شاته

 د انساني حقونو ډلې وايی ایران کرد "سیاسي قېدي" تېزندي کړو

د انساني حقونو تنظیمونه وايي ایران د جمعې په ورځ د کرد قوم هغه قېدي تېزندي کړو چې فعالانو سیاسي زنداني بللی و.

د انساني حقونو ډلو په ایران کې سږ کال د تېزندۍ په سزاګانو کې په اضافه هم تشویش څرګند کړو.

په ناروی کې مېشته د ایران هیومن رایټس او هېنګېیو نومې تنظیمونو وویل 43 کلن محي الدین ابراهیمي د شمال مغربي صوبې ازربایجان په ارومیه زندان کې پانسي کړی شو.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه دواړو تنظیمونو وویل هم د جمعې په ورځ په ارومیه زندان کې پېنځه نور کسان د نشئ توکه سره تړلي سزاګانو په سر تېزندي کړی شول.

ابراهیمې په 2017 کې د یوې جګړې وروسته نیول شوی وی چې هغه په کې په پښه لګېدلی و. د هغه د ګرفتارۍ یو کال وروسته ورته د مرګ سزا ورکړی شوه.

په هغه الزام و چې د کالعدم کردستان ډېموکرېټک پارټۍ فعال دی، په ایران کې يې د کرد اکثریت علاقې د خودمختارۍ دپاره مسلح کوښښونه کول او ورته د مسلح بغاوت د راپارولو په الزام سزا ورکړی شوه.

ابراهيمي په هغه لګول شوي الزامات رد کړي وو او د انساني حقونو ډلې وايي هغه صرف عراق نه د سامان راوړلو کار کولو.

په ابراهیمي الزام و چې د کالعدم کردستان ډېموکرېټک پارټۍ فعال دی، په ایران کې يې د کرد اکثریت علاقې د خودمختارۍ دپاره مسلح کوښښونه کول او ورته د مسلح بغاوت د راپارولو په الزام سزا ورکړی شوه
په ابراهیمي الزام و چې د کالعدم کردستان ډېموکرېټک پارټۍ فعال دی، په ایران کې يې د کرد اکثریت علاقې د خودمختارۍ دپاره مسلح کوښښونه کول او ورته د مسلح بغاوت د راپارولو په الزام سزا ورکړی شوه

i

د انساني حقونو ايي اېچ ار او هېنګاو ابراهيمي سیاسي زنداني بللی و او ویلي يې و چې هغه په بند کې په زور د اعتراف بیان ورکړی دی.

د انساني حقونو تنظیم اېمېنسټي انټرنېشنل وویل د ابراهیمي د پانسۍ غندنه کوي، دا چې هغه ته سزا په غیر منصفافه مقدمه کې ورکړی شوي چې انحصار يې په تشدد لړلي اعترافي بیانونو و.

د انساني حقونو ډلې وايي د ابراهیمي د تېزندي کېدلو علامات لیدل شوي وو ځکه چې د هغه کورنۍ ته هغه سره د ملاقات اجازت ورکړی شوی و او هغه قېد تنهایې ته منتقل کړی شوی و.

ايي اېچ ار وویل د زیارت، پنجشنبې، په شپه د ارومیه زندان د دروازې سره ځینو کسانو احتجاج هم کړی و. د هغه زوی نیول شوی دی.

د تېزندي کېدو نه مخکې ابراهیمي ايی اېچ ار ته خط لیکلی و، د هغه ژوند په بچ کولو کې د مرستې خواست کړی و او ویلي يې وو چې په هغه لګول شوي الزامات دروغ دي."

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ارنا خبري ادارې وویل یو قېدي په خرم اباد کې د پولیس افسر د وژلو په سزا تېزندي کړی شو.

ای اېف پي خبري اداره وايي په ایران کې د تېزندۍ په سزاګانو کې د اضافې په اړه تشویش راپارېدلی دی.

د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د ملک په کچه د احتجاجونو په ضد د ایران د حکومت د اقداماتو نه غندنه شوي ده او ای اېف پي وايي د احتجاجونو په سر این څلور کسانو اعدام کړي دي.

د انساني حقونو تنظیمونه وايي په مختلفو الزاماتو خلکو ته د مرګ سزاګانې په ورکولو ایران ولس د احتجاجونو نه ویروي.

ايي اېچ ار وايي ایران سږ کال 144 کسان تېزندي کړي دي.

اېمنېسټي انټرنېشنل د مرګ په سزاګانو تشویش څرګند کړی او وايي د کرد او بلوچ اقلیتي قومونو غړي په خصوصي توګه په هدف کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00