دپوهنځي د يوې مطالعاتي دورې يو څو له خاطرو ډك عكسونه چې له پوره درې كلونو وروسته مي تر لاسه كړو.دا د دوه زره پنځم كال د مئ د مياشتي خبره ده چې زه له خپلو څو نژدې ملګرو او د هم صنفيانو تر څنګ د پوهنځي له يو شمېر لوستونكو سره يو ځاي دشمالي پښتونخوا ، قبايلي پښتونخوا،پنجاب او اسلام اباد په شل ورځني چكر تللى وم.
د پښتونخوا هغه سيمې چې موږ پكې دوې اونۍ په اتڼونو او بانډارونو تېري كړې له بده مرغه اوس د هغه ځاي په هقله د فكر كولو سره سم د مردان د سيمې د تكړه شاعر شاهدعلي شاهد هغه شعر راپه زړه شي چې !
په قتل ګاه كې د رباب اواز پر چا ښه لګي
زموږ په كلي كې جانانه اختر خوند نه كوي
..............................................................................................................................................................................
عــــــــــــــــــــــــكســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــسونه
بوريوال كاكړ د مېنګوري دښار په فضاګټ ګلبڼ كې د اوبو پر غاړه په يوښكلي مازيګر كې
بوريوال كاكړ د اباسين د مستو څپو سره په خوا كې
يو بل ځاي د اباسين پر غاړه ناست او په زرغونو درختو پوښلي د هغ غره ندارې له ځانه وړى وم چې واورينو څوكو ته يې سپينو اوريځوغاړه وركړې وه
د كالام په ناوه كې : سرورسارنګزى ،يارمحمديار،غني شوقي ،بوريوال كاكړ او حېدرخان كبزى
بوريوال كاكړ او يارمحمديار دكالام د ناوې په هغه سيمه كې چې د مئ په مياشت كې پكې واوره پرته وي
حېدرخان كبزى ، بوريوال كاكړ او بازخان اتمانخېل په يوه زرغزنه چمن كې دكاكړي امۍ (اتڼ )پر مهال
بوريوال كاكړ د اسلام اباد په نومياتي فېصل جومات كې چې تر لمونځ كونكو سېلانيان ورله ډېر راځي
رحمت الله حمزازى ،بوريوال كاكړ،حېدرخان كبزى او يارمحمديار د فېصل جومات په خوا كې
غني شوقي، يارمحمديار ،سرورسارنګزى اوبوريوال كاكړ په بېن المللي اسلاميه پوهنتون كې د يوې غرمنۍ پر مهال