختګ او روحانيت بېلګه ګرځېدلي وو او په دې چارو کې د نړۍ مخکښان ول.
وړاندې مو وويل تر ټولو ستر خنډونه داسلامي يووالي پر مخکې قومي او جغرافيايي نيشنليزم پاتې شوى دى.
ځان-دښمن او بهرني-پال مسلمانان
د تاريخ په اوږدو کې د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې (يانې د ترکي عثماني خلافت تر ړنګېدو پورې)، اسلامي تاريخ له پرتمونو او ناکرارايو ډک دى، خو کابو تر هماغه مهاله مسلمانان د نړۍ زبرځواک او د معاصر تمدن مخکښان پاتې شوي دي. د اسلامي ټولنې د ننه له ډېرو توپيرونو سره سره، هېڅ بهرني ځواک ونه شول کولى د اسلامي امت پياوړتيا ته زيان ورسوي. د تل په څېر، هغه مهال هم بهرني دښمنان په دې هڅه کې وو چې د مسلمانانو تر منځ بېلوالى راولي.
له ديارلس پېړيو واکمنۍ او تسلط وروسته، د مسلمانانو په تګلارو او چلند کې بدلون راغى. هغه څه چې په قرآن کريم کې د مسلمانانو ځانګړتيا ښودل شوې وه: "دوى په خپل منځ کې پر يو بل ډېر مهربانه او پر کافرانو ډېر سخت دي" اپوټه (معکوس) واوښته. دوى له کفارو سره ډېر مهربانه شول او له خپلو مسلمانو سره سخت زړي او بېرحمه شول. مذهبي مشرانو مو د روڼ انديزو بحثونو او د اسلام د پرمختګ د بحث پر ځاى په ډېرو وړو موضوعاتو تمرکز وکړ او د خپلمنځي اختلافاتو د حل لپاره يې زور کارولو ته مخه کړه.
د اسلامي امت د يووالي د وروستي پړاو، عثماني خلافت، تر پايه د مسلمانانو د تاريخ زرينه دوره وه. عثماني خلافت د لوېديځوالو په سترګو کې يو اغزى و نو ځکه يې غوښتل چې په هر قيمت چې وي له منځه يې يوسي. دوى پوه وو چې د مسلمانو ځواکونو ماتول په بل هېڅ ډول شوني نه ده، پرته له دې چې د دوى يووالى له منځه يووړل شي. دوى د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ډېرې هڅې وکړې چې مسلمانان په خپل منځ کې سره واچوي. خو په پاى کې، يانې د شلمې پېړۍ په پيل کې، يې وليدل چې د مسلمانانو په پام کې بدلون راغلى او د نېشنليزم ارزښتونو ته اوس ډېر پام کوي. له دې ښکارندې (پديدې) څخه لوېديځوالو ګټه پورته کړه او په ډېر خطرناک ډول يې د نيشنليزم جرړې په اسلامي نړۍ کې وغځولې. مسلمانان هم ډېر ژر وغولېدل او د يو پل پر وړاندې يې جنګونه پيل کړل ځکه يا خو دوى له يوې سيمې څخه نه وو او يا يې په بېلابېلو ژبو خبرې کولې. په داسې مهال کې چې عثماني امپراتورۍ د اروپايي مستعمرو پر وړاندې جنګ کاوه، لکه برتانيه، المان، فرانسه او ايټاليا، په عين وخت کې دوى بايد د خپلو مسلمانو وروڼو له بريدونو څخه هم د ځان دفاع کړې واى ځکه عثماني ځواکونه ترکان وو او غير ترکي مسلمانانو يې پر ضد مبارزه پيل کړې وه. هغه مهال ځينې ميراثي ديني مخورو او تش په نامه اسلامي عالمانو هم د ترکانو پر ضد کرکې ته لمن ووهله او د کوچنيو توپيرونو په راپورته کولو يې د سيمه ييزو مسلمانانو ملاتړ ترلاسه کړ تر څو د ترکانو مخالفت وکړي. د اروپايانو دسيسه ډېره بريالۍ او ساده وه. واړه اختلافات يې د مسلمانانو تر منځ پيدا کړل او د يو بل پر ضد يې راوپارول. کله چې د مکې د شريف په مشرۍ عربان د ترکانو پر ضد په جنګ بوخت وو، عيسوي ځواکونو يې ملاتړ کاوه او خپله خواخوږي يې ورسره ښودله تر څو عثماني خلافت راوپرځوي. همدا مسلمانان له کافرانو سره نږدې ملګري شول خو د خپلو نورو مسلمانو وروڼو دښمنان او په دې ډول يې د ياد شوي آيت معکوس مصداق ورکړ.
نور بيا