ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


هند د بېلتون غوښتونکو سیکانو مشر ونیو  

د هند پولیسو د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۳ (وري ۴) یو سیک بېلتون غوښتونکی د یو میاشتني اوږد لټون وروسته ونیو، کوم چې په بریتانیا، کاناډا او متحده ایالاتو کې د اوسیدونکو هندي ټولنو ترمنځ د لاریونونو او ورانکاریو لامل شو. 

23.04.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې؛ په افغانستان کې د داعش ډلې په همغږۍ او قوت موندنې په هکله د امریکا د دفاع وزارت ارزونه، ترکیه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې د آزادو رسنیو پرضد اقدامات او د افغانستان د بریالیو ورزشکارانو د مبارزې او د کډوالۍ ژوند په اړه رپوټونه لرو.

23.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

23.04.2023 امریکا غږ

هند او روس خپل منځ کې تجارتي تعلقات لا مضبوطه کول غواړي

واشنګټن  - د هند د تاجرانو او سرمایه کارانو یوه پنځوس (۵۰) کسیزه ډله سر د ګل/دوشنبې څخه، روس ته خپله څلور ورځېنۍ دوره پیلوي. په اوکراین باندې د روس د حملې نه پس د ماسکو او نوې ډیلي ترمنځ اقتصادي تعلقاتو وده وکړه او اوس دواړه اړخونه په دې لټه کې دي چې دا تعلقات لا پسې مضبوطه کړي. د روس نایب وزیراعظم ډېنیس مانټوروف څو ورځې وړاندې ډيلي ته په دورې تللی و او هلته د روس او هند وزیرانو د دې خبرې پخلی وکړ چې دواړه ملکونه خپل منځ کې د آزاد تجارت په معاملې باندې هم په خبرو کې دي. د اوکراین د جنګ په حوالې سره چې د روس په برامداتو څه محدودیتونه ولګېدل، روس اوس کوشش کوي چې د آسیایي ملکونو سره خپل تجارت پراخه کړي. په دې وروستو میاشتو کې، هند خپل د ضرورت وړ خام تېل، تر ډېره اندازه د روس نه درامد کړل. د امریکا په مشرۍ مغربي ملکونو چې په روس باندې څه پابندۍ لګولي دي، هند په دې اقدام کې شامل ندی او په اوکراین باندې یې د روس یرغل هم په واضحه توګه ندی غندلی بلکې د جګړې د ختمېدو دپاره یې د مذاکراتو سپارښتنه کړې ده. د دې ترڅنګ، که څه هم مغربي ملکونه د هند نه غواړي چې په تدریج سره د ماسکو نه ځان لېرې کړي، مګر هند د روس سره د خپلو اقتصادي تعلقاتو پراخولو ته ادامه ورکوي. د هندي تاجرانو پنځوس کسیزه ډله چې روس ته روانه شوې ده، په ماسکو او سېنټ پېټرزبرګ ښارونو کې به د روسي تاجرانو او سرمایه کارانو سره ملاقاتونه وکړي. د هند د برامداتي تنظیمونو د فېډرېشن مشر اجی ساهی، وي او اې ته وویل: "مونږ په روس کې فرصتونه ګورو، او همدا وجه ده چې مونږ دا ډله [تاجران] سره راغونډ کړي. دا ډله به د خوراکي موادو او زراعتي پیداوارو په برخه کې هلته د مارکېټونو جاج واخلي." د اجی ساهي په وینا، د دوی هدف دا دی چې سږ کال روس ته د هند د برامداتو اندازه دوه برابره کړي او پنځه بلینه ډالرو ته یې ورسوي. د تجارت ماهرین وایي، دا چې هند د روس نه د خامو تېلو په درامداتو کې ډېره اضافه راوستلې ده، نو د دوو ملکونو تر منځ د تجارت کسر زیات شوی او د دې کسر د پوره کولو په خاطر، هند کوشش کوي چې روس ته خپل برامدات سېوا کړي. د ۲۰۲۱ کال راهیسي، د روس نه هند ته د درامداتو اندازه څلور برابره زیاته شوې او شپږڅلوېښت (۴۶) بلینه ډالرو ته رسیږي، مګر روس ته د هند د برامداتو اندازه صرف قریب درې بلینه ډالره اضافه شوې ده.

