ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې د خوراکي توکیو په ګډون د 19 شیانو نرخونه په بره تللي دي

په پاکستان کې دګرانۍ لړۍ نوره هم مخ په بره تللې اؤ ددغه هیواد دشمیر شمیرو دولتي اداره وایي دتېرې یوې اوونۍ په مهال دخوراکي توکیو په ګډون د 19 شیانو نرخونه په بره تللي دي. دپاکستان دشمیر شمیرو د دولتي ادارې په تازه رپورټ کې دملک دننه دکلیزې ګرانۍ کچه 34.96 فیصدي ښودل شوې خو روانه میاشت وړاندې کړل شوي قامي بجټ کې د راتلونکي مالي کال دپاره د ګرانۍ کچه 21 فيصده ټاکل شوې ده. دکومو شیانو نرخونه چې لوړ شوي هغې کې غټه غوښه،نرۍ غوښه، اوړه،چیني ،الوګان،ټماټر،اوګه،دمهمو دال،ډګره وریژې، دلوښو صابون،خلاص پۍ،ماسته اؤ نور شیان شامل دي، دشماریاتو دمحکمې رپورټ وایي په تېره هفته کې د12 توکیو بیعې راټیټې شوې هم دي چې هغې کې ایل پي جي ګیس،دمسورو،چڼو اؤ مهو دال،هګۍ،چرګان،خوراکي تیل اؤ ځینې نور شیان شامل دی خو رپورټ وایي چې د120 توکو بیعې بیا پخپل ځاي پاتې دي. ددې تازه رپورټ نه څرګندیږي چې دپاکستان دننه دکومو وګړو میاشتنې امدن د17 زرو اؤ 733 روپو نه نیولی تر 22 زرو اؤ 888روپو پورې دی،هغوي لپاره دګرانۍ کچه 36.51 فیصدي پاتې شوې ده. رپورټ کې ویل شوي چې ملک کې دتېرې هفتې په مهال دچینو نرخ کې 4.24،دګوړې نرخ کې 2.42فیصدي،داوړه نرخ کې 1.79فیصدي،دماستو نرخ کې1.59فیصدي،ددال ماش نرخ کې 1.25فیصدي،داوګې نرخ کې 1.15 فیصدي اؤ دخلاصو پیو نرخ کې 1.08 فیصدي اضافه شوې ده. همدا شان دایل پي جي ګیس بیعه 4.14 فیصدي، دمسورو ددالو 0.42 فیصدي،د پیازو 7.56 فیصدي،دهګیو 4.86 فیصدي، دسبزیانو دغوړو 1.36 فیصدي، دمهو د دالو  2.04 فیصدي، دچڼو ددالو 1.46 فیصدي او دشړشمو دتیلو بیعې 0.75 فیصدي راټيټې شوې دي.

17.06.2023 ډیوه

له چین څخه د یو ارب ډالرو له ترلاسه کیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې بره تللې دي

دچین نه پاکستان ته نور یو ارب ډالر رسیدلي چې دپاکستان اسټیټ بینک یې هم پخلی کړی دی. اسټیټ بینک ویلي دچین نه دیو ارب ډالرو ترلاسه کیدو وروسته دپاکستان د زرمبادلې سرکاري ذخیرې د پینځوؤ اربو ډالرو نه په بره تللې دي. تر دې وړاندې دقامي اسمبلۍ دخزانې دقایمه کمیټې غونډې ته دخزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار ویلي وؤ پاکستان ته چې چین ته کومې پیسې ستنوي چین هغه پاکستان ته بېرته ورکوي اؤ دا یو ارب ډالر به نن یا دګل په ورځ پاکستان ته ورکړل شي. پاکستاني رسنۍ وایي دچین چې په پاکستان کومې پیسې ورپورې وې روانه هفته کې ورته پاکستان هغه دخپلې ټاکلې مودې نه مخکې ورستنې کړې وې اؤ چین هم دغه پیسې بېرته پاکستان ته ورکړې دي. دخزانې وزیر ویلي دبینک اف چاینا نه هم د 30 کروړه ډالرو ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې روانې دي اؤ هیله ده چې د سواپ تړون له مخې به چین پاکستان ته نورې پیسې هم ورکړي. نوموړي ویلي دبجټ تیارولو له امله دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره خبرې اترې یو څه ځنډیدلې دي خو ایي ایم ایف چې پاکستان ته د بهرني فنانسنګ یا مالي همکاریو کوم شرط ایښی دی پاکستان هغه پوره کوي. نوموړي دخزانې قایمه کمیټې ته ویلي دي چې پاکستان پخپلو وسیلو هم پټ اؤ موړ دی اؤ یوازې دګیس پایپ لاین اثاثه یې د50 اربو ډالرو ده. همدا شان دخزانې وزیر ویلي د ریکوډک منصوبې نه هم پاکستان زرګونه اربه ډالر ترلاسه شي. د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان دولتي بینک پخپل رپورټ کې ویلي وؤ د بهرنیو اسعارو ذخیرې یې نورې هم کمې شوي اؤ 4 اربو اؤ 9 کروړو ډالرو ته راکوزې شوې دي. په دغه رپورټ کې دپاکستان د کمرشل بینکونو په ذخیرو کې هم د 11.58 کروړه ډالرو د کمي خبر ورکړل شوی ؤ اؤ ویل شوي وؤ چې اوس د کمرشل بینکونو سره 5.42 اربه ډالر په لاس کې دي. دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د پور د پاتې پیسو ورکولو امکان په ختمېدو دی. په 30م جون د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته دپور د6.5 بلینه ډالرو ورکولو موده په داسې حال کې سرته رسي چې لا هم په دغو پیسو کې پاکستان ته 1.3 اربه ډالر د آی اېم اېف لخوا نه دي ورکړل شوي. مطبوعات وایي په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د25 اربو ډالر ستنول ورپه غاړه دي اؤ که چرې آی اېم اېف ورله پور ورنه کړي نو پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه شي.

