تردې وړاندي چې زه د پښتوادبي ملګري بوري په هقله يو څه وليكم غواړم چې د بوري د تاريخي شامځكې يو لنډغوندي انځور تاسو ته وړاندي كړم.

بورى د لورالايي ډېر زوړ او پخوانى نوم دى.كله چې انګرېزانو پر دې سيمه بريد اوكړو نو هغوي لومړى دكۍ ونيوله او بيا چې كله له هغه ځايه څخه د بوري پر لور را وخوځېدل نو لومړى يې د لوړلي ناوه ونيوله.دهم دې لوړلي په مناسبت يې وروسته د لوړلي نوم لورالايي (Loralai )وليكله چې وروسته نوى اباد كړل شوى ښار چې دبوري په ناوه كې ابادكړل شو نو ورته لورالايي وويل شو.ګنې د دې سيمي زوړ نوم بورى دى. .

 

                    دجنوبي پښتونخوا دلرغوني ښار بوري نقشه چې اوس دلورالايي په نامه ياديږي

 

د بوري وجه تسميه ځايي خلك د يوه كارېز سره تړي چې ورته د بوري كارېز ورته ويل كيږي.البته حقائق د دې بر عكس دي. بورى ډېره زړه كلمه ده چې  د  اوستاآبان  (ازهئ دهاك )  د  بوري  له مملكته څخه بولي.ځني تارېخ پوهان د مهابهارت د لسو قبائلو هغه جنګ چې غالباً په(1170م)كې شوى وو په دغه كې بورى د لومړۍ ډلي څلورمه قبيله وه.يوبل محقق راورټي ليكي چې بوره د قنوج د باچاهانو لقب وو.ځني روايات دا دي چې بورى له بور څخه مشتق دى.خو راورټي د بوري يا بورى پر ځاي دا لفظ بوره ليكل درست بولي او وايي چې دا اسم نكره دى .ځني محققين په دې عقيده دي چې د دريايې فرات څخه دوې قبيلې د زاب او بوري په نامه و دې خوا ته راكوچېدلې وې .دوي دلته هم هغه زاړه نومونه زوب او بورى ژوندي وساتل .

په هرصورت ! دا ډېره پخوانۍ سيمه ده. دلته د موسٰى خېل او باركهان په شاوخوا كې د ډائنوسار فاسلز موندل شوي دي.ګمان دا دى چې دلته په مېختر او موٰسى خېل كې د هغه وخت غارونه موندل شوي دي چې انسانان په غارونو كې اوسېدل.يو روايت دا دى چې په برصغير كې د زرعي دور ابتدا هم له بوري څخه شوې ده.

دلته په بوري كې چې د وهار خورد او وهار كلا په نامه كوم دوه كلي ياديږي او سمه يز خلك ورته وهاره وايي.دا هم ډېره زړه او پخوانۍ كلمه ده.راورټي ليكي بهار يا وهار چې بهار هم ليكل كيږي نه مراد يوه بتخانه او يو بت دى.دچين مركزي بتخانې او د تركستان ومركزي آتشكدې ته هم په پخوانۍ فارسي كې بهار ويل كېدو.يو بل تاريخ پوه ليكي چې كله په(۲۶۷ق م)كې اشوك د خپل پلار چندرګپت پر ځاي تخت نشين  شو نو يې  د بده مت مذهب اختيار كړو.

په دې لوي سلطنت كې د سيند له لوړو ناوو څخه تر هيندوكش پوري د بده مت د سټاپوګانو او د دهاروكهنډرات موندل شوي كيږي.مطلب دا چې دا ډېره لرغونې سيمه ده.دلته په راناغونډۍ ،ډبركوټ اوپه سورځنګل ودا كې چې د اثارقديمه په اړوند كومې خېندنې شوې دي اوكومې مجسمې اوكودري چې له دې ځايونو څخه راوتلي دي.پوهانو د هغواټكل د اوو زرو كالو په شاوخوا كې كړېده.

تر ټولو زياته وړتيا دغې سيمي ته په دې نسبت حاصل دى چې زرتشت او ضحاك دواړه له هم دې سيمي څخه تللي خلك يادېږي چې بېحي اوږده تاريخي شامځكه لري.

تر كومه حده چې  په دې سيمه كې دفوكلوري ادب تعلق دى  نو د دې سيمي ازادي غاړي د ،اويستا،له ګاتونوسره اوباقاعده غاړي يې د،رګ وېد ،له سرودونوسره تر ډېره حده سمون خوري.او كله چې و باقاعده شاعرۍ ته ځير شو نوپه پټه خزانه كې د بوري په اړه د الله يار افرېدي ذكر موجود دى.

په 1914م عيسوي كال كې له دې ځايه څخه د ،قنديل خيال، په نامه د يوې مجلې اجرا شوې وه چې په هغه كې د اردو او فارسي د مشاعرواو ادبي غونډو يادونه شوې ده .د هم دې مجلې د يوې ګڼي پر روستۍ پاڼه د پښتومنقبت هم چاپ وو.له دې څخه اټكل كولاى شو چې د بوري په دې سيمه كې د اردو،پښتو او پارسي مشاعرې د يوې حوالې په اړوند له ۱۹۱۱م عيسوي كال څخه شروع شوې دي .دغه رنګه دلته لفټنينټ كرنل بولانات د ۱۹۱۵م عيسوي كال د اګست په مياشت كې د ،علم وعمل طب، په نامه له دې ځايه څخه كتاب چاپ كړى وچې ځاي په ځاي په كې د فارسي رباعيات درج و.د۱۹۱۵م او۱۹۲۰م عيسوي كال په مينځ كې يوه هيندو جګن نات سيټهي يو اردو ناول له دې ځايه څخه د ، محبت كا دېوتا عرف برابر كي چوټ ، په نامه چاپ كړى و .

پښتو ادبي ملګري د بوري هغه يوازينى ادبي بهير دى چې له ۱۹۶۲م عيسوي كال راهسي په سيمه كې فعاليت كوې .نوموړي بهير بېخي ډېر او ښه ليكوال د پښتو ادبي ډګر ته سپارلي دي چې هر يو يې نن په پښتو ادب كې ځانګړى مقام لري .

د دې ټولني تر څارنه لاندي په زرګونه مشاعرې ،مباحثې ،مذاكرې ،مازيګري او دوه نړيوال سمينارونه شوي دي .پښتو ادبي ملګري اوس هم خپل فعاليت ته دوام وركړى او د هري مياشتي د لومړۍ يكشمبې په ورځ ادبي ناسته كوي چې د بوري تر څنګ د سنځاوۍ ،كلاسېف الله او دكۍ شاعران او ليكوالان او دبوري د ښار دادب مينه وال په ګڼ شمېر سره ګډون كوي .

             

                                                                                       استادسيدخيرمحمدعارف                  
                                                                                                      مشر 
                                                                                          پښتوادبي ملګري بوری
                                                                                              جنوبي پښتونخوا