افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ؛ 'رسنۍ او خبریالان د ګڼو ستونزو سره مخ دي'
د خبریالانو د ملاتړ یو شمیر ادارو افغانستان کې د کب ۲۷ د رسنیو او خبریالانود ملي ورځې پر مهال په دغه هیواد کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په دغه هیواد کې د هرې ورځې په تیریدو د رسنیو کار او فعالیت د خرابیدو په لور روان دی.
بشري حقونه: ایران کردی سیاسي بندي اعدام کړی
د بشري حقونو ډلې وایي په ایران کې جمعه مارچ ۱۷ (کب۲۶) حکومت یو تن اعدام کړ چې فعالین یې کردی سیاسي مبارز بولي او یو ځل بیا یې پدې هیواد کې د اعدامونو د ډیروالي په هکله د خلکو سره اندیښنې پیدا کړي.
عمران خان نن په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کيږي
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکینی وزیراعظم عمران خان نن د توشه خانې په قضيه کې په اسلام اباد کې د اډيشنل سيشن جج عدالت ته مخامخ کيږي نوموړی د فرد جرم لګولو دپاره طلب کړی شوی دی. د اسلام اباد پوليسو ويلي 144 ماده لګول شوې ده.
طالبانو وايي په مزار شریف کې یې د داعش ګڼ شمېر وسله وال وژلي
په افغانستان کې واکمنوطالبانو دعوه کړې چې د بلخ ولايت په مرکز مزار شریف کې یې د داعش پرضد عملیات کړي او په ګڼ شمېر کې یې وژلي دي.
پي اېس اېل: پېښور زلمي لوبډله په ماتې خوړو سره فاينل ته د رسېدو نه پاتې شوې
د پاکستان سپر ليګ اتم فاينل يا پايلوبې ته د رسېدو دپاره د پېښور زلمي او لاهور قلندر ترمنځ شوې سيالۍ کې د پېښور لوبډلې ماتې خوړلې او فاينل ته د رسېدو نه پاتې شوې ده.
د انساني حقونو ډلې وايی ایران کرد "سیاسي قېدي" تېزندي کړو
د انساني حقونو تنظیم اېمېنسټي انټرنېشنل وویل د ابراهیمي د پانسۍ غندنه کوي، دا چې هغه ته سزا په غیر منصفافه مقدمه کې ورکړی شوي چې انحصار يې په تشدد لړلي اعترافي بیانونو و
نړیوال عدالت د روس صدر ولادېمېر پوتین د ګرفتارۍ حکم جاري کړی
د اوکراین خارجه وزیر دميترو کولیبا وویل د انصاف يایه روانه ده. هغه زیاته کړه ماشومانو د پټولو او د نورو جرمونو په سر به د نړیوالو مجرمانو احتساب کولی شي
بلینکن د افراطیت خلاف د نایجیر له مبارزې سره د مرستې ژمنه وکړه
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نایجیر ته د سفر په مهال ژمنه کړې چې له افراطیت سره د مبارزې او بې ځایه شویو خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې د دې هیواد د هڅو ملاتړ کوي.
لاهور های کورټ د ترهګرۍ په اتو مقدمو کې د عمران خان ضمانت منظور کړو
د مقدمې د اورېدلو په مهال د لاهور های کورټ جج جسټس طارق سلیم وویل چې د عمران خان د ګرفتارۍ دپاره امر جاري کړی شوی و خو عمل پې و نه شو او د دې نه تاثر خپرېږي چې د ریاست واکداري نه شته. جج زیاته کړه چې بیا دې داسې و نه شي
د جرمونو نړیوالې محکمې د اوکراین پر سر د پوتین د نیولو حکم وکړ
د جرمونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) اعلان وکړ چې د اوکرایني ماشومانو د "غیر قانوني ایستلو" په تور د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم کړی دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د روغتیا نړیوال سازمان: د کوویډ۱۹ خطر به سږکال د انفلونزا په څیر شي
د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۶) وویل چې د کوویډ - ۱۹ وبا خطر ښایي سږکال د انفلوونزا ناروغۍ په څیر د خطر کچې ته راټیټ شي.