ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سېو دي چلډرن: طالبان دې په نوي‌ تعلیم کال کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي

واشنګټن ــــ د ماشومانو د ژغورنې اداره «سېو دي چلډرن» وایي په افغانستان کې چې څو ورځې وروسته نوی تعلیمي کال پیلېږي تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم باید اجازه ورکړل شي چې تر اتلس میاشتني بندیز وروسته سکولونو ته لاړې شي. طالبانو لا تر اوسه د دې ادارې غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېر یو نیم کال کې یې څو ځله ویلي چې د جینکو پر تعلیم یې بشپړ بندیز نه دی لګولی او کله چې د هغوی د تعلیم لپاره مناسبې تیارۍ وکړي اجازه به ورکړي چې سکولونو ته لاړې شي. «سېو دي چلډرن» د مارچ په 16مه پر خپله ویبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، که طالبان د نجونو پر ثانوي تعلیم بندیز ختم نه کړي په دې بېوزلي هېواد کې به د کم عمرۍ ودونه زیات شي: "[د دوی بندیز به] د راتلونکي نسل نیمایي برخه د کار له قوته بې برخې کړي او کورنۍ به نورې هم په بېوزلۍ اخته کړي چې د دې هیواد په راتلونکي به ژور او ناوړه اغېز وکړي". د ماشومانو دغه اداره وایي د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي دي تر درې میلینه زیاتې هغه نجونې له تعلیمه بې برخې کړل شوې دي چې مخکې تر شپږم ټولګي پورته سکولونو کې داخله وې. «سېو دي چلډرن» پر طالبانو ږغ کړی چې دغه بندیز دې ژر تر ژره ختم کړي او نجونو ته دې اجازه ورکړي چې د مارچ پر 21مه د سکولونو له پرانیستلو سره تعلیم ته بشپړ لاسرسی ولري. په افغانستان کې د دې ادارې مشر اولیور فرانچي وایي، دا په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې پکې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګېدلی دی، خو بیا هم هغوی د خپل ښه راتلونکي لپاره هڅې کوي: "دوی [افغانې جینکۍ] پوهیږي چې د کامیابۍ ښه لاره د سکول لاره ده، کله چې د دوی تعلیم بند شي، دوی د کم عمرۍ له ودونو، تشدد، ناوړه چلند او د استحصال له نورو بڼو سره مخ کیږي". د مرکزي افغانستان اوسېدونکې 16 کلنې عایشې د «سېوي دي چلډرن» له خوا چلېدونکي سکول کې تر شپږم ټولګي پورې تعلیم کړی خو وایي خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکول غواړي. «سېوي دي چلډرن» د هغې له خولې لیکلي: "شپږم ټولګی زموږ لپاره هیڅ هم نه دی، موږ غواړو های سکول ته دوام ورکړو، که موږ یواځې له شپږم ټولګي فارغېږو نو موږ هیڅ هم نه شو کولای، په دې موږ نه کار پیدا کولای شو او نه پوهنتون ته تلای شو". د عایشې مور 37 کلنه خدیجه وایي، د عایشې په ګډون څلور لوڼه یې د «سېو دي چلډرن» په سکول کې وې او څلورواړه مجبوره دي چې تعلیم یې په نیمی کې پاته شي. مېرمن خدیجه وایي دا خپله بې تعلیمه ده او حتی د سړک بورډونه هم نه شي لوستلای چې پوه شي چېرې ده. وایي د دې راتلونکی ښه نه دی خو غواړي لوڼه یې تعلیمیافته شي: "که [د نجونو لپاره] د اعلی تعلیم موقع نه وي، موږ مجبوره یو چې خپلې لوڼې په کم عمرۍ کې واده کړو ځکه چې له دې پرته هغوی په ټولنه کې خوندي نه دي". د «سېو دي چلډرن» مشر اولیور فرانچي وایي، دا ډېره مهمه ده چې د سکولونو له پرانیستل کېدو سره نجونې له تعلیمه پاته نه شي. پینځه ورځې وروسته د مارچ پر 21مه د نوروز په ورځ په افغانستان کې د سړو او مرکزي سیمو سکولونه پرانیستل کېږي، خو طالبانو تر اوسه لا نه دي ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته به سکولونو او پوهنتونو ته د تلو اجازه ورکړي که نه.

