ورځ يې يوه تر بله سخته په تا څه سوي دي
يه د جانان د كلي بخته په تا څه سوي دي
ته خو اصيله درايي وې موذي څوك درلى
راوكښې چاله هغه رخته په تا څه سوي دي
تاله په جار درښيي ګوره دښمنان د هيواد
د هر شهيد د مزارسنخته په تا څه سوي دي
له ډېره وهمه چې دي خلك سمي لار ته راتلو
سوه دركې هغه جذبه كخته په تا څه سوي دي
بېلتون روان دى زموږ له منځه بس څه وار به كوې
ژړه يې سوه د ژوندون درخته په تا څه سوي دي
دا چې د قام د پرمختګ دپاره څه دي په كار
لږ خو تپوس وكړه له وخته په تا څه سوي دي
چې بې له ميني پر تا ناست سړى بل څه نه مني
د بوريوال د زړګي تخته په تا څه سوي دي

19.07.2008
- kohar
دپوهنځي د يوې مطالعاتي دورې يو څو له خاطرو ډك عكسونه چې له پوره درې كلونو وروسته مي تر لاسه كړو.دا د دوه زره پنځم كال د مئ د مياشتي خبره ده چې زه له خپلو څو نژدې ملګرو او د هم صنفيانو تر څنګ د پوهنځي له يو شمېر لوستونكو سره يو ځاي دشمالي پښتونخوا ، قبايلي پښتونخوا،پنجاب او اسلام اباد په شل ورځني چكر تللى وم.
د پښتونخوا هغه سيمې چې موږ پكې دوې اونۍ په اتڼونو او بانډارونو تېري كړې له بده مرغه اوس د هغه ځاي په هقله د...
21.08.2008
- kohar
دجنوبي پښتونخوا د بوري د سيمي د شاعرانو او ليكوالو د ادبي او فرهنګي ټولني " پښتو ادبي ملګري " د يوشمېر غړيو عكسونه كښته وركړل شوي دي .
_________________________________________________________________
.............................................................................................................................................................................
...