23.04.2023 ډیوه

پاکستان کې پښتانه په سیمه کې د نویو پوځي عملیاتو سره مخالف دي 

پاکستان د نویو پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي چې ټاکل شوې په شمال لویدیز کې به اورپکي په نښه کړي، خو د سیمې اوسیدونکي پښتانه وايي دوی لاهم په سیمه کې د پوځ د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو د پراخو عملیاتو حساب کتاب غواړي.

23.04.2023 امریکا غږ

د امریکا د دفاع محکمې پټ‌ اسناد ښایي افغانستان یو ځل بیا د داعش د فعالیتونو په مرکز بدل شوی دی

د امریکا د دفاع د محکمې( پنټاګان) په پټو اسنادو کې افغانستان یو وارې بیا د وسله والې ډلې داعش د فعالیتونو مرکز بلل شوی دی. امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې خپور شوی رپورټ دپنټاګان د پټو اسنادو په اساس وایي چې د صدر باییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدیخوا تر دوؤ کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی. دغه خفیه دستاویزاتو کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي. د واشنګټن پوسټ د رپورټ له مخې د بایډن انتظامیې مخې ته د راغلو دې اسنادو د پخلي کولو نه ډډه کړې ده. په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم لا په سمدستي توګه دې دعوؤ ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو طالبانو په کراتو، کراتو ویلي دي چې افغانستان کې ترهګر تنظیمونه وجود نه لري او نه هم دوی خپله خاوره د کوم بل هیواد په ضد کاریدلو ته پریږدي. رپورټ کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر دامریکا پرضد هم سازشونه کوي. رپورټ کې د پنټاګان دخفیه دستاویزاتو په حوالې ورکولو سره ویل شوي چې داعش په سفارتخانو،کلیساؤ، کاروباري مرکزو او فیفا نړیوال کپ د بریدونو پلان هم جوړوي . د رپورټ له مخې مخې ته راغلو دغو خفیه اسنادو کې افغانستان کې د القاعده یو ځل بیا د فعاله کیدو په باب له هیڅ نه دي ویل شوي. د پنتاګان دا پټ سند ښایي چې دامریکې د دفاع محکمې چارواکو پروسږکال د دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د داعش ډلې د مشرانو له خوا د نهو پلان شوؤ سازشونو په هکله معلومات تر لاسه کړي وو، خو په تېره فبرورۍ کې یې بیا ددې پلان شوؤ سازشونو شمېره پنځلسو ته لوړه شوې وه. سږکال په 23م مارچ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي. افغانستان کې دداعش دفعالیتونو پراخه کیدو په هکله دپنټاګان داپټ سند په داسې حال کې مخې ته راغلی چې هم د روانې میاشتې په پیل کې په افغانستان د واکمنو طالبانو ویاند پخپله یوه مرکه کې دافغانستان دننه دداعش دفعالیتونو پراخیدو دعوې رد کړې وې. دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله دغه مرکه کې چې دافغانستان د دولتي ټي وي د لارې خپره شوې وه، د امریکایي چارواکو هغه وروستي بیانونه رد کړي وؤ چې وایي داعش-خراسان په افغانستان کې زور اخستی او دا به وکولی شي چې د افغانستانه بهر حملی وکړي. مجاهد دا دعوې یوازې پروپګېنډې بللې وې، خو د کوم ځانګړي هیواد نوم یې نه ؤ اخستی چې څوک دا پروپېګنډې کوي. داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

