ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

16.03.2023 امریکا غږ

بریتانیا د روسیې او چین په اړه پر خپلې دفاعي تګلارې له سره غور کوي

د روسیې له خوا پر اوکراین یرغل او د چین له خوا رامنځته شویو ننګونو، بریتانیا په دې اونۍ کې د خپلې دفاعي ستراتیژۍ نوې کولو ته وهڅوله. دغه هیواد هڅه کوي چې د ستراتیژیکو ګواښونو او په کور دننه مالي محدودیتونو ترمنځ موازنه رامنځته کړي.

16.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.03.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.03.2023 امریکا غږ

امنیت شورا: طالبانو زموږ توقعات نه دي پوره کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۵) په پرېکړه لیک کې د افغانستان د حاکمیت، استقلالیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یوالي په اړه خپل قوي تعهد بیا تازه کړ.

16.03.2023 امریکا غږ

پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل: نرښځيان حق نه لري چې د ځان د نرښځي ګڼلو فېصله خپله وکړي

اسلام اباد/ واشنګټن ــــ شرعي قانونو ته د کتنې سترې پاکستانۍ ادارې پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل په يوه تازه پرېکړه کې ويلي،  د نرښځيانو په اړه قانون  شرعي جاج یې اخستی او په دې نتيجه رسېدلي چې نرښځیان خپله د ځان د نرښځي ګڼلو د فېصلې حق نه لري. په کال ۲۰۱۸ کې  د نرښځیانو د حقونو قانون د منظورۍ وروسته یو ځل بیا په قانون کې د بدلون بحث پیل شوی دی او د بشري حقونو کارکوونکي وایي  د نر ښځيانو په اړه قانون کې د بدلون لپاره دې د دوي حقونو ته پام وشي. د جماعت اسلامې ګونډ سره تعلق لرونکي سنېټر مشتاق احمد په شمول  د مذهبي ګوندونو څه پارلیماني غړي په قانون کې د بدلون غوښتنې کوي. پر دغه معامله د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز په مشرۍ د روانې میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه  دوه ورځنۍ غونډه شوې ده. ډاکټر قبله ایاز د غونډې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وو په دغه قانون كې يو شمېر داسې مادې او شقونه شامل دي چې د له شريعت سره په ټکر کې دیي کونسل د سنېټر محسن عزيز، سينيټر مشتاق احمد او سينيټر مولانا عبدالغفور حيدري له خوا د وړاندې کړل شويو ترميمي بلونو هم جایزه اخستې او په هغوي کې يې د ترميم تجويزونه کړي دي. د اسلامي نظریاتي کونسل په دغه غونډه کې بحث شوو ټکو په اړه وې او اې ډیوه د اسلامې نظریاتي کونسل د تحقیق د څانګې ډایرکټر جنرل ډاکټر انعام الله سره رابطه وکړه. ډاکټر انعام الله وي او اې ډیوه ته وویل په دغه قانون کې د نرښځیانو تعریف د اصلاح وړ دی. دویم دوی ته د خپلې مرضۍ صنفي شناخت یا په خپله د ځان د نرښځي ګڼلو حق ورکړل شوی دی چې د ده په نظر صیحیح نه دی او د ستونځو لامل کېدای شي. هغوی زیاته کړه چې د سفارشاتو تر مخه دغه خلک خپلې کورنۍ لري او باید کورنۍ د دوی د پالنې او نورې ذمه وارۍ تر سره کړي. د ډاکټر انعام الله تر مخه کونسل د نرښځیانو د ټولنیزو او حقوقي ستونزو په اړه اندېښنې هم  څرګندې کړې او ویې ویل چې د دوی د اساسي بشري حقونو ساتنه باید باوري کړای شي. په غونډه کې د اسلامي نظریاتې کونسل غړو او نورو دیني عالمانو او مشرانو سربېره، د نرښځیانو استازو، ډاکټرانو، حقوقي او ټولنیزو کارپوهانو، د مدني ټولنې فعالینو، د قامي ډېټابېس او رجسټریشن ادارې نادرا او د بشري حقونو وزارت چارواکو هم برخه اخیستې وه. په غونډه کې ګډون کوونکې د نرښځیانو استازې ریم شریف د وي او اې ډیوه سره خبرو کې وویل، پر دغه معامله څه حتمي پریکړه نه ده شوې او ټولو ښکېل اړخونه په دې اړه نورو خبرو ته اړتیا لري. د بشري حقونو مبارز د حکومت څخه د هیواد د عام وګړو په رنګه نرښځیانو د حقونو ورکولو او دغه قانون عملي کولو غوښتنې لري. د بشري حقونو مبارزې فرزانه باري وې او اې ډیوه سره خبرو کې وویل، دغه قانون پارلیمان منظور کړی وو او پر دغه قانون د لږ تر لږ یو کال د ټولو شکیل خلکو او ادارو سره خبرو ورستو منظور کړی شوی وو: "اوس یو ځل بیا دغه معامله رابرسیره کول بې ځایه ده. د پاکستان د عام وګړو په رنګه نرښځیان هم حقونه لري چې باید ورکړی شي. که چېرې دغه قانون په څه نه څه توګه غلط کارول شوی دی نو قانوني ادارې دې د غلط استعمال مخه ونیسي نه چې ټوله قانون متنازع کړی شي". په پاکستان کې نرښځيان نه يوازې د ټولنې په کچه د توپيري چلند سره مخ کېږي بلکې د هغوي خلاف د تشدد پېښې هم مخې ته راځي. د بشري حقونو د څار د نړيوال تنظیم ایمنسټي انټرنېشنل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د اکتوبر کال 2021م او ستمبر کال 2022م تر منځ موده کې نزدې 18 نرښځيان وژل شوي دي چې په اېشيا کې د قتل کړی شوو نرښځیانو تر ټولو زیاته شمېره ده.