17.06.2023 ډیوه

خېبر: د جينکو له سکول څخه په چړو د وژل شوې استازې مړی ترلاسه شوی

د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې د جينکو د يو پرايمري سکول څخه په چړو د وژل شوې استازې مړی ترلاسه شوی دی. پوليس وايي د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.

17.06.2023 ډیوه

قمي: طالبانو د اوبو د کچې معلومولو لپاره له سیمې څخه د یو ایراني ټیم لیدنې سره موافقه کړې

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او کابل کې ددغه هیواد سفیر حسین کاظمي قمي، ویلي، چې د طالبانو حکومت د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره له سیمې څخه د یو ایراني تخنیکي پلاوي د لیدنې سره موافقه کړې ده.

17.06.2023 امریکا غږ

پوتین په بلاروس کې د مسکو اتومي کوپړیو ځای په ځای کیدل تائید کړل

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ جون ۱۶(جوزا ۲۶) په بلاروس کې ددغه هیواد د اتومي وسلو ځای په ځای کیدل تائید کړل او دا اقدام یې د لودیځ لپاره یو خبرداری وګڼه.

17.06.2023 امریکا غږ

د امریکې د انصاف وزارت: د مېنیاپلس ښار پولیس د تور پوستو او مقامي امریکایانو سره د تعصب چلند کړی 

د امریکې مشر سرکاري وکیل یا اټرني جنرل مېرېک کارلېنډ په مېنیاپلس کې خبري غونډې ته وویل د مېنیاپلس د پولیس محکمې ګڼ شمېر افسران په جرات او احترام د خپلې دندې مشکل کار ترسره کوي خو د کومو طریقو او چلند چې مشاهده شوي له امله یې د فلواېډ مرګ هم وشو

17.06.2023 ډیوه

خرم دستګير په نومبر کې د انتخاباتو کېدو هيله مندي ښودلې ده

د پاکستان د توانايۍ مرکزي وزير خرم دستګير د روان کال 2023 د نومبر په مياشت کې په ملک کې د انتخاباتو هيله مندي ښودلې ده، نوموړي دغه خبره ډان انګلش سره په مرکه کې کړې ده.

17.06.2023 ډیوه

د پخواني وزيراعظم عمران خان پخوانی پرنسپل سيکرټري اعظم خان بې درکه شوی

د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران پرنسپل سيکرټري او د خېبرپښتونخوا پخوانی چيف سيکرټري اعظم خان د زیارت په ماښام په اسلام اباد کې بې درکه شوی دی. د اسلام اباد پوليسو ويلي، د اعظم خان د بې درکۍ مقدمه د اغوا يا تښتونې د مادې 365 ت پ لاندې په کوهسار تاڼه کې درج شوې ده.

17.06.2023 ډیوه

سمندري طوفان د پاکستان څخه تېر شوی او د هند په ساحل تمبېدلی دی

پاکستاني چارواکو ويلي، سمندري طوفان بايپر جوای د پاکستان د ساحلي سیمو نه تېر شوی او د هند د ګجرات په سيمه کې د ساحل سره په ټکر شوی دی.

17.06.2023 ډیوه

روس وايي پاکستان ته یې تېل په رعایتي نرخ نه دي ورکړي 

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د اتوار، یکشنبې،‌ په ورځ اعلان وکړو چې د روس د رعایتي تېلو لومړبۍ برخه د کراچۍ بندر ته رارسېدلې ده

17.06.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: سودان کې د جګړو له کبله ۱ ملیون ماشومان بې ځایه شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونسیف) ویلي چې په سودان کې جګړو څه باندې ۱ ملیون ماشومان بې کوره کړي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې ډیری دا ماشومان د جدي خطر سره مخ دي.

17.06.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

17.06.2023 امریکا غږ

صدر پوټن:  روس په بېلاروس کې د اېټمي وسلو د ګمارلو کار شروع کړی

پوټن د روس په سېنټ پيټرز برګ ښار کې د روس اکنامک فورم یا غونډې ته د جمعې په ورځ تقریر کې وویل په موجوده وخت کې روس د اېټمي وسلو استعمال ته ضرورت نه لري

17.06.2023 ډیوه

متحده ایالاتو د اوکراین سره د ۲۰۵ ملیون ډالرو اضافي بشري مرستو ژمنه وکړله

متحده ایالاتو جمعه جون ۱۶ (غبرګولي۲۶) د اوکراین سره د ۲۰۵ ملیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه اعلان کړه چې له مخې به یې دې هیواد ته خوراکي مواد، د څښاک اوبه، سرپناوې او د ژوند نور مهم لوازم برابر شي.

17.06.2023 امریکا غږ

امریکې د اوکراین سره د نور ۲۰۵ مېلین ډالرو امداد اعلان وکړو 

په موجوده مالي کال کې امریکې اوکراین سره په مجموعي توګه د ۶۰۵ مېلین ډالر نه زیات انساني امداد کړی دی. په کال ۲۰۲۲ کې په اوکراین د یرغل راهسې امریکې اوکراین ته د دوه اشاریه یو بېلین ډالرو نه زیات انساني امداد ورکړی دی

17.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more