ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شېري رحمان: د سمندري طوفان رفتار کم شوی خو په زور کې دی

د پاکستان د موسمياتي بدلون دپاره مرکزي وزيرې شېري رحمان ويلي، د سمندري طوفان [بايپر جوای] رفتار ساحلي سيمو پله کم شوی خو اوس هم په زور کې دی او د کراچۍ نه یې مخه اوښتې ده.

15.06.2023 ډیوه

سپریم جوډیشل کونسل د سپریم کورټ د ججې په توګه د مسرت هلالي د نوم منظوري ورکړه

دپاکستان قضایي کمیشن دپېښور هایکورټ دچیف جسټس مسرت هلالي دسپریم کورټ دججې په توګه دټاکنې منظوري ورکړې ده. دسپریم کورټ دچیف جسټس عمرعطا بندیال په مشرۍ دنهې-سه شنبې په ورځ دسپریم جوډیشل کونسل شوې غونډه کې دسپریم کورټ دججې په توګه دمسرت هلالي دنوم منظوري د کونسل ټولو غړو په ګډه ورکړې ده. دسپریم کورټ دججې په توګه دمسرت هلالي دنوم وړاندیز دسپریم کورټ سینیر جج قاضي فایز عیسا کړی ؤ. مسرت هلالي چې دپاکستان تاریخ کې دپېښور هایکورټ وړومبۍ ښځینه چیف جسټس ده اوس به سپریم کورټ کې هم دخېبر پښتونخوا نه وړومبۍ ښځینه ججه وي. دکونسل لخوا دهغې دنوم دمنظورۍ ورکولو نه وروسته به اوس دسپریم کورټ دججې په توګه دهیواد صدر دهغې دنوم منظوري ورکوي چې دې سره به دپاکستان سپریم کورټ کې دججانو شمیره شپاړسو ته ورسیږي. مسرت هلالي دقانون په میدان کې؟ دپېښور اوسیدونکې 62 کلنې مسرت هلالي دپېښور پوهنتون دخېبر لاء کالج نه دقانون ډګري ترلاسه کړې ده. هغې دکال 1983 څخه په ضلعي عدالتونو کې،بیا په کال 1988 کې پېښور هایکورټ کې اؤ کال 2006م کې دسپریم کورټ د وکیلې په توګه خدمات ترسره کړې دي. هغه دپېښور هایکورټ بار اؤ دسپریم کورټ بار په بیلابیلو عهدو هم پاتې شوې ده. ددې ترڅنګ هغه دنومبر کال 2001م نه تر مارچ 2004م پورې دخېبر پښتونخوا وړومبۍ ښځینه ایډیشنل ایډوکیټ جنرل یا مرستیاله سرکاري وکیله هم پاتې شوې ده. میرمن هلالي په 26م مارچ کال 2013م کې دمرستیالې ججې په توګه دپېښور هایکورټ په ججانو کې شامله شوې وه اؤ بیا په 13م مارچ کال2014م کې دهایکورټ مستقله ججه ټاکل شوې وه. خانداني پس منظر دمسرت هلالي پلار خانمیر هلالي دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ اؤ دباچا خان سره په خدایې خدمتګار تحریک کې هم تر څه مودې پاتې شوی ؤ چې ذکر یې باچاخان پخپل کتاب "زما ژوند اؤ جدوجهد" کې هم کړی دی. خو ځینې تاریخ پوهان وایي چې وروسته بیا خانمیر هلالي دباچاخان دخدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی ؤ اؤ د "افغان جرګه " په نوم یې دڅو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی ؤ . په دغه جرګه کې دخانمیر هلالي سره دنورو لیکوالانو اؤ شاعرانو ترڅنګ دخدایي خدمتګار تحریک غړي اؤ وتلي شاعران عبدالاکبر خان اکبر، میا احمد شاه اؤ میا جعفر شاه کاکا خېل هم ملګري وؤ

