ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.06.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ به د سویس په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۳مې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه نوی راپور وړاندې کړي. ایا د دې ډول غونډو پایلې به په عمل کې د افغانستان د ښځو د وضعیت د ښه والي سبب شي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

17.06.2023 امریکا غږ

بلینکن:‌ امریکا د چین او سویلي کوریا ترمنځ د اړیکو د پراختیا ملاتړ کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) وویل چې د چین سره د همکارۍ د "سالمو او پخو" اړیکو د پراختیا لپاره د سویلي کوریا د هڅو ملاتړ کوي.

17.06.2023 امریکا غږ

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

17.06.2023 ازادي راډیو

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

17.06.2023 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د شنبې ورځ په خبري خپرونه کې د افغانستان په وضعیت د ملګرو ملتونو او د امریکا د حکومت د تازه راپورونو جزیات خپرو چې د بشري حقونو سرغړونې او په افغانستان کې د انساني قاچاق خطرونو یادونه کوي. ترڅنګ یي د په کاناډا کې د مولانا جلال الدین بلخي د آثارو نندارتون په اړه معلومات هم خپرو.

17.06.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

17.06.2023 ازادي راډیو

یوه موضوع، څو زاویې

یوې تازه څېړنې ښودلې چې افغانستان د هوا د ګرمو څپو له خطر سره مخامخ دی. په اوکراین کې د اوبو د یو بند ویجاړېدل کیدایشي د چاپېریال لپاره خطرناکې پایلې ولري. د یوه موضوع څو زاویې د دې اونۍ په خپرونه کې د اقلیمي بدلون او پایلو ته یې کتنه شوې ده.

17.06.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

17.06.2023 امریکا غږ

په یوګنډا کې د سخت دریځو په برید کې ۳۷ زده کوونکي وژل شوي 

د یوګنډا پوځ او پولیسو د سې شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) وویل چې د اسلامي دولت یا داعش پورې تړلو وسله والو د دغه هیواد په لویدیځ کې یو ښوونځي ته اور اچولی چې له امله یې ۳۷ زده کوونکي وژل شوي دي.

17.06.2023 امریکا غږ

د اړیکو له عادي کیدو وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر لومړی ځل تهران ته تللی 

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د شنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) تهران ته رسیدلیږ دا اوه کلن سیاسي کړکېچ وروسته ایران ته د عربستان د بهرنیو چارو وزیر لومړي سفر کې دی.

17.06.2023 امریکا غږ

تحریک لبیک سره د حکومت تړون، د مذهب د سپکاوي مقدمو کې به د ترهګرۍ دفعه هم اچول کیږي

دپاکستان مرکزي حکومت دیوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان سره تړون لاسلیک کړی چې دمذهب دسپکاوي مقدمو کې  به دترهګرۍ دفعه هم شامولی شي . تړون کې ویل شوي چې دمذهب دسپکاوي مقدمو کې دککړو کسانو پرضد دبې پلوه  مقدمو چلولو له لارې به هغوي خپل انجام ته رسولی شي. د خالي په ورځ‌په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي په دغه تړون کې ویل شوي چې حکومت به په ټولنیزو رسنیو د ګستاخانه موادو د خپریدو مخنیوي لپاره د پلټنو دمرکزي ادارې  (ایف ایي ای )کاري توان سیوا کوي اؤ هم به دغه ادره کې دمذهب دسپکاوي دمخنیوي یوه ځانګړې څانګه پرانستل کیږي . دمرکز حکومت اؤ‌ ټي پي پي ترمنځ په شوې دې لوظنامه دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله اؤ‌ دسیاسي چارو وزیر ایاز صادق لاسلیکونه کړي دي. په دغه تړون کې حکومت دتحریک لبیک پاکستان دمشرانو سره منلې ده چې دسوشل میډیا نه د ګستاخۍ دموادو لرې کولو لپاره به د فلټریشن یا چاڼ کولو نظام لګولی شي . تړون کې ویل شوي دچا پرضد چې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس مقدمه درج کیږي نو په هغې کې به دترهګرۍ دفعه هم اچول کیږي. په یاد تړون کې ویل شوي چې دپاکستان خارجه وزارت به امریکا کې دبندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي دخلاصون لپاره په دریوؤ کاري ورځو کې دننه دامریکې حکومت ته یو لیک استوي اؤ حکومت به دهغې د راخلاصولو لپاره نور هم سنجیده ګامونه اخلي. دتړون له مخې حکومت به دتحریک لبیک پاکستان دمشرانو اؤ فعالانو پرضد ټولې درج سیاسي مقدمې ختموي اؤ هم به دکورنیو چارو وزارت یو خط جاري کوي چې تحریک لبیک پاکستان کوم ترهګر تنظیم نه بلکې یو سیاسي ګوند دی . تړون کې راغلي چې  دمیډیا دڅار دولتي ادارې پیمرا اؤ پي ټي‌ ای چې وخت په وخت ددې تنظیم په اړه کومې اعلامیې خپرې کړې دي هغه به ناچله اعلانوي. په یاد تړون کې تحریک لبیک پاکستان سره ژمنه شوې ده چې دنورو سیاسي ګوندونو په څېر به ورته خپلو فعالیتونو کې بشپړه ازادي ترلاسه وي تحریک لبیک پاکستان یوه تندره ډله ده چې په تېرو وختونو کې پرې حکومت بندیز لګولی ؤ اؤ ددې ډلې نوم یې دناقانونه ډلو فهرست ته ور اچولی ؤ. اپریل کال 2021م کې تحریک لبیک ډلې ملک نه دفرانس دسفیر د ویستلو لپاره داړي ګړي ډک احتجاجونه کړی وؤ چې دحکومتي شمیرو له مخې په دغه احتجاج کې 8پولیس عسکر وژل شوي اؤ د600نه زیات نور ژوبل شوي وؤ چې بیا حکومت په دغه تندروه ډلې بندیز ولګولو. خو کله چې یې بیا هم ددغه کال دنومبر په میاشت کې دیادې ډلې نوم دقانونه ډلو دفهرست نه وویستلو نو په حکومت سخت ټکونه وشول چې دامن لپاره غږ پورته کوونکي خلک زندانونو ته اچوي خو برعکس بیا دټي ټي پي پشان دخونړیو ډلو اؤ دتحریک لبیک په څېر متشدده تنظیمونو سره مذاکرات کوي اؤ دهغوي مشران له بنده خلاصوي. د خالي په ورځ اسلام اباد کې دتحریک لبیک یو مشر شفیق امیني سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دغه تندروې ډلې سره دشوي تړون نه دفاع کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دناموس رسالت تحفظ دهر مسلمان دایمان برخه ده. هغه ویلي چې دمذهب دسپکاوي دمخنیوي لپاره حکومت دتحریک لبیک سره په مشوره یوې تګلارې ته رسیدلی دی اؤ په دې سلا شوي دي چې څنګه به دداسې ناوړه پېښو مخه نیول کیږي.  مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی. څېړونکي وایي پاکستان کې اکثره وخت دمذهب دسپکاوي قانون څخه ناسمه استفاده کیږي اؤ ځینې خلک دشخصي خوابدۍ په اساس په نورو دمذهب دسپکاوي تورونه لګوی چې وروسته بیا په عدالتونو کې دمقدمو په مهال‌ دغه تورونه ناسم ثابتیږي . تر اوسه پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په بنیاد ګڼ شمیر خلک دعدالتونو تر شا پاریدلو خلکو وژلي دي. په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده . تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي. د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.