23.04.2023 ډیوه

هند: پولیسو بېلتون پاله مشر امریتپال سېنګهـ د څو هفتو لټون وروستو، ګرفتاره کړ

واشنګټن    - هندي پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بېلتون پاله مشر چې د هند په پنجاب کې یې د سېکهانو دپاره د یو آزاد وطن غوښتنه کوله، ګرفتاره کړ. امریتپال سنګهـ د تېرې میاشتې راهیسې مفروره و او پولیسو یې د موندلو او ګرفتاره کولو هڅې کولې. امریتپال سنګهـ په تېر فبروري میاشت کې هغه وخت په قامي کچه د هند د خلکو پام ځان ته ورواړولو چې د هغه سلګونه پلویان د پنجاب صوبې په اجناله سیمه کې د پولیسو په یوې تهاڼې یرغل وکړ. د هغو سره تورې، سوټي او ټوپک په لاسونو کې و او د خپل یو ملګري د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله. د هندي پنجاب پولیسو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو ټویټ کې وویل چې امریتپال سنګهـ یې د هغې صوبې په موګا نومي ښارګوټي کې نیولی دی. د سېکهانو یو مذهبي مشر، جسبیر سنګهـ راډې وویل چې امریتپال سنګهـ په موګا کې د سېکهانو په یو معبد کې د عبادت کولو وروستو، ځان پولیسو ته تسلیم کړ، چې پولیسو بیا ونیو او ځانه سره یې یووړ. د پولیسو یو افیسر سوک چېن سېنګهـ ګېل وویل چې دوی ته استخباراتي معلومات رسېدلي و چې امریتپال سنګهـ په معبد کې دی، او په همدې اساس یې معبد کلابند کړ. ګېل زیاته کړه: "په تېرو پنځه دېرشو (۳۵) ورځو کې د پولیسو له اړخه پر له پسې جوړو شوو فشارونو، [امریتپال] سنګهـ ته بله لاره نه وه پرېښودلې." د هندي پنجاب دغه امنیتي چارواکي وویل چې پولیس معبد ته دننه ندي ننوتلي، او داسې یې څرګنده کړه چې امریتپال سنګهـ د معبد نه د راوتلو وروستو نیولی شوی دی. ښاغلي ګېل د امریتپال سنګهـ د پلویانو دا دعوه چې ګني هغه ځان پولیس ته تسلیم کړی یا یې سرېنډر کړی، رد کړې ده. د پولیس افېسر وینا ده چې امریتپال سنګهـ له ګرفتاره کېدو وروستو، د پنجاب نه په طیاره کې د هندوستان د شمال ختیځ ایالت، آسام یوې سیمې ته چې ډبروګړهـ نومیږي، لېږدول شوی او د عدالتي کاروائۍ پورې به هلته په حراست کې ساتلی کیږي. امریتپال سېنګهـ دېرش کلن دی، د خپل عمر ډېر وخت یې د هېواده بهر تېر کړی او ځان ته یو سېکهـ تبلیغي وایي. د هند پولیس وایي، هغه او ملګرو یې په پنجاب صوبه کې اختلافاتو ته لمن وهله، د قتل کوشش یې کولو، په پولیسو یې حمله کړې او د پولیسو د کار کولو مخه یې نیوله. هندي چارواکو په پنجاب صوبه کې د زرګونو په شمېر حکومتي ملېشې ځای پر ځای کړي او د امریتپال سېنګهـ  قریب سل تنه پلویان یې هم نیولي دي. د هند په پنجاب صوبه کې پخوا هم په ۱۹۸۰مو کلونو کې خونړی بغاوت شوی و چې په کې د هند د هغه وخت وزیراعظمې اندېرا ګاندهي خپل سر بایلود. هغه د خپل سېکهـ محافظ له خوا په ګولۍ وویشتل شوه. د مېرمن ګاندهي د وژل کېدو نه پس، د هغې هندو مذهبه پلویانو د هند په شمال کې د سېکهانو په ضد بلوا جوړه کړه. د هند په پنجاب صوبه کې قانوندان آشویني ډبي وایي د امریتپال سېنګهـ ګرفتاره کېدل به اوس د پولیسو سره مرسته وکړي چې د هغه بېلتون پاله ډله ختمه کړي. سېکهان په هند کې یو مذهبي اقلیت دی او دوی دعوه لري چې د هندو چارواکو لخوا ورسره تفریقي چلند کیږي. د ۱۹۸۰مو کلونو په بلواګانو کې څه باندې درې زره (۳۰۰۰) تنان د سختدریځو له خوا په هندي پنجاب کې ووژلی شول. هندي ځواکونو تر ۱۹۹۰ کال پورې هغه بغاوت وچقولو او ختم یې کړل. هندي پنجاب د هند د ولقې لاندې کشمیر او همدا راز د پاکستان سره شریکه پوله لري. هند په پاکستان دا تور لګوي چې د باغیانو ملاتړ کوي، هغوی تربیه کوي او وسلې ورکوي، مګر اسلام آباد دا تورونه رد کوي.

