په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړئ، چي (worbal.com) نورپه اوربل کښي د بلاګونو د خونديتوب تضمين نه سي کولائ او بلاګ-چلونکي دي خپل مواد خپله کاپي او خوندي کړئ .
اول زه شخصا د اوربل د مخکنۍ چلوونکې خور غزل نه دا هيله کوم، چي په خپله خبرتيا کښي دا ټکی هم ور اضافه کړي، چي : که يې کومه بله پښتو ويبپاڼه په خوندي کولو کښي مرسته کولائ سي، نو اوربل ډاټ کام به يې ټوله ډاټا د يو سند په ترڅ کښي ور وسپاري او يا دې ته ورته ...ټکی په خپله خبرتيا کښی ور زيات کړي !
http://www.benawa.com/details.php?id=22503
خو د اوربل د مخکنۍ چلوونکې خور غزل ليکي دي ، چي بلاګ چلونکي دي خپل مواد خپله خوندي کړي، چي دا د تخنيکي پلوه ډېره مشکله او ناممکنه بريښي، چي بلاګ والا دي ټوله د کلونو ليکني خپله خوندي کړائ سي .
نو زما هيله د ټولو پښتو ويبپاڼو څخه داده، چي د اوربل سره پدې اړه همږغي سي، او د اوربل د مخکنۍ چلوونکې خور غزل څخه مي هيله داده، چي د اوربل د بلاګونو سيسټم دي و کومي بلي پښتو ويبپاڼي ته د هغوي د موافقې سره سم انتقال کړي .
زه فکر کوم چي هره پښتو ويبپاڼه به دې ته خپله سينه وډبوي، تر څو د هغو ټولو ليکوالو توئ سوي خولې د خاورو برابر نه سي، چي هره ليکنه يې د افغانستان په هغه کمزوره انټر نيټ کښي انلاين کړې ده، چي ساعت يې په ۵۰ افغانۍ ورته تمام سوئ دئ .
هيله ده چي پدې اړه ګران ويبپاڼي چلونکي خپله مرسته د اوربل ويبپاڼي څخه و نه سپموي !!!