انــــځـــورونــــــه


يوڅوسپېڅلي عكسونه !

يادونه   :  دا لانديني يو څو داسي عكسونه چې زماپه اند بېخي لږ كسان به يې په ديد مشرف سوي وي زما يو ډېر ګران ملګري نظام الدين چې د چترال د جنت تما ناوې د اووير د كلي اوسېدونكى دى را استولي و . زه لومړى د ښاغلي نظام الدين د زړه له تله مننه كوم او او كور ودانى ورته وايم او بيا دا په زړه پوري او لرغوني عكسونه د   كوهار   لوستونكو ته په مينه ډالۍ كوم .   

25.09.2008 kohar

انځوريزي كاكړۍ !

غاړي د پښتو د فوكلوري شاعرۍ هغه په زړه پوري صنف دى چې له مدو مدو راهسي يې د سهېلي پښتونخوا په غرونو او رغونو كې ازانګې راپورته كيږي . د پښتو شاعرۍ په اولسي څانګه كې كاكړۍ غاړي له ټپو وروسته دويم صنف دى چې په يوه ډېره پراخه سيمه كې دوام او شهرت لري .                 ( دا كښته يو څوانځوريزي كاكړۍ د كوهار د مينه والو دپاره) ..............................................................................

21.08.2008 kohar

دبوري د ادب ستوري !

دجنوبي پښتونخوا د بوري د سيمي د شاعرانو او ليكوالو د ادبي او فرهنګي ټولني " پښتو ادبي ملګري " د يوشمېر غړيو عكسونه كښته وركړل شوي دي . _________________________________________________________________ .............................................................................................................................................................................  

21.08.2008 kohar

جنت پر مځكه باندې !

دپوهنځي د يوې مطالعاتي دورې يو څو له خاطرو ډك عكسونه چې له پوره درې كلونو وروسته مي تر لاسه كړو.دا د دوه زره پنځم كال د مئ د مياشتي خبره ده چې زه له خپلو څو نژدې ملګرو او د هم صنفيانو تر څنګ د پوهنځي له يو شمېر لوستونكو سره يو ځاي دشمالي پښتونخوا ، قبايلي پښتونخوا،پنجاب او اسلام اباد په شل ورځني چكر تللى وم. د پښتونخوا هغه سيمې چې موږ پكې دوې اونۍ په اتڼونو او بانډارونو تېري كړې له بده مرغه اوس د هغه ځاي په هقله د

19.07.2008 kohar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more