حسن دګلاب ديار نيمی ندی
هسي رانه وړی يې زړګی ندی
کړې هغه تن په ښائت پنډي دي
دی هم پرې پوهيږي لېونی ندی
ديدچې په کې زه ديارونه کړمه
ورک شه هغه هيڅ مازيګری ندی
مل چې راسره هغه سړی نه وي
ګل دي شي غوټۍ خوپسرلی ندی
هرځاي هم ليلام دميني مه غواړه هرځاي خو اشنا لکه بوری ندی
ته ورباندي هسي بدګمانه يې
کني بوريوال داسي سړی ندی