16.03.2023 ډیوه

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید شو 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۵) د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره هم وغځوه.

16.03.2023 امریکا غږ

د م م پلټونکي: روس په اوکراین کې پراخ جنګي جرمونه کړي

واشنګټن – د ملګروملتونو د یوې پلټونکې ډلې لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې روس په اوکراین کې پراخ جنګي جرمونه کړي چې په هغو کې قصدي وژنې، شکنجه او د ماشومانو ډیپورټ کول شامل دي. دغه راپور تر ۵۰۰ زیاتو مرکو، د سټلایټ په انځورونو او له بندي‌ خانو او قبرستانونو څخه د لیدنو پر بنسټ جوړ شوی. دا په داسې حال کې چې تمه ده په هېګ کې د جرمونو نړیواله محکمه به د هغو روسي چارواکو نیول وغواړي چې په زوره یې له اوکراین څخه ماشومان ویستي او په ملکي ودانیو یې بریدونه کړي. د اوکراین لپاره د پلټنو خپلواک نړیوال کمېشن وايي، چې روسي ځواکونو په اکراین باندې بې له کوم توپیر او په غیر مناسب ډول بریدونه کړي،‌ ملکیان یې شکنجه کړي‌ او وژلي او د اوکراینیانو د خوندي ساتلو په برخه کې د کافي کارونو په کولو کې پاتې راغلي.‌ په راپور کې راغلي دي، چې "روسي چارواکو د جنګي جرمونو ترڅنګ له نړیوالو بشري قوانینو او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه ګڼې تېروتنې کړي." په وړاندې شویو اسنادو کې هغه تفصیل هم ورکړل شوی چې د روسانو په بندي خانو کې د شکنجه کولو له کومو لارو چارو څخه کار اخیستل شوی چې د بیلګې په توګه قربانیانو ته پکې برقي شارټونه ورکړل شوي او له چتونو څخه ځوړند کړای شوي دي. خو روس د ظلمونو کول او یا په اوکراین کې د ملکي وګړو په هدف کول رد کړي دي.

16.03.2023 ډیوه

له ښوونځیو منع شویو افغان نجونو مدرسو ته مخه کړې ده - راپور

د کابل ښار ته څېرمه په یوه مدرسه کې په کتارونو کې ناستې ځوانې نجونې په دیني زده کړه بوخې دي.