23.04.2023 ډیوه

بلوچستان: د بې درکه کسانو د کورنیو غړو د اختر ورځ په سړکونو په احتجاج تېره کړې ده

د اختر په وړومبۍ ورځ د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کې په جبري ډول د لادرکه کړل شوؤ کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهرې شوې او د جبري بې درکیو په لړۍ نه تم کیدو ژورې اندېښنې ښودل شوې دي. دغه احتجاجي مظاهرې د بلوچستان په سرښار کوټه،ګوادر، خضدار، پنجګور او ځېنو نورو سیمو کې د لادرکه کسانو د کورنیو غړو، د بې درکه بلوڅانو د حقونو لپاره په مبارزه بوخت تنظیم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز او بلوڅ طالبعلمانو راجوړې کړې وې. د دي بلوچستان پوسټ ویب پاڼې د رپورټ له مخې د ګوادر په احتجاجي مظاهره کې شریکې میرمن رخسانه دوست ویلي د هغې ورور عظیم دوست د تېرو اتو کلونو نه بې درکه کړل شوی دی او دوی پرله پسې په سړکونو لوغړیږي او د انصاف غوښتنه کوي خو وایي د دومره احتجاجونو باوجود یې ورور خوشې نه کړل شو. په کوټه کې هم د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز او د بلوڅو د یووالي دکمیټې له لوري د پریس کلب مخې ته د جبري بې درکیو پرضد احتجاجي مظاهره او لاریون شوی دی. دغه مظاهرې ته د بې درکه کسانو د کورنیو غړي، د بلوچستان نیشنل ګوند فعالان، طالبعلمان او د بشري حقونو مبارزین ورټول شوي شوي وؤ او هغوی غوښتنه کوله چې په جبر پورته کړل شوي او لادرکه کړل شوي کسان باید خوشې کړل شي. د پاکستان وتلي صحافي حامد میر په ټویټر لیکلي بلوڅ ميندو، لوڼو او خويندو د اختر ورځې د صوبې په ګڼو ښارونو کې په سړکونو تېرې کړې چې د جبري بې درکه کيدو پر ضد غږ پورته کړي. هغه وایي خو په تش په نامه قامي ميډيا د دوی اوښکې او فریادونه نه دي ښودلي. په جبري توګه د تري تم شوو کسانو د قضيو د څېړنې دولتي کمېشن تېرکال د نومبر په میاشت کې پاکستان نه په جبر د لادرکه کسانو شمیره 9035 ښودلې وه. خو د بې درکه کسانو د موندنې لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمانونه اؤ فعالین دا شمیرې تر دې څو چنده لوړې بولي. په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو د حقونو غېر دولتي تنظيم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز چېرمين نصرالله بلوڅ ډيوه ته وېلي وؤ چي کال 2019 او 2020م کې د خلکو په زوره د لادرکه کولو لړۍ يو څه تم شوې وه او ځنې خلک خوشې کړې شوي هم وؤ خو نوموړی وایي اوس په دې وروستي کال نيم کې په دې کې يوځل بيا تيزي راغلې ده. په پاکستان کې د بشري حقونو، پښتنو او بلوڅو لادرکه تنانو دپاره کار کوونکې ډلې د خلکو په زوره د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا نيوکې په بيا بيا رد کړي دي. پوځ دريځ لري چې کېدای شي ورک تنان د بلوڅ بېلتون پاله وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او ېا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