15.06.2023 ډیوه

م. م خبرداری ورکړی چې القاعده او داعش په افغانستان کې د ودې په حال کې ده

واشنګټن – داسې شواهد دي چې افغانستان په چټکۍ سره د ترهګریزو فعالیتونو په ځای بدلېږي او د القاعده او داعش سره تړلې ډلې، هم د شمېر او هم د وړتیا له پلوه د ودې په حال کې دي. دغه بوږنونکي ارزونه د ملګروملتونو لخوا په یو نوي خپور شوي راپور کې شوې کوم چې د غړو هېوادونو د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی چې وايي، ترهګرې ډلې د طالبانو تر واک لاندې زیاته ازادي لري او له دې سم کار اخلي. د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې لخوا په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې القاعده او طالبان د ګډ ژوند اړیکې لري او القاعده بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یوی خوندي ځای په نظر ګوري. د دې پر خلاف بیا داعش ډله د طالبانو د نا توانۍ نه په استفادې سره د لېرو پرتو سیمو کنټرول لري او د طالبانو سره له نارضایتي نه په خپلې ګټې کار اخلي. د ملګروملتونو په راپور کې راغلي، "د لوړ پوړو طالب چارواکو پرضد بریدونه د داعش روحیه قوي کوي، له نیمګړتیاو ځان ساتي او نوي کسان ګماري، چې حتی د طالبانو له کسانو څخه هم کار اخلي." په دواړو حالاتو کې د ملګروملتونو په راپور کې راغلي، چې ترهګره ډلو خپل ځای ځایګوټی لوی کړی.‌ القاعده تر دې مخکې داسې ارزول شوې وه چې یو کال مخکې یې په افغانستان کې څو درجنه کسان درلودی خو اوس په افغانستان کې له ۳۰ تر ۶۰ لوړ پوړي چارواکي او ۴۰۰ جنګیالي او د کورنیو ۱۶۰۰ غړي او یو شمېر نوي روزنیز کمپونه لري. د ملګروملتونو د ډېټا له مخې، داعش په افغانستان کې له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې غړي لري او د افغانستان په لږ تر لږه ۱۳ ولایتونو کې کمپونه لري. خو ګڼو امریکايي چارواکو امریکا غږ ته ویلي،‌ چې دوی داسې شواهد نه لري چې دا موندنې تایید کړي. یوه امریکايي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، "دا شمېرې زمونږ د استخباراتي ټولنې له ارزونو سره په مختلفو برخو کې اړخ نه لګوي." یو بل امریکايي چارواکی له تر دې هم پڅ وو او د ملګروملتونو په دې راپور کې د القاعده او داعش ښودل شوې اندازه یې له حقیقت څخه ډېره لېرې وبلله.‌ د جګ پوړو چارواکو په وینا د امریکا استخبارات دا ارزونه کوي چې هلته له څو درجنو کم شمېر د القاهده غړي وي او هلته د القاعده لوړی پوړی چارواکی نشته.‌ امریکا په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د القاعده یو مهم مشر ایمن الظواهري په یو هوايي برید کې وژل و. دغه چارواکي ویلي، القاعده په افغانستان کې ځان ځکه نه دی جوړ کړی چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ‌ کې ووتله." او دا یې هم وویل، چې داسې نه ښکاري چې القاعده دې ګواکې په افغانستان کې روزنیز کمپونه جوړ کړي وي. امریکا هغه استخباراتي معلومات هم رد کړي چې ګواکې د القاعده اوسنی مشر سیف العدل په ایران کې له خپل مرکز څخه وتلی او په ۲۰۲۲ کال کې یې له افغانستان څخه لیدنه کړې او یو امریکايي چارواکی وايي، العدل اوس مهال له افغانستان څخه د باندې اوسېږي.