16.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

16.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

16.03.2023 امریکا غږ

اېچ ار ډبلیو: متحده عرب امارات د ۲۰۰۰ نه زیات افغانان په غېرقانوني حراست کې ساتلي

د ۲۵۰۰ نه تر د ۲۷۰۰ پورې افغانان په بل ملک کې د بیا ابادېدو اهلیت د نه لرلو له امله په یو ای ايي کې پاتې دي چې اېچ ار ډبلیو وايي په خودسره توګه حراست کې ساتل شوي دي

16.03.2023 ډیوه

ارمنستان په قره باغ کې د 'ارمنیانو د نسل وژنې' وېره څرګنده کړه 

د ارمنستان حکومت په قره باغ کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په نقش انتقاد کړی او ویلي دي‌ چې په قره باغ کې د ارمنیانو د «نسل وژنې» د مخنیوي لپاره باید له نړیوالې ټولنې څخه مرسته وغوښتل شي.

16.03.2023 امریکا غږ

پوځ وایي جنوبي وزیرستان کې دوه ماشومان په عملیاتو کې خو خلک وایي په ډرون کې وژل شوي

واشنګټن ـــــ‌ د پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د تازه عملیاتو په اړه د پوځ، پي ټي ایم او د ځایي خلکو مختلفې دعوې دي، پوځ وایي د "ترهګرو په ضد عملياتو" کې د اتو ترهګرو په ګډون دوه ماشومان هم وژل شوي، خو پي ټي ایم او ځایي خلک وایي ماشومان په ډرون برید کې وژل شوي دي. د دې برید په ضد نن په ډېره اسماعیل خان ښار کې د ګومل پوهنتون زده کوونکو احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې ده چې د دې پېښې دې پلټنې وشي. دوی په شعارونو کې د وژل شویو ماشومانو له کورنیو سره د انصاف غوښتنه کړې ده. په ډېره اسماعیل خان کې د پي ټي ایم غړي وایي، دوی د دغو ماشومانو په جنازو کې د ګډون لپاره جنوبي وزیرستان ته تللی خو پوځ له سره روغې سیمې را ګرځولي دي. د پي ټي ایم ځايي فعال شېرزاده وي او اې ډیوه ته وویل، پوځ دوی تر جنازې وروسته «ځانګړه» سیمه ته پرېښوول، وایي هلته ځایي خلکو ورته وویل چې "نه په سیمه کې څه جګړه شوې او نه هلته پوځ شته". شېرزاده وایي خلکو ورته وویل چې د شورو- چارشنبې د ماښام له پینځو تر اوو بجو پورې درې هوايي بریدونه وشول، لومړی په مارکیټ باندې وشو چې دغه دوه ماشومان- چې سره د تره زامن دي- پکې و وژل شول. شېرزاد د «ځانګړه» د خلکو له خولې وایي چې دویم برید د ټي ټي پي په پناه ځای باندې وشو، چې پینځه کسان پکې وژل شوي دي، وایي د هغوی په اړه ویل کېږي چې یو ځایي تن دی او څلور نور افغانان دي. پوځ د شورو- زيارت په منځنۍ شپه کې ناوخته په یو بیان کې ويلي چې د جنوبي وزیرستان په «ځانګړه» سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ تر معلوماتو وروسته امنيتي ځواکونو د هغوی خلاف عمليات کړي دي. پوځ په بیان کې ویلي: "د ترهګرو سره نښته شوې چې پکې اته ترهګر وژل شوي او دوه پوځيان ژوبل شوي دي، له بده مرغه د ډزو په تبادله کې دوه ماشومان هم وژل شوي دي". د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر او په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ پر ټویټر د پوځ او ځایي خلکو دواړو دریځ را اخیستی او پر دې پېښه یې خواشیني ښکاره کړې ده: "د جنوبي وزیرستان په «ځانګړه» کې د پوځ په عملیاتو کې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي دي، ځایي خلک دعوه کوي چې دا ډرون وو، دا ښکاره ریاستي ترهګري ده. زموږ په سیمو کې د بې شمېره پوځي عملیاتو حساب نه دی شوی، زموږ خلک په بې رحمۍ سره وژل کېږي". د پوځي تر بيان مخکې هم پر ټولنيزو رسنيو داسې خبرونه خپاره شوي وو چې په جنوبي وزيرستان کې ډرون بريد شوی او دوه ماشومان پکې وژل شوي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په يو ټویټ کې ويلي: "د جنوبي وزيرستان په زنګاړه علاقه کې په يو دوکان د ډرون حمله شوې، د سرا روغه روغتون ته دوه کم عمره ماشومان په ژوبل حالت کې راوړل شوي او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی". دا پېښه په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير تر سفر یوه ورځ وروسته شوې ده، هغه د مارچ پر 14مه دې سیمې ته تللی وو او وروسته پوځ پخپل بیان کې ویلي وو: "نوموړي د ترهګرۍ د ختمولو پورې د ترهګرۍ ضد جګړې دوامداره ساتلو عزم څرګند کړی وو". د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت لوی او واړه عملیات کړي او په هغه کې یې "د ترهګرو" د وژلو دعوې کړې دي خو د مدني حقونو لپاره مبارزه کوونکی پښتون ژغورنې غورځنګ تل تور پورې کوي چې په دغو عملیاتو کې اکثر عام خلک وژل کېږي.