16.03.2023 ډیوه

د نجونو پر زده‌کړه د بنديز دوام؛ د ماشومانو د ساتنې اداره: بې‌وزلي به زياته شي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل کېدو په اړه د طالبانو حکومت لا څه نه‌دي ویلي، د ښوونځیو یو شمېر نجونې زده‌کوونکې هیله لري چې، واکمن نظام به د نوي تعلیمي کال په پیل کې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. د کندهار اوسېدونکې عالیه چې په اتم ټولګي کې ترې ښوونځی پاتې شوی وايي پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ډېره ناهیلې کړې ده. دا د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې، سږ کال له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي. نوموړې وايي: "کله چې ښوونځی نه وي، کورس نه وي، پوهنتون نه وي هلته هیڅ رڼا نه‌شته او د یوې تیاره راتلونکې خبرداری انسان ته ورکوي، چې دا ډېرې بدې پایلې لري، نو په دې اړه د خلکو اندېښنې بیخي زیاتې دي ،باید ژر تر ژره ښوونځي پرانيستل شي." عبدالباري عابد چې د ننګرهار اوسېدونکی دی وايي، دوه خویندې يې پر زده‌کړو د طالبانو د حکومت د بندیز له امله پر کور ناستې دي چې په خبره یې دواړه د خپل راتلونکې په اړه سختې اندېښمنې دي. ښاغلی عابد وايي: "زما دوه خویندې چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله په کور بندې دي، کله چې د ښوونځیو دروازې بندې شوي دي، دوی هره ورځ ژاړي او اندېښنه کوي، د خپل راتلونکې اندېښنه ورسره بیخي زیاته ده، نو موږ هیله لرو چې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې باید پرانيستل شي." طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي. د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي. سیف ده چلډرن په یو بیان کې چې نن پنجشنبه د دغه ادارې پر وېب سایټ خپور شوی ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته چې اتلس میاشتې له زده‌کړو منع شوي، ټولګیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړل شي. د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی چې، که طالبان دغه بندیز لغوه نه‌کړي، د ماشومانو ودونه به زیات شي، کورنۍ به لا بې‌وزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواکه بهر پاتې شي. يادې ادارې ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې میلیونو نه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې زده‌کړې کولې، له دې حقه محرومې شوې دي. سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي او وایي، کله چې نوی تعلیمي کال د وري یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږي، ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي. په ورته وخت کې د برېتانیا د پارلمان یو شمېر غړو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره د نجونو د ښوونځیو د پرانيستلو په اړه خبرې وکړي. دوی د طالبانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ويلي دي چې، اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۸۵۰ زره نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومي دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د ماشومانو د ساتنې ادارې او د برېتانیا د پارلمان د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي. موږ هم د طالبانو د پوهنې وزارت له ویانده په حمل میاشت کې د ښوونځیو د پيلېدو په اړه پوښتل خو د دې راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. خو وړاندې تر دې بېلابېلو طالب چارواکو بار بار ویلي دي چې د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دي خو پر هغوی د زده‌کړو لګول شوی بندیز یې تر امرثاني بللی دی، خو د امر ثاني دا پرېکړه تر اتلس میاشتو غځېدلې او طالبانو لا هم پر نجونو د بندیز د پای ته رسېدو په اړه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

16.03.2023 ازادي راډیو

بلينکن: راځئ چې په امریکا او بهر کې د مسلمانانو په ملاتړ د کرکې په مقابله کې کار وکړو

امریکې 15م مارچ د اسلاموفوبيا يا اسلام څخه د کرکې په وړاندې د مبارزې ورځ نمانځلې او د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، "راځئ چې په امريکا او بهر کې د مسلمانانو په ملاتړ د کرکې په مقابله کې کار وکړو".

16.03.2023 ډیوه

پي اېس اېل: ملتان سلطان لوبډلې لاهور قلندر ته په ماتې ورکولو فاينل ته رسېدلې

د پاکستان سپرليګ په روانو سيالیو کې ملتان سلطان لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې ته ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې ده، لاهور قلندر د کال 2022 د پي اېس اېل اتلولي ګټلې وه.

16.03.2023 ډیوه

طالبانو پکتیا کې 'پنځه تنه عام محضر کې په درو' وهلي

د طالبانو حکومت سترې محکمې په پکتیا ولایت کې پنځو کسانو ته د «بېلابېلو جرمونو په تور د تعزیري سزا» ورکولو خبر ورکړی دی.

