پخپل خزان ژوند كې سپرلى پالمه

ګل يم له ځان سره اغزى پالمه

 

ستا په غم زه په ځان كې و دردېږم

خپله سينه كې ستا زړګى پالمه

 

خپلوي او مينه مي فطرت ځکه ده

په خپله وينه كې بورى پالمه

 

نه بدلوومه د بابا قدرونه

خپله درۍ او خپل نغرى پالمه

  

چېري به بيا د حق اذان پورته كړي

په زړه كې تل بلال ژوندى پالمه

 

پر شونډو باندې تبسم نه لرم

  بې تا ژوندون لكه نيمى پالمه