د اغزو په نامه لو دى خو ګلونه رېبل كيږي

زموږ اشر يې باندي كړى زموږ سرونه رېبل كيږي

 

د ژوندون هره لمحه تر بله سخته ده ترخه ده

له ذهنو مو د ماضي خواږه يادونه رېبل كيږي

 

چا چي دلته تاج محل غوندي شاهكار د ميني جوړ كړ

له هغو نه د انعام پر ځاي لاسونه رېبل كيږي

 

بې ګودره موږ په هر ګل له پېزاره سره ګډ سو

زموږ د ځان فېصلې نسته زموږ فكرونه رېبل كيږي

 

د ارې غوندي زږه باڼه يې يو تر بله خېزي

هلته مه ورځه سلطانه هلته زړونه رېبل كيږي