16.03.2023 امریکا غږ

سيف ده چلډرن: که د نجونو پر زده‌کړو بنديز ليرې نه‌شي د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زياته شي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستي لیرې نه‌کړي، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلي به زیاته شي. سیف ده چلډرن په خپله وېبپاڼه کې نن پنجشنبې په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځي راتلونکي اوونۍ د نوي تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسي، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کونکو ته چې اتلس میاشتې له زده‌کړو منع شوي، باید اجازه ورکړل شي چې بېرته ټولګيو ته لاړې شي. د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی، که طالبان دغه بندیز لغوه نه‌کړي، د ماشومانو ودونه به زیات شي، کورنۍ به لا بې‌وزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایي نسل به له کاري ځواک څخه بهر پاتې شي، چې دا به د هېواد د راتلونکې لپاره ناوړه پایلې ولري. سیف ده چلډرن ویلي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له درې ملیونه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې، په متوسطه ښوونځیو او لېسو کې زده‌کړې کولې، د تعليم له حق څخه محرومې شوې دي. سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي او وایي، کله چې نوی تعلیمي کال د وري یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږي، ټولې نجونې باید پرېښودل شي چې بېرته ښوونځیوته لاړې شي. ۱۶ کلنه عایشه چې د سیف ده چلډرن په مرسته یې د افغانستان په مرکزي برخه کې په یوه کورني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي زده‌کړې بشپړې کړې، دغه بندیز ډېره ناهیلې کړې ده. دا وایي: "زموږ لپاره تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې هیڅ څه هم نه‌دي. موږ غواړو لوړې زده کړې وکړو، ځکه پر دغو زده‌کړو نه کارپیدا کولای شو او نه هم پرې پوهنتوني زده‌کړې کولای شو." عایشه وایي، هیله یې دا ده چې ټولې نجونې هم د ښوونځي او هم پوهنتوني زده‌کړو ته پرېښودل شي. په افغانستان کې د سیف ده چلډرن اجرایوي رئیس اولیور فرانچي وویل، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زده‌کړو منع کړي دي، خو بیا هم نجونې د ښې راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي او پوهېږي چې د بریا تر ټولو ښه لار ښوونځي ته تګ دی. هغه زیاته کړه، که د نجونو زده‌کړې په نیمایي کې پرې شي، په کم‌عمر د ودونو، تاوتریخوالي، ناوړه استفادې او نورو خطرونو سره به مخامخ شي. ښاغلی فرانچي وایي، هره ورځ چې نجونې له ښوونځي پاتې کېږي، یوه ورځ ضایع کېږي، هغه هم نه یوازې د دوی لپاره بلکې د ټولنې لپاره چې متخصصو ډاکټرانو او ښوونکو ته سخته اړتیا لري. نوموړی وايي، دا یوه ورځ په اوږده مهال کې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم یوه ضایعه ده. هغه ټینګار وکړ چې نجونې باید د ښوونځیو له بیا پرانيستل کېدو سره د زده‌کړې له بهیره بهر پاتې نه‌شي او موږ پر طالبانو غږ کوو چې نجونو ته اجازه ورکړئ چې له ځنډ پرته بېرته ښوونځیو ته لاړې شي. د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې د ادارې د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي او نه یې هم تر اوسه چې څه کم یوه اوونۍ وروسته به نوی تعلیمي کال پیلیږي، څرګندې نښې ښودلي چې ایا ټولې نجونې به پرېږدې چې بېرته خپلې زده کړې پیل کړي که نه. د طالبانو چارواکو په کراتو کراتو ویلي، د نجونو د زده‌کړو ضد نه‌دي او پر هغوی لګول شوی بندیز تر امرثاني پورې دی، خو د امرثاني خبره تر اوسه اتلس میاشتو ته غځېدلې او د طالبانو دریځ نه‌دی بدل شوی.