23.04.2023 ډیوه

امینه محمد انتقادونو ته په ځواب کې: د افغان میرمنو حقونو خوندیوب لپاره زمونږ پیوستون ډیر ټینګ دی

د طالبانو د "رسمیت پیژندلو" په اړه د بحث لپاره د یوې غونډې د جوړیدو په هکله د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې میرمن امینه محمد وروستیو څرګندونو ته د پراخو غبرګونونو وروسته میرمن محمد ویلي د افغان میرمنو او نجونو د حقونو خوندیوب په برخه کې یې پیوستون ډیر ټینګ دی.

23.04.2023 امریکا غږ

امریکې له سوډانه خپل ټول سفارتکاران او د هغوی د کورنۍ غړي‌ و ایستل

واشنګټن ــــ امریکې نن سهار وختي د سوډان په ځایي وخت د دې هیواد له سر ښار خرطوم څخه د خپل سفارت ټول کارکوونکي،‌ سفارتکاران او د هغوی د کورنۍ غړي را ایستلي دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پر ټویټر لیکلي چې په خرطوم کې یې پخپل سفارت کې کارونه درولي او خپلې ټوله امریکایي عمله یې له خپلو کورونو سره را ایستلې ده: "موږ د امریکایي وګړو د تحفظ لپاره په پلان جوړولو کې مرستې ته دوام ورکوو. موږ به د ډزبندۍ پراخولو ته هم دوام ورکړو چې د سوډان خلکو ته د نور زیان مخه ونیول شي". د سوډان د رېپیډ سپوټ فورسز یا بیړنۍ مرستې ځواکونو کمانډ پر ټویټر لیکلي چې د انخلا په بهیر کې یې له امریکایي ځواکونو سره همږغي کړې وو او "په شپږو الوتکو کې د سفارت کارکوونکي او د کورنۍ غړي یې نن سهار وختي را وایستل شول". د رویټرز خبري ایجسنۍ هم د موضوع په هکله د یو خبر تن په حواله لیکلي چې امریکایي سفارتکاران او د کورنۍ غړي یې له خرطومه ایستل شوي. له سوډانه امریکایي وګړي په داسې وخت وتلي چې د پوټونو له مخې د سوډان د وسوالو ځواکونو د کمانډر جنرل برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو د قوماندان جنرل محمد حمدان داګلاو د وسلوالو تر منځ په خرطوم کې نښتې بیا پيل شوې دي. د کوچني اختر د رخصتو په ورځو کې د ډزبندۍ اعلان شوی وو خو د وي او اې یو خبریال چې د سوډان په پایتخت کې دی ویلي چې د ورځې په پای کې یې د سختې جګړې غږونه اورېدلي دي او داسې ښکاري چې جګړه یو ځل بیا پیل شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د جګړې له پیله د سوډان د دواړو جنرلانو سره څو ځله خبرې کړي او په ټول هیواد کې یې ترې د کوچني اختر د رخصتیو د پای ته رسېدو پورې د اوربند غوښتنه کړې ده. ښاغلي بلینکن د تیرې پنجشنبې- زیارف په ورځ د وزیرانو په یوه ځانګړې غونډه کې برخه واخیسته چې مشري یې د افریقایي اتحاد د کمیشن مشر موسي فاکي کولې. د سوډان د وسلوالو ځواکونو قوماندان د شنبې- خالي په ورځ وويل د هېواد په سر ښار خرطوم او د ښار په مهم هوایي ډګر کې د جګړې له دوام سره سره د هغو هڅو په همغږۍ بوخت دی چې په پوځي الوتکو کې له دغه هېواده د امريکا، برتانيې، چين او فرانس سفارتکاران وباسي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په خرطوم او شاوخوا سیمو کې د دغې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له 400 ډېر کسان وژل شوي او تر 3,500 ډېر نور ټپیان شوي دي. بهرنيو هېوادونو له سوډانه د خپلو وګړو او سفارتکارانو د ايستلو هڅه کړې، خو داسې ښکاري چې د ايستلو بهیر ډېر خطرناک دی، ځکه چې د خرطوم د استوګنې سيمو په ګډون په مختلفو ځایونو کې د پوځ او ملېشو تر منځ سختې نښتې روانې دي.