17.06.2023 ډیوه

سیګار: طالبان د امنیتي پلوه د زیاتو ګواښونو سره مخ دي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر " سیګار" وايي، چې طالبان د خپل واک د ساتلو لپاره مخ په زیاتیدونکي ډول د مختلفو ډلو له خوا د امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

17.06.2023 امریکا غږ

دره ادم خیل: د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د ټي‌ ټي پي د دریوؤ وسله والو د وژلو دعوه شوې

امنیتي چارواکي وایي دخېبر پښتونخوا دکوهاټ ضلعې په دره ادم خیل سیمه کې امنیتي ځواکونو  دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو پرضد عملیات کړي چې پکې د درېوؤ وسله والو د وژل کیدو دعوه شوې ده. دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا عملیات د خالي- شنبې په ورځ داستخباراتي معلوماتو په اساس د دره ادم خیل په مکان زرغن خیل سیمه کې شوي دي. سرچینې وایي عملیاتو کې  دټي ټي پي دعبدالرحیم ډلې درې وسله وال وژل شوي دي. چارواکیو ویلي دعبدالرحیم په نوم دپاکستاني طالبانو دا ډله دپېښور په کلیوالو سیمو کې په پولیسو اؤ قانون نافذونکو ادارو ګڼ شمیر بریدونو کې ککړه ده. سرچینې وایي کله چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو نه ګیره تاؤ کړه نو هغوي پرې د درنو وسلو اؤ لاسي بمونو بریدونه وکړل خو وایي پوځ ته په دې نښته کې څه رقم زیان نه دی اوښتی. سرچینو ډیوه ته پېښه کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو د ظفر عرف ظفري ولد غلام صادق، حسن ولد عمران اؤ یو نامعلوم تن په نوم کړې ده سرچینې وایي وژل شوي وسله وال طفر اؤ حسن د دره ادم خیل د زرغن خیل سیمې اوسیدونکي وؤ اؤ د دریم وژل شوي تن تعلق دافغانستان سره دی. د وژل شوي وسله وال ظفري په هکله سرچینو دعوه کړې ده چې هغه دتېرو دوؤ کالو راهسې دټي ټي پي عبدالرحیم ډلې سره ملګری شوی ؤ دپېښور سره نزدې کلیوالو سیمو دره ادم خیل،متنو اؤ شیریکیره کې به یې نه یوازې دخلکو نه بهتې یا قلنګونه غوښتل بلکې په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ ګڼ شمیر بریدونو کې هم ککړ ؤ. پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې لا په سمدستي توګه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي. دره ادم خیل په تېرو وختونو کې دطالبانو یو مضبوط مرکز پاتې شوی ؤ اؤ دغلته به طالبانو باقاعده خپلې ګزمې کولې خو په کال 2014م کې دضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو نه وروسته پوځ دعوه کړې وه چې دا سیمه یې دترهګرو نه پاکه کړې ده. اوس هم وخت نه وخته د دره ادم خیل ترڅنګ دپېښور کلیوالو سیمو کې وسله وال په پولیسو اؤ پوځیانو بریدونه کوي چې په دې بریدونو کې ګڼ شمیر عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. ددې بریدونو زیاتره ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش پغاړه اخلي. د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده. رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي. د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي. د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.

17.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more