16.03.2023 ډیوه

د اسلام اباد محکمې په توشه خانه کېس کې د عمران خان د نه نیول کېدلو غوښتنه رد کړه

واشنګټن – د اسلام اباد ډیسټریکټ او سېشن کورټ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ‌ د پي ټي آی د مشر عمران خان هغه غوښتنه رد کړه چې د توشه خانې په قضیه کې دې د هغه د نیول کېدو حکم کنسل کړای شي. ډان ورځپاڼې د قاضي ظفر اقبال له خولې راخیستي، چې د عمران خان د نیولو حکم اوس بېرته نه اخېستل کېږي. قاضي اقبال دغه حکمونه په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د ټاکنو کمېشن د هغه ریفرنس اورېدنه کوله چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان پرضد دې د توشه خانې په کېس کې د معلوماتو د پټولو له امله قانوني اقدمات وشي. ټاکل شوې وه چې سېشن کورټ په دې اړه د فیبروۍ په ۲۸ نېټه غونډه ولري خو د هغه وکیل له قاضي څخه په اورېدنه کې د عمران خان د نه راتګ غوښتنه کړې وه ځکه ویل یې چې هغه باید په ګڼو نورو محکمو کې حاضر شي. له خان سره قانوني کاروايي څو ځله مخکې هم ځنډول شوې وه. قاضي بلاخره د مارچ په اومه نېټه له ضمانت نه پرته د هغه د نیولو حکم وکړ او له پولیسو څخه یې وغوښتل چې هغه ونیسي.‌ د پي ټي آی مشر د هغه د نیول کېدو مخه ونیوله او د اسلام اباد هاي کورټ ته یې د هغه د نیول کېدو د لغوه کولو درخواست وړاندې کړ. د اسلام اباد هاي کورټ که څه هم عمران خان ته څه مراعت ورکړ خو ورته یې وویل چې د مارچ په ۱۳ نېټه دې سېشن کورټ ته حاضر شي خو پخوانی وزیر اعظم عمران خان یو ځل بیا اورېدنې ته ولاړ نه شو. د دې په پایله کې قاضي اقبال د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ له ضمانت پرته د هغه د بیا نیول کېدو حکم وکړ او له پولیسو څخه یې وغوښتل چې هغه د مارچ په ۱۸ نېټه محکمې ته راولي. خو دا ځل چې کله پولیس د نهې یا سې شنبې په ورځ په لاهور کې زمان پارک ته څېرمه د عمران خان کور ته ورغلل نو له مقاومت سره مخ شول او د دوو ورځو لپاره د پولیسو او د تحریک انصاف د پلویانو ترمنځ نښتې وشوې.‌ دغه نښتې وروسته له هاغې ودرېدې کله چې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پکې مداخله وکړه‌. په همدې ورځ پي ټي آی د اسلام اباد های کورټ لخوا د هغه د نیول کېدو حکم هم چلنج کړ.‌ محکمې د هغه غوښتنه رد کړه او د پي ټي آی له مشر څخه یې وغوښتل چې محکمې ته حاضر شي او هغه وویل، چې هغه به د مارچ په ۱۸ نېټه اورېدنه کې حاضر شي.‌ په دغه محکمه کې د عمران خان وکیلان خواجه حارس احمد، انتظار پنجهوتا او بابر عوان د عمران خان په استازیتوب حاضر وو او همدارنګه د پاکستان د ټاکنو د کمېشن څخه سعد حسن ورغلی و.

16.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more