23.04.2023 ډیوه

د سومالیې پوځ وایي د الشباب ۱۸ غړي یې وژلي دي

د سومالیې پوځ وایي د شنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي۲) یې د هیواد په لیرې پرتې سیمې کې د الشباب د وسله والې ډلې برید په شا تمبولی او د دې ډلې لږ تر لږه ۱۸ غړي یې وژلي دي.

23.04.2023 امریکا غږ

روسیه په یو بالمثل اقدام کې د جرمني دپلوماتان شړي

د جرمني څخه د روسیې د دپلوماتانو د شړلو سره هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، د شنبې په ورځ اپریل ۲۲ (ثوردوهم) له دغه هیواد څخه د شلو څخه د زیاتو جرمني دپلوماتانو د شړلو خبر ورکړ.

23.04.2023 امریکا غږ

د پاکستان پوځي سرلښکر د اختر وړومبۍ ورځ باجوړ کې په افغان پوله ګمارل شوؤ پوځیانو سره تېره کړې ده

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د اختر په وړومبۍ ورځ (خالي-شنبه) د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې باجوړ ته ورغلی اؤ دغلته یې د افغانستان سره په ګډه پوله ګمارل شوؤ پوځیانو سره د اختر ورځ یو ځائ تېره کړې ده. د پوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د بیان له مخې په دغه موقعه پوځي سرلښکر ویلي، د پاکستان پوځ د خپلو سرحدونو د دفاع کوټلې ولوله لري. هغه ویلي پوځ دخپل هیواد دسلامتۍ باوري کولو لپاره هرې خطرې شنډولو ته هر وخت چمتو دی اؤ دخپلې خاورې دحفاظت نه ورته هیڅ څه مقدس نه دي. جنرال عاصم منیر په دغه موقعه پوځیانو ته خپله وینا کې ویلي باید هغه زړور اؤ تورزن عسکر کله هم له پامه ونه ویستل شي چې دخاورې ددفاع اؤ دترهګرۍ دلعنت ختمولو لپاره یې دخپل ژوند قربانۍ ورکړې دي. باجوړ دافغانستان دپولې سره لګیدلې دخېبر پښتونخوا هغه قبایلي سیمه ده چې وخت په وخت دغلته په امنیتي ځواکونو،سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي. په کال 2014م کې تر ضرب عضب عملیاتو وړاندې پاکستاني طالبان په باجوړ کې زیات فعاله وؤ اؤ دغلته یې باقاعده خپل شرعي عدالتونه هم جوړ کړي وؤ خو وروسته چې په سیمه کې پوځ دترهګرو پرضد عملیات وکړل نو هغه وخت حکومت اؤ‌ پوځ ویلي وؤ چې په سیمه کې یې دقانون واکمني ټينګه کړې ده. په قبایلي ضلعه باجوړ کې په دې وروستیو کې هم ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه اؤ هدفي وژنې شوي چې په هغې کې دګڼو ذمه وارۍ داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې دي. په دې وروستیو کې دسیمې خلکو ددغو بریدونو پرضد احتجاجي مظاهرې اؤ پرلتونه هم کړي دي. تېره اوونۍ په 18اپریل هم په باجوړ کې دترهګرۍ اؤ دخلکو دجبري بې درکیو پرضد دپښتون ژغورنې غورځنګ لخوا یو ستر احتجاج شوی ؤ.

