خداى بښلى استاد ګل پاچا الفت

 

له واړه کوره راوځه لوى جهان سره اشنا شه
خپل او قام نه را اوچت شه له انسان سره اشنا شه
له هګۍ نه رابهر شه په قفس کې مه اوسيږه
له دې ټيټې هوا پورته له طيران سره اشنا شه
د زمان مکان په قيد کې اوسيدنه اسارت دى
محدود مه اوسه هر ګوره لامکان سره اشنا شه
د بندې فکر خاونده، د وهمونو نظر بنده!
که ذهني آزادي غواړي، له عرفان سره اشنا شه
که د ځان په شان انسان ته دريدلى يې سرکوزى
ځان دې نه دى پيژندلى له خپل ځان سره اشنا شه
چې د جاه وجلال بت ته په سجده باندې نسکور يې
بې ايمانه راته ښکارې، له ايمان سره اشنا شه
چې سړى هر څومره لوى شي، تر ځان لوى سره اشنا شي
والا شان سره اشنا شوې، د الله شان سره اشنا شه
د جهان تاريخ ته ځېر شه، د بدلون اړخونه ګوره
ٰ کل يوم هو فى شان ٰ دى، له هرشان سره اشنا شه
اور اوبو سره دې کار دى، په خوږو ترخو ژوندى يې
صلح کل شه! د اضدادو، خاندان سره اشنا شه