15.06.2023 ډیوه

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل په مشروط ډول له محرم پرته ښځو ته حج لپاره د تګ اجازه ورکړې ده

دپاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ویلي دفقه جعفریه،مالکي اؤ شافعي له مخې په شریعت کې له محرم پرته هم دښځې حج لپاره دتګ ګنجایش موجود دی. دمذهبي چارو وزارت ته پخپله رایې کې اسلامي نظریاتي کونسل ویلي چې دمحرم پرته دیوې ښځې حج ته دتګ ګنجایش په شرطونو دی. دپاکستان دایکسپریس رسنۍ د رپورټ له مخې دمذهبي چارو وزارت د اسلامي نظریاتي کونسل نه رایې غوښتې وه چې ایا په شریعت کې یوه ښځه له محرم پرته حج ته تللی شي که نا؟ داسلامي نظریاتي کونسل ویاند ویلي هغه ښځه له محرم پرته یوازې حج له تللی شي چې خپل مور اؤ پلار یا هم خاوند اجازه ورکړي. ویاند ویلي که دیوې ښځې سره محرم نه وي نو دفقه حنفیه اؤ فقه حنبلې له مخې په هغې ښځه حج فرض نه دی. رپورټ کې داسلامي نظریاتي کونسل د ویاند له خولې ویل شوي یوه داسې ښځه چې دنورو باوري میرمنو ملګرتیا ورته ترلاسه وي اؤ دسفر اؤ حج په مهال یې دڅه رقم فساد یا خطرې اندېښنه نه وي نو هغه دمحرم نه بغیر هم حج له تللی شي. کونسل دمذهبي چارو وزرات ته ویلي که داسې ښځه د کومې ډلې سره حج ته ځي نو یاد وزارت دې دهغې په اړوند څارنه کوي اؤ ډله کې دشاملو غړو په اړوند دې دقناعت یا ډاډ ترلاسه کولو نه وروسته کومې ښځې ته پرته له محرم حج لپاره دتګ اجازه ورکوي.

15.06.2023 ډیوه

سمندري طوفان بایپر جوای نن د پاکستان او هند سمندري غاړو سره ټکر کیږي

د بایپر جوای په نوم سمندري طوفان نن د زیارت په ورځ دپاکستان دسیند صوبې د کیټي بندر اؤ دهند دګجرات سمندري غاړې سره ټکر کیږي. دچهارشنبې یا شورو په شپه شپه دپاکستان دموسمیاتو محکمې پخپل خبرداري کې ویلي چې دا طوفان دکرچۍ د جنوب لویدیځ نه قابو 310 کلومیټره، دټهټه نه 300 اؤ د کیټي بندر نه په 240 کلو میټره فاصله دی. تېره ورځ بحیره عرب کې د راپورته شوي دې سمندري طوفان مخه دکراچۍ نه یو څه ګرځېدلې وه خو دموسمیاتو محکمې په خبرداري کې ویل شوي چې اوس یو وارې بیا دا طوفان کراچۍ ته رانزدې شوی دی اؤ دکراچۍ دجنوب نه د310 کلو میټره په فاصله دی. دتېر ماسپښین نه راپدیخوا کراچۍ سره ددې سمندري طوفان فاصله 60 کلو میټره کمه شوې ده. پاکستان کې دقدرتي افتونو په مهال مرستندویه ادارې این ډي ایم ای ویلي دسمندري طوفان له امله تهرپارکر،بدین اؤ کراچۍ ډویژنونو کې دباران امکان دی. دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سمندري طوفان نتیجه کې په ممکنه توګه مخې ته د راتلونکي وضعیت په مهال دبېړنیو مرستو کمیټي جوړه کړې ده چې دچاپېریال دبدلون اؤ د اوبو اؤ ایي ټي مرکزي وزیران یې دغړو په توګه اخستل شوي دي. دسیلاب دممکنه بدو اغېزو په مهال خلکو سره دمرستو لپاره دپوځ اؤ رینجرز ځواکونه هم چمتو ساتل شوي دي. این ډي ایم ای وایي تر دې دمه نزدې 75 دمرستې کیمپونه لګول شوي دي اؤ د پوځ ،نیوي اؤ رینجرز ځواکونو په مرسته د ټهټهوسجاول اؤ بدین نه تر اوسه خوا وشا 73 زره کسان خوندي کیمپونو ته منتقل کړل شوي دي. د سمندري طوفان په مهال خلکو ته په احتياطي تدابيرو کې ویل شوي، د طوفان په مهال دې خلک ځانونه خوندي ساتي، په کورونو کې دې بجلي او ګېس بند ساتي، دروازې او کړکۍ دې بندې ساتي، د طوفان له امله بجلي بندېدی شي ځکه اضافي بېټرۍ دې ځان سره وساتي، د اور لګېدو د خطرې له امله دې موم بتۍ نه بلوي. او د طوفان وروسته دې د چارواکو لخوا د سيمو خوندي ګرځولو پس بيرته ستانه شي، اغېزمنو ودانيو ته دې نه ځي، د بجلۍ د ماتو ستنو او تاروانو څخه دې په ډډه اوسي او د ممکنه صحت د خطرو نه دې ځان خبر ساتي.