23.04.2023 ډیوه

عمران خان ویلي که حکومت د سپریم کورټ فیصله ونه مني نو ولس به بیا سړکونو ته راوباسي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دحکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان خبرداری ورکړی چې که چرې حکومت د انتخاباتو په هکله د سپریم کورټ فیصله ونه مني نو هغه به قام یو ځل بیا د احتجاج لپاره سړکونو ته راوباسي. خو د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي داسې نه ښکاري چې په 14م مئ به الیکشن وشي ځکه چې وایي عدلیه، پوځ اؤ الیکشن کمیشن لا انتخاباتو ته جوړ نه دي. د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه بینچ په 14م مئ دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی دی خو ددې ترڅنګ یې دا هم ویلي دي چې که چرې سیاسي مشران خپلو کې دانتخاباتو په نېټه متفق شي نو بیا عدالت دانتخاباتو نېټه کې ګنجایش پیدا کولی شي. د خالي- شنبې په ورځ دلاهور په زمان پارک کې دخپل ګوند فعالینو ته وینا کې عمران خان تور ولګولو چې حکومت دسپریم کورټ فیصله نه مني اؤ که چرې داسې وشوه نو دی به قام سړکونو ته راوباسي. هغه واضحه کړه چې څه وخت هم په ولس سړکونو ته د راوتلو اؤ احتجاج پیل کولو لپاره غږ کولی شي. عمران خان وویل هغه په هیواد کې دانصاف اؤ قانون واکمني غواړي اؤ دحقیقي ازادۍ جګړه یې ددې لپاره پېل کړې ده چې ټول دقانون تابع کړي پاکستاني میډیا وایي پرون عمران خان دخپل ګوند دپنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو د سیمه ییزو مشرانو یوه غونډه هم رابللې وه اؤ په دغه غونډه کې یې هغوئ سره دالیکشن په کمپین اؤ په انتخابي جلسو کې دخپل ګډون په اړه مشورې کړې دي. رسنۍ وایي دغې غونډې ته عمران خان دګوند مشرانو ته ویلي چې پنجاب کې دالیکشن کمیشن باید هم د14مئ په اساس پیل کړي ځکه چې انتخابات به هم په دغه نیټه دسپریم کورټ دفیصلې مطابق کیږي. خو دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله په فیصل اباد کې رسنیو سره خبرو کې ویلي هغه ته داسې نه ښکاري چې انتخابات به په 14مئ وشي. رانا ثناء الله وویل حکومت دانتخاباتو په نېټه پي ټي ایي سره خبرو لپاره له خپله اړخه یوه ډله ټاکلې ده اؤ هڅه کوي چې په 26م اپریل تحریک انصاف سره په دې اړوند خبرې وکړي . خو دکورنیو چارو وزیر وویل دعمران خان فطرت دمذاکرات کوونکو نه دی اؤ ددې رویه هیواد دکوم لویې ناورین سره مخ کولی شي. پاکستاني رسنۍ وایي دجمعې په ورځ دمرکزي حکومت استازو سردار ایاز صادق،خواجه سعد رفیق اؤ نورو مشرانو دمخالف ګوند د مهم مشر اؤ دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اسد قیصر سره تماس نیولی اؤ هغه ته یې ویلي چې حکومت یې د دوي دګوند سره په رسمي ډول خبرې کول غواړي. ددې تماسونو په هکله که هرڅو حکومت یا تحریک انصاف ګوند کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو پاکستاني رسنۍ د سرچینو له خولې وایي چې اسد قیصر دحکومتي تماس نه دخپل ګوند عمومي سکتر اسد عمر هم خبر کړی اؤ دواړه خواوې په دې سلا شوي چې په26م اپریل به یې استازي خپلو کې رسمي لیدنه کوي. دپاکستان سپریم کورټ پنجاب صوبه دمئ په 14مه نیټه دانتخاباتو کولو امر کړی خو حکومت غواړي چې ټول هیواد کې باید په یوه ورځ انتخابات وشي اؤ ددې لپاره ددفاع وزارت اؤ الیکشن کمیشن سپریم کورټ ته خواستونه هم کړي وؤ خو سپریم کورټ دغه خواستونه نه دي منلي. دسپریم کورټ مشر قاضي عمرعطا بندیال د اوریدنې په مهال ویلي چې عدالت پنجاب کې دانتخاباتو دنیټې په اړه خپله فیصله نه شي بدلولی خو ویلي یې وؤ چې که چرې سیاسي ګوندونه دانتخاباتو په نیټه خپلو کې متفق شي نو بیا عدالت ګنجایش پیدا کولی شي. دپاکستان په مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ بلاول بوټو زرداري دمذاکراتو په اړه دچیف جسټس په وینا یا ریمارکس سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ مذاکرات دسیاسي ګوندونو خپل معامله ده اؤ څوک پرې د ټوپک په زور مذاکرات نه شي کولی. دپاکستان سپریم کورټ کې به په یوه ورځ دانتخاباتو کولو دقضیې راتلونکې اوریدنه په 27م اپریل کیږي . دسپریم کورټ مشر قاضي په تېره اوریدنه کې ویلي وؤ چې که پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند دسپریم کورټ امر ونه منل شي نو ددې سختې نتیجې مخې ته راتلی شي.