16.03.2023 ازادي راډیو

د ترکیې د زلزلې په ځای کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړي

واشنګټن – د ترکیې په هغې سیمه کې چې زلزلې ځپلې وه او خلک پکې دا مهال په کېږدیو او کانټینري کورونو کې اوسېدل، د شورو یا چهارشنبې په ورځ سېلابونه راغلي او لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې مړه شوي دي. له دې سره به په ولسمشر اردوان باندې له ټاکنو مخکې فشار نور هم زیات شي. چارواکو ویلي، چې سېلابونو ځینې خلک وړي هم دي. په ترکیه کې د تېرې میاشتې زلزلې چې ځواک یې د ریختر په کچه ۷.۸ درجې و تر ۴۸۰۰۰ زیات کسان مړه کړي او همدارنګه نېږدې ۶۰۰۰ کسان په سوریه کې هم مړه شوي. دا په یادې سیمه کې په اوسني وخت کې په طبعي پېښه کې په یو وخت تر ټولو زیات مړي دي. د دغې طبعي حادثې په سیمه کې چې یولس ولایتونه پکې شامل دي په لکونو ژوندي پاتې شوي خلک په خیمو او کانټینري کورونو کې اوسېږي. په دغه سیمه کې د نهې یا سې شنبې په ورځ سخت بارانونه وشول او د هوا پېژندنې ادارې اټکل کوي چې د شورو یا چهارشنبې تر ناوخت به دوام وکړي. ترکي چارواکو ویلي، چې سېلابونو په په شمال کې د سوریې پولې په ۵۰ کیلومټرۍ کې په سنلیورفا کې ۱۲ کسان مړه کړي. همدارنګه د یو کلن ماشوم په ګډون دوه نور کسان په ادیمن سره نېږدې مړه شوي او پنځه نور لادرکه دي. په انځورونو کې ښکاري د سېلاب اوبو موټرې په مخه کړي او د زلزلې قربانیانو ته موقتي جوړ شوي کورونه یې ډنډ کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان له زلزلې وروسته څو ځله سیمې ته تللی او له خلکو سره یې ژمنه کړې چې ټوله سیمه به په یو کال کې بېرته رغوي. اردوان د شورو یا چهارشنبې په ورځ پارلمان ته وینا کې وویل، "د راتلونکې کال تر پایه پورې به مونږ ۳۱۹۰۰۰ کورونه جوړو."

16.03.2023 ډیوه

انتوني بلینکن: راځئ د مسلمانانو په ملاتړ د کرکې په وړاندې مبارزه وکړو  

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۴) د اسلام فوبیا یا اسلام څخه د ویرې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځله.

16.03.2023 امریکا غږ

د روس او امریکا د دفاع وزیرانو د اکټوبر راهیسې د لومړي ځل لپاره سره خبرې کړي

واشنګټن – د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له خپل روسي سیال سره د روس د پوځ لخوا په توره بحیره باندې د امریکا د یو څارګر ډرون د غورځولو پرسر خبرې کړي. اسټن د روس د دفاع له وزیر سرګې شایګو سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، "امریکا خپلو پروازونو او عملیاتو ته دوام ورکوي په هر هغه ځای کې چې نړیوال قانون ورته اجازه ورکوي او دا د روس مسولیت هم دی چې خپلې پوځي الوتکې په خوندي او مسلکي توګه والوځوي". چارواکي وايي، دا د دواړو دفاع وزیرانو ترمنځ د اکټوبر میاشتې راهیسې لومړنی ځل خبرې دي. د امریکا پوځ ویلي، چې د MQ- 9 په نامه دغه ډرون یې په نړیوالې فضا کې عادي او روټین عملیات ترسره کول چې د روس د سخوی Su-27 لخوا پرې لومړی تېل وشندل شول او بیا یې تر مخ تېره شوه. پوځ ویلي، چې یوه جېټ الوتکه د ډرون له پرو سره لګېدلې چې له امله یې امریکايي ځواکونو دغه ډرون په نړیوالو اوبو کې کوز کړی. د امریکا لوی درستیز مارک مېلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ پوهېږو چې دغه پېښه قصدي وه. مونږ پوهېږو چې دغه حمله کونکی چلند قصدي و.‌ مونږ په دې هم پوهېږو چې دا ډېر غیر مسلکي او نا خوندی و." خو مېلې وویل، دی لا تر اوسه باوري نه دی چې ایا د روس د الوتکې او ډرون ترمنځ فزیکي تماس قصدي‌ و. میلې وویل،‌ امریکا ویډیوي شواهد لري چې ښيي ډرون په حمله کونکې بڼه شنډ شوی.‌ جنرال میلې هم د شورو یا چهارشنبې ناوخته په ټیلیفون باندې له خپل روسي سیال سره خبرې کړي. د مېلې ویاند ویلي،‌ چې په ګنو امنیتي مسلو یې ورسره خبرې کړي. روس ویلي، دوی په دې غور کوي چې دغه ډرون ترلاسه کړي او که نه خو امریکايي چارواکو ویلي، چې د دوی کسان په دې توانیدلي چې له لېرې څخه له ډرون څخه حساس معلومات پاک کړي تر څو د روسانو لاس ته ور نشي. امریکا په تورې بحیره کې کښتۍ نه لري خو د روس لخوا یې زیاته برخه تر کنټرول لاندې ده.