15.06.2023 ډیوه

امریکايي چارواکي افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور نه تائیدوي

ځینو امریکايي چارواکي د ملګرو ملتونو د راپور هغه موندنې نه تائیدوي چې وايي په افغانستان د القاعده او داعش ډلې فعالیت زیات شوی. دوی وايي داسې شواهد یې نه دي موندلي چې د ملګرو ملتونو دا موندنې تائید کړي.

15.06.2023 امریکا غږ

ټي ټي پي وایي دوه نورې بلوڅ ډلې ورسره ملګرې شوي او بلوچستان کې یې بل خپلسره ولایت اعلان کړی

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وایي دوي خپل تنظیمي نظام لا پسې پراخه کړی دی اؤ بلوچستان صوبه کې یې یو بل خپلسره "ولایت" جوړ کړی دی.  تحریک طالبان پاکستان دچهارشنبې په ورځ  ځان سره د دوو نورو بلوڅو ډلو د شاملولو دعوه هم کړې ده. څېړونکي وايي، تر دېرشو زياتې وسله والې ډلې ټي ټي پي سره يو ځای شوي او دا تنظيم دپخوا په پرتله اوس نور هم پیاوړی شوی دی. دخپل نوي خودسره ولایت دجوړښت دلارې ټي ټي‌ پي د لسیزو راهسې دبیلتون خوښو له لوري د بغاوت سره مخ بلوچستان صوبه کې خپل تنظیم په دوؤ برخو ویشلی دی چې یوه برخه یې دبلوڅانو سیمې دي اؤ بله دږوب اړوند پښتون میشتې سیمې دي . تحریک طالبان پاکستان پخپل یو تازه بیان کې دعوه کړې ده چې په بلوچستان کې دهغوی د نوي ولایت اضافه شوې چې پکې د بلوچستان دوه نوري ډلې ورسره یوځاي شوې دي. د تحریک طالبان پاکستان ترجمان محمد خراساني له نامه سره خپور شوي بیان کې ویل شوي "د بلوچستان صوبې له دوو مختلفو سیمو، قلات څخه داکرم بلوڅ، او کوټي څخه د عاصم بلوچ ډلو، د تحریک طالبان پاکستان امیر مفتي ابو منصور عاصم پر لاس دهجرت او جهاد بيعت کړی اؤ دواړو کسانو د تحريک طالبان پاکستان د شرعي لارې د عملي کولو ژمنه کړې-"  په خبر کې له نورو وسلوالو ډلو په خاصه توګه له بلوڅ وسلوال تنظيمونو څخه غوښتنه شوې چې د ټي ټي پي ملګرتيا دې وکړي۔ دسیاسي او امنیتی چارو څېړونکی او خبريال افتخار فردوس وایي تر اوسه په پاکستان کې تر دېرشو زياتې مذهبي ډلې ټي ټي پي سره يو ځاي شوې دي. ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي تحريک طالبان پاکستان د پخوا په پرتله اوس زيات مضبوط شوی تنظیم دی اؤ په دې کې بلوڅان، سيندیان، پنجابيان اؤ قبايلي طالبان شامل شوي دي. افتخار فردوس وایي" تحریک طالبان مخکې هم په بلوچستان صوبه کې یو ولایت د ”ږوب “ په نوم اعلان کړی و چې مشر يې سربکف مومند ښودل شوی وو، او اوس يې د مکران او قلات ولایت اعلان کړی دی. هغه وایي ټي ټي پي سره يوازې دا دوه ډلې نه دي یو ځاي شوي بلکې له تېرو دریوؤ څلورو میاشتو څخه بیلا بیلې بلوڅ جهادي ډلي له تحریک طالبان سره یوځای کېږي اؤ تراوسه څلور ډلې ورسره یوځای شوي دي ، دافتخار فردوس په خبره ،دا هغه ډلي دي چې پخوا به له (تحريک طالبان افغانستان) سره يو ځای په افغانستان کې، د نېټو او امریکایانو پر ضد جنګېدلې، "دا جهاي بلوڅ دي، دا قام پاله يا بېلتون غوښتونکي ليبرل بلوڅ وسلوال نه دي، په افغانستان کې د افغان طالبانو له راتګ سره دا خلک دلته راغلل او په ټي ټي پي کې شرکت کوي" د ټي ټي پي په جاري شوي بيان کې د دوو تنو نومونه خو مخې ته راوړل شوي خو د هغوی نور شناخت او د ډلو په اړه کوم تفصيل نه دی ورکول شوی۔ څېړونکی او خبريال شهزاده ذولفقار وايي چې دومره خبره کول کافي او موثره نه ده چې له دوی سره دوه ډلې يو ځای شوې دي بلکې دا کتل مهم دي چې څوک او کومې ډلې ورسره يو ځای شوې، ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د شامل شويو کسانو په اړه هیڅ مالومات نشته چې د دوی د ګروپونو نومونه څه دي، تردې دمه څومره موثره پاته شوي دي؟په بلوڅ وسلوال فعاليت کې د هغوی کوم اهميت و؟ اؤ څومره خلک يې ملګري دي؟ "داسي ښکاري چې تحریک طالبان یواځي پر امنیتي ادارو د فشار اچولو لپاره داسي بیان ورکړی دی، دا ممکن چې دا خلک له داعش، سپاه صحابه يا بلې ډلې څخه شامله شوي وي، خو دا کتل ضروري دی چې د دوی کاروايانې له څومره وخته وې، تش خبر جاري کول مهمه ندي، دا يواځې دوه افراد ښودل شوي دي"  د ښاغلي ذولفقار په خبره،"بلوڅ عملي او په ښکاره توګه ډېر آزاد فکره خلک دي او له مذهبي فکر څخه لېري دي، دا ممکن چې دوی تش له يو بل سره په کارروايانو کولو کې مرسته وکړي" هغه وایي که څه هم ټي ټي پي پخوا دعوه کړې وه چې دوه بلوڅ قامپرسته ډلې له دوی سره يو ځای شوې دي، يو خبره ډيره مهمه ده چې په بلوچستان کې د رياست او حکومت له خوا ساتل شوي ځينو وسلوال لښکرونو د تحريک طالبان او نورو مذهبي ډلو د خلکو د ساتلو، پناه ورکولو او له هغوی سره د ملګرتيا په ښکاره اعلانونه کړي دي. ښاغلی فردوس بیا وايي چې د ټي ټي پي سرچينو ورته ويلي چې، داسي نوري ډلي هم شته چې له پنجاب او سيند څخه به له ټي ټي پي سره یوځای کېږي۔  