23.04.2023 ډیوه

روس د خپلو سفارتکارانو د ایستل کېدو په جواب کې د جرمني 20 سفارتکاران ایستلي دي

واشنګټن ــــ روس اعلان کړی چې د جرمني تر 20 زیات سفارتکاران له خپل هېواده باسي. د روسي آر ای اې نووستي سرکاري خبري ایجنسۍ وایي کریملین دا پرېکړه د جرمني له خوا د 20 روسي سفارتکارانو د ایستلو په غبرګون کې کړې ده. د رویټرز د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي چې دواړه هېوادونه په دې هڅه کې دي چې خپل کارکوونکي کم کړي او جرمني په دې کې دلچسپي لري چې پر خپله خاوره د روس استخبارات کم کړي. دغه چارواکي رویټرز ته ویلي "نن د روس د سفارت د کارکوونکو تګ له دې مسئلې سره تړلی دی". د جرمني خارجه وزارت دا نه دي ویلي چې څومره روسي سفارتکاران یې له هېواده وتلي دي. د جرمني د بِلډ ورځپاڼې د خبر له مخې په روس کې د جرمني له 90 سفارتي کارکوونکو څخه 34 یې له دې هېواده ایستل کېږي. د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د شنبې- خالي په ورځ‌ په یو بیان کې ویلي، جرمني چارواکو پرېکړه کړې ده چې له جرمني څخه د روس د سفارتي چارو نور ګڼ شمېر کارکوونکي وباسي: "موږ د برلن دا اقدامات په کلکه غندو چې د روس او جرمني د سفارتي اړیکو لړۍ په پرله پسې توګه خرابوي". په بیان کې ویل شوي چې د جرمني سفارتکارانو ایستل یې "جوابي" عمل وو او دا به په ماسکو کې د جرمني د سفارتي چارو د کارکوونکو شمېر په څرګنده توګه را کم کړي. د دواړو هېوادونو اړیکې له هغه راهیسې سړې دي چې روس پر اوکراین یرغل کړی دی، تر دې یرغل مخکې جرمني د روسي تېلو او ګیسو تر ټولو لوی اخیستونکی وو. پر جرمني له دې کبله نیوکه کېده چې اوکراین ته د وسلو په ورکولو کې ځنډ کوي او د جرمني جوړ لیپرډ ټېنکونو په منتقلۍ کې زړه نازړه دی، خو د جنورۍ په پای کې حاضر شو چې کیف ته وسله ولېږي. یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

23.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more