16.03.2023 ډیوه

عايشه خرم: نړيوال دې د افغان نجونو زده‌کړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري

د افغان نجونو د تعلیم فعاله عایشه خرم وایي، دا مهال میلیونونه نجونې په افغانستان کې له خپل لومړني حق، یا زده‌کړو بې‌برخې دي. نوموړې چې ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې پاتې شوې، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې، له زده‌کړو د نجونو محرومېدو ته د بېړني ناورین په توګه وګوري او چلند ورسره وکړي. په دې تړاو د عایشې خٌرم ویډیویي پيغام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې پرون چهارشنبه (د مارچ ۱۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی. د پيغام په یوه برخه کې راغلي: "نن میلیونونه ځوانې نجونې په افغانستان کې له خپل ډېر لومړني حق نه بې برخې دي، دا زده‌کړو ته د لاس‌رسي حق دی. په هر حال د ټکنالوجۍ د پرمختګونو په دې عصر کې هیڅ پلمه نه‌شته چې په افغانستان کې ښځو او نجونو سره شوې بې عدالتۍ ته رسیدګي ونه‌شي. زه پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې سره یوموټی او په نوښتي حل لارو پانګونه وکړي چې ځوانو ښځو او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، ځکه د تعلیم ناورین بېړنی دی." عایشه خرم د جزیاتو له ورکولو پرته وايي، دې په خپل نوښت سره یو شمېر افغان نجونو ته د تعلیم د دوام زمینه برابره کړې ده. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون د مارچ ۱۵مه د طالبانو د سرپرست حکومت ۱۹ میاشتې پوره شوې، خو لا هم د نجونو د منځنۍ او لېسې ښونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانيستو څرک نه لګیږي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او تېره دسمبر میاشت کې يې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې. که څه هم ځینو طالب چارواکو ویل چې، د نوي تعلیم کال له پیل سره به د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانيستل شي، خو شاوخوا اوونۍ وشوه چې سړو سیمو کې تعلیمي کال یوازې د هلکانو لپاره پيل شوی دی. تر دې وړاندې د ښځو د حقونو نورو فعالانو هم په وار وار له نړیوالو غوښتنه کړې چې له طالبانو د دوی حقونه وغواړي، خو په ظاهره نړیوالو ادارو هم له اندېښنو څرګندولو پرته نور خاص څه نه‌دي کړي. د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت اروپایي ټولنې د طالبانو د حکومت پر دوو چاروکو، د لوړو زده‌کړو او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیرانو د سفر بندیزونه ولګول او وروسته برېتانیا هم د ورته بندیز خبر ورکړ. په همدې حال کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ( Penny Wong ) د افغان ښځو او نجونو بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د نوموړې دغه څرګندونې د استرالیا یوې انلاین ورځپاڼې مندرین (mandarin) را اخیستي دي. مېرمن وانګ ویلي، که چېرته د ښځو د حقونو په برخه کې شته بندیزونه له منځه ولاړ نه‌شي، په راتلونکې کې به یې د ناوړه عواقبو اغیز هر افغان حس کړي. طالبان که څه هم د نړیوالو هغه اندېښنې بې ځایه بولي چې د نجونو او ښځو وضعیت ته یې څرګندوي، خو د بشري حقونو نړیوالې ادارې د طالبانو دا دریځ پر واقعیتونو سترګې پټول بولي. یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اتونبایوا وویل، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د یوه ځپونکي هېواد په توګه پاتې دی. مېرمن اتونبایوا ویلي، دوی د دغو ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره ډیالوګ او خبرې د حل لاره بولي او په خبره یې د یوناما د ماموریت د دوام یو هدف د همدغو ستونزو هواری دی.

16.03.2023 ازادي راډیو

پاکستان کې پټرول پينځه روپۍ او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي

پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بيې بيا سېوا کړی شوي، يو ليټر پټرول پينځه روپۍ او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي دي چې ورسره يو ليټر پټرول 272 روپو او ډيزل 293 روپو ته رسېدلي دي.