تحریک طالبان پاکستان ډله څه ده؟ تحریک طالبان پاکستان مذهبي تندروه ډله ده چې په کال 2007م کې جوړه شوې ده، دا ډله د پاکستان رياست له لوري ناقانونه او ترهګره ګرځول شوې ده.  له دیوبندي فکر سره تړلې دا وسلواله ډله په افغانستان کې د بېلا بېلو ځواکونو سره د جنګېدلو تر څنګ  په پاکستان کې د پاکستان د پوځ پر ضد وسلوال فعاليت کوي او وايي دوی په پاکستان کې اسلامي او شرعي نظام غواړي۔  په 2007م کال کې له خپل پیل راهیسې، تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په پاکستان کې ترټولو لویه او فعاله وسله واله مخالفه ډله بلل کېږي.  ټي ټي پي په پاکستان کې بېلا بېل لوی او واړه بریدونه منلي خو په کال 2014م کې په پیښور کې د پوځ په یوه ښوونځي آرمي پبلک سکول باندې شوی ترهګریز برید تر ټولو ستر برید ؤ چې 154 تنه پکې وژل شوي وؤ چې لويه برخه يې د ښوونځي د کم عمره ماشومانو زدکونکو وه. پوځ وخت ناوخته ددې تنظيم د غړو اؤ مشرانو د وژلو او دې تنظيم ته د زيان رسولو دعوې کوي۔ ټي ټي پي د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې وخت ناوخته د لويو او وړو چاودنو، ځانمرګي بريدونو او هدفي وژنو پړه مني۔  د پاکستان حکومت سره خبرې  د 2021م کال د اګست په میاشت کې د افغان طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، پاکستان د قبایلي مشرانو، دیني عالمانو او افغان طالبانو په منځګړتوب له ټي ټي پي سره د ښکیلتیا لپاره له ټولو ممکنه لارو د روغې جوړې د هڅې کولو دعوې کړې وې۔ راپورونو دي چې پاکستان د ټي ټي پي د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو  پاکستان ته د راوستلو او دلته دبیا ابادولو وړاندیز پدې شرط سره کړی وؤ چې که ياده ډله د پاکستان اساسي قانون منلو  ته چمتو شي او خپل وسله وال فعاليت پریږدي، پاکستان ورسره خبرو اترو ته تيار دی۔ د افغان طالبانو په مرسته د پاکستان او ټي ټي پي خبرې اترې شوي خو تر دې وخته یې کومې نتيجې ته نه دي راغلي،په ورته وخت کې له دواړو خواؤ څخه دیو بل پرضد د بريدونو او کاروايانو دعوې هم کېږي۔

