ته چې را ياد شوې زما ياره غزل نوې ليكم
يو وارې بيا نن ستا د پاره غزل نوې ليكم
په توره شپه كې د الهام ستوري را اوري په ما
قصدمي دى كړى تر سهاره غزل نوې ليكم
خبرې اوس له ځان سره په شاعري كې كوم
يمه روان پخپله لاره غزل نوې ليكم
بيا دي لمبه را پورته شوه د بورېوالې مينې
را غلى يمه ستا تر ښاره غزل نوې ليكم
د روزګار غم له هره كاره څخه و ايستمه
له مودو پس يم په قراره غزل نوې ليكم
مځكه دي هر وخت د اظهار نوي ګلونه كوي
څنګه هوا دې ده كــــــــــــــــــــــوهاره غزل نوې ليكم
زه تبسم ستا د كاروان مل يم له ډېره وخته
ځكه خو نن عارفه ياره غزل نوې ليكم

06.03.2008
- kohar
موږپښتانه که يوې خواته په متنوع کلتوري قدرونو اورواياتو باندي پسولل شوي يونوبلي خواته په سياسي،اقتصادي،اوترډېره حده په علمي توګه دنړۍ دنوروقامونوپه نسبت لاډېروروسته پاته يو ولي چي لاتراوسه په سياسي ډګرکي موږپرسل لارووېشل شوي يوچي ددې څرګندونه کوي چي ديوګډملي مرام سنجونه او دهغه دپاره مبارزه کولوسياسي بلوغت ته لا نه يو رسېدلي، که څه هم موږيوڅوداسي سياسي ګوندونه لروچي هغه دقام پرسته سياست اوملي مرام دپاره دکارکولودعوه لري خودهريوه طريقه کار او لارجلاجلاده چي دا ښکاره کوي چي مرام يې هم ي...
06.03.2008
- kohar
پخپل خزان ژوند كې سپرلى پالمه...