15.03.2023 ډیوه

د پاکستان محکمې، په لنډ مهاله توګه پولیس د عمران خان له نیولو څخه منع کړي

واشنګټن – په پاکستان کې یوې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پولیسو ته حکم کړی چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو عملیات دې د زیارت یا پنجشنبې تر ورځې پورې ودروي. له دې حکم سره د پولیسو او د خان د پلویانو ترمنځ له تېرو ۲۴ ساعتو څخه په لاهور کې د هغه د کور مخې ته روان تاوتریخوالی پای ته ورسېد. د پنجاب په سر ښار لاهور کې دغه نښتې وروسته له هاغې د نهې یا سې شنبې په ورځ پیل شوې کله چې پولیسو هڅه وکړه عمران خان له دې امله ونیسي چې محکمه کې په ده باندې د لګول شویو تورونو په اړه نه وو حاضر شوی. له دې سره د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په زرګونو پلویان د هغه د استوګنې ځای مخې ته راټول شول چې د دې کار مخه ونیسي.‌ پولیسو او ملیشه ځواکونو د ګڼې ګڼې د ختمولو لپاره په خلکو باندې اوښکي بهونکي ګازونه او د اوبو ډبې کارولي. د پي ټي آی پلویانو د دې په غبرګون کې په پولیسو باندې د لیندې (غولکې) او ښختو ګوزارونه وکړل چې له امله یې د زمان پارک په نامه د سیمې یو پارک د جګړې په ډګر باندې بدل شو. دغې شخړې د شورو یا چهارشنبې تر ماسپښین پورې دوام وکړ چې دواړو غاړو ته پکې خلک ژوبل شول.‌ دې ته ورته له تاوتریخوالي ډکې پېښې د پلازمېنې اسلام اباد، راولپېنډۍ، کراچۍ، پېښور او کوېټې په ګډون د پاکستان په نورو ښارونو کې هم شوي. په ۷۰ کلن عمران خان باندې د محکمې لخوا ګڼې قضیې درج شوي چې په هغو کې د حکومت پرضد پارونکې ویناوې، ترهګري او د فساد تورونه هم شته چې له امله یې د خان حکومت په پارلمان کې د عدم اعتماد له رایه څخه وروسته په تېر اپرېل میاشت کې ړنګ شوی و. خو خان دغه تورونه ردوي او وایي، چې دا د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري د سیاسي قربانۍ یو چال دی. عمران خان د شورو یا چهارشنبی په سهار باندې له خپل کور څخه یوه ویډیو خپره کړې وه په کومه کې چې هغه د لسګونو اوښکو بهونکو ډبو ترمنځ ناست دی او ویل یې چې دا د ده کور ته ګوزار شوې دي. هغه د پولیسو دا کار د ده د وژلو لپاره یاد کړی. خان ویل، "دا یواځې ډبې نه بلکه دوی پر مونږ ډزې هم وکړې.‌ هغو چې پر مونږ یې ډزې وکړې د دې لپاره نه وو راغلي چې ما محکمې ته بوځي. دوی له ملي سیاست څخه زما لېرې کول غوښتل نو ځکه دوی راغلي وو چې ما ونیسي." خان وروسته بیا په داسې حال کې چې د ګازو ماسک یې په سر کړی وو له خپل کوره ووت او له خپلو پلویانو سره یې خبرې وکړې.‌ خان یواځینی لوړ پوړی رهبر نه دی چې په پوځ یې د مداخلې تور پورې کړی او دا چې دده د انتخابي حکومت په لېرې کولو کې یې لاس درلود. د پاکستان پوځ په پاکستان کې درې کودتاوې کړي چې ددغه هېواد د ۷۵ کلن تاریخ کابو نیمايي وخت پرې پوځ واکمن پاتې شوی. عمران خان په تېر نومبر کې هم په پخه باندې لګېدلی و او د شریف حکومت یې په دې تورن کړی و چې د پوځ د ځینو بې نومه جنرالانو په مرسته یې د هغه د وژلو پلان درلود. حکومت دغه تورونه رد کړي وو.‌

15.03.2023 ډیوه

د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اتو ترهګرو وژلو دعوه کړې، په عملياتو کې دوه ماشومان هم وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع "جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو ضد عمليات شوي او ترهګرو سره په نښته کې اته ترهګر وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي". پوځ ويلي "د بده مرغه د ډزو په تبادله کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي".

15.03.2023 ډیوه

مککال: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د وتلو په اړه ګمراه کوونکې څرګندونې کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د تحقیقاتو په هکله د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلی دی په دې اړه بې لارې کوونکي څرګندونې کوي.

15.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

15.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more