اسلامي ويښتابه له را ټوکېدو سره سم په داخل کې لومړى ټکر له سيکولريستانو سره وکړ. د اسلامي ويښتابه لومړۍ بلنه د يو هر اړخيز نظام په توګه د اسلام له سره پېژندلو ته وه چې امت ته د شريعت تر سيورې لاندې اسلامي ژوند راوګرځوي او دين په ټولو برخو واکمن و اوسي. دا بلنه د هغو لپاره چې د اروپا له تجربې او د فرانسې له انقلاب څخه يې د دين او دنيا د چارو پر بېلوالي ايمان درلود يو سخت ټکان ورکوونکى غږ وو. د دغو سيکولريستانو باور دا وو چې اسلام يانې جومات، مسواک، لمونځ، روژه او څو نور عبادتونه. د اسلامي ويښتابه د له پښو غورځولو لپاره يې -- چې اسلام يې د انسان له زېږېدو مخکې او بيا تر مرګ وروسته تر پايه له ټولو چارو سره په فردي او ټولنيز ژوند کې تړلى باله -- ډول ډول تورونه ولګول.

د دوى له تورونو او اصطلاحګانو څخه بنسټپال، مرتجع، تياره خوښوونکى، ترهګر، د پيترول-ډالرو اسلام Petrodollar Islam او سياسي اسلام په وروستيو کې ډېر رواج شوي. نور به لا خدايزده څومره ناوړه نومونه او اصطلاحات په راتلونکي کې په اسلام او مسلمانانو پورې وتړي. دا نور اصطلاحات ښايي په ډېره څرګنده توګه رد کړى شو او له ورايه د اسلام په ضد يو تور ښکاري، ځکه خو هېڅ مسلمان هم له ځان سره د مرتجع، ترهګر يا تياره مسلمان ټکى نه راوړي. خو، د سياسي اسلام اصطلاح بيا يو څه بل ډول ده. د اسلامي غورځنګ او ويښتابه کارکوونکي هم ښايي په ناخبرۍ سره ځانونه د سياسي اسلام پلويان وبولي.

 

ايا ناسياسي اسلام هم شته؟

د سياسي اسلام اصطلاح يوه مغالطه ده. لکه مخکې چې مو وويل د سيکولرستانو په باور، هر اړخيز اسلام چې په هغه کې اسلامي سياست او واکمني هم وي يو نوى دين دى. دوى وايي دا خو هغه اسلام نه دى چې د خداى غوره دين باله شي، بلکې دا اسلامپالو د خپلو سياسي ګټو او واکمنۍ ته د رسيدو لپاره جوړ کړى. دوى وايي اسلام او سياست دوه متضاد مفاهيم دي چې نه بايد سره يو ځاى کړل شي. په دې توګه د سياسي اسلام په ويلو سره هڅه کوي چې وښيي چې اصلي اسلام سياسي نه دى، يانې يو بل اسلام هم شته چې هغه اصيل دى.

خو موږ وايو چې هغه اسلام چې سيکولريستان يې د دين په توګه پېژني ښايي کوم بل دين واوسي دا خو هغه دين نه دى چې خداى را لېږلى. موږ دا وېش هېڅکله نه شو منلى چې دلته دي يو سياسي اسلام واوسي، يو ناسياسي، يو بل مدني، يو پوځي يا جهادي اسلام. د دغو مختاړو (پيشوندونو) کارول د اسلام څو ډوليزتوب ښيي او له سره وېش پکې راولي. خو، ايا اسلام وېش منلى شي؟ که څوک له اسلام څخه يوازې فردي او عبادتي اړخ را اخلي او همدا دين بولي، دا خو اسلام نه شو. که له اسلام څخه د قانون جوړونې برخه ليرې کړې، دا بيا يو بل شى او بل دين شو، نه اسلام. همدا ډول که بل هر څوک د اسلام بل هر اړخ په يوازې توګه را اخلي او نور پرېږدي، دا هماغه بشپړ دين نه دى چې خداى د بشر د ژوند د سمبالښت لپاره رالېږلى. سياست په خپله اصلي مانا (د خلکو د عامه چارو سمون او تنظيم) د اسلام يوه نه بېلېدونکې برخه ده، داسې ويلى شو، اسلامي سياست، خو سياسي اسلام ويل غلطه ده. اسلام بې له سياسته نه شي کېداى، خو سياست بې له اسلامه هم شته دى.

 

د کل نسبت جزء ته يوه بله ناروا

که څوک له اسلام سره د هغه هره يوه برخه د صفت په توګه د پسوند او پيشوند په بڼه را اوړي هم علمي تېروتنه کوي او هم ديني. داسې يو توصيف د کل ناروا نسبت دى جزء ته. لکه څوک چې وايي جلال ابادي افغانستان، د دې پرځاى چې ووايي افغاني جلال اباد يا د افغانستان جلال اباد. موږ پوهېږو چې جلال اباد په ګاونډيو هېوادونو، منځنۍ او سويلي اسيا کې د شاوخوا ١٥ ځايونو او ښارونو نوم دى، او يو ښار په افغانستان کې هم په همدې نامه شته دى. يا اسد اباد چې په ايران کې هم شته او په افغانستان کې هم. اوس که څوک غواړي د دې تشخيص وکړي چې کوم جلال اباد ښيې، ورته وايې به چې افغاني جلال اباد، يانې هغه نور نه ښيم. خو که ته داسې ورته ووايي چې جلال ابادي افغانستان، دا ترکيب له دې لامله ناسم دى چې په نامعقوله توګه د عام نسبت خاص ته شوى. افغانستان بې جلال اباده نشته، خو جلال اباد بې افغانستانه بل چېرته هم شته دى. د اسلام او سياست د تړاو لپاره ويلى شو اسلامي سياست او اسلامي سياستوال، خو سياسي اسلام يا سياسي اسلامپال نه شو ويلى.