15.06.2023 ډیوه

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

15.06.2023 امریکا غږ

له پاکستانه غوښتل شوي،‌ چې د خبریالانو په وړاندې د بغاوت بې ځایه تورونه لېرې کړي

واشنګټن – په پاکستان کې په روانه اونۍ کې له پولیسو سره د بغاوت ډېر داسې شکایتونه جمع شوي په کومو کې چې په ګڼ شمېر جلا وطنه خبریالان په دې تورن شوي چې د دولت پرضد بغاوت کوي او پوځ بدناموي. انتقاد کونکي دا په پاکستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو په لاره کې یوه بله هڅه ګڼي. هغه خبریالان چې دا تورونه پرې لګېدلي په امریکا او برتانیه کې کار کوي. اکثره یې په دې وروستیو میاشتو کې د ځان په اړه د امنیتي اندېښنو له امله له پاکستانه تښتېدلي دي. په دغو خبریالانو کې فریلانسر وجاهت سعید خان، شاهین سېهبای چې د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې اېډېټر و او دغه ډول موعید پيرزاده او صابر شاکر چې دواړو په پاکستاني ټي وي چاینلونو باندې د مشهورو سیاسي بحثونو کوربتوب کاوه.‌ د شکایتونو جمع کونکي ځانونه "وطن دوسته کسان" بولي خو انتقاد کونکي پر پوځ باندې تور پورې کوي چې ددې کېسونو تر شا دی. د بې پولې خبریالانو ډلې د خان او سېهبای پرضد باندې لګول شوي تورونه غندلي دي او د پاکستان له سارنوالانو یې غوښتي چې ژر تر ژره دې دغه کېسونه لېرې کړي.‌ د څار ډلې د دغو دوو خبریالانو دفاع کړې او ویلي یې دي، چې دوی "یواځې خبریالي کړې ده." او نور یې څه نه دي کړي. د بې پولې خبریالانو یا ریپورټرز ویدوټ بارډرز (ار ایس اېف) د اسیا پسېفېک څانګې مشر ډنیل باسټرډ ویلي، "غلطي و نه کړئ، ددغو مسخره شکایتونو یواځینۍ موخه دا ده چې دغه دوه خبریالان وویروي او خاموشه کړي." هغه زیاته کړې، "په پاکستان کې د قانون پلي کېدل او تر ټولو لوړ قضايي سیستم خپلواکي هم د پوځ له مداخلې سره له ګواښ سره مخ ده.‌" د خبریالانو په وړاندې دا تورونه په هېواد کې د تاوتریخوالي څخه ډکو لاریونونو سره تړاو لري کوم چې د مې په نهمه نېټه د فساد په تورونو د پخواني‌ وزیر اعظم عمران خان له نیولو سره راپارېدلي وو. لاریون کونکو همدارنګه ګڼ پوځي مرکزونه او سمبولونه ویجاړ کړل چې له امله یې وزیر اعظم شهباز شریف او پوځ د خان په زرګونو پلویان یا د تحریک انصاف غړي ونیول. په نیول شویو کسانو کې ښځې هم شاملې دي. په پوځي ځایونو باندې د بریدونو په تور د پي ټي آی په لسګونو کارکونکي په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي. له هغې راوروسته یادو خبریالانو په یوټیوب شوګانو او ټویټر پوستونو باندې په پوځ باندې له دې امله نیوکې کولې چې د خان ملاتړي یې ونیول او د ادعاو له مخې یې له بندیانو سره د بشري حقونو څخه د تیریو یادونه کوله. پيرزاده په ده باندې لګول شوي تورونه "جعلي او بې بنسټه بللي" او ژمنه یې کړې چې په پاکستان او حتی د امریکا په محکمو کې به یې د خپلو وکیلانو له لیارې چېلنج کړي. پیرزاده په ټویټر لیکلي، "یواځینی هدف دا دی چې په پاکستان کې په بشپړه توګه د رسنیو له ځپلو وروسته اوس له پاکستان څخه د باندې هم خبریالان خاموشه کړي." په پاکستان کې د عمران ریاض خان په نامه یو بل خبریال چې یوه میاشت مخکې د پولیسو لخوا په پنجاب کې نیول شوی و تر اوسه هم لادرکه دی. ار ایس اېف په خپل بیان کې ویلي، "په داسې حال کې چې عمومي ټاکنې به په راتلونکو اونیو کې ترسره کېږي پاکستاني خبریالان دننه په پاکستان او بهر کې د پوځي اسټبلېشمنټ او استخباراتي ادارو لخوا له زیاتېدونکو ځورونو سره مخ دي." د خبریالانو د دفاع امریکا مېشتې کمېټې ویلي،‌ په پاکستان کې زیاتېدونکی سانسور ډېر د اندېښنې وړ دی. د سي پي جې د اسیا د پروګرام ناظمې Beh Lih Yi امریکا غږ ته وویل، "دا د خبریالانو لپاره مهمه ده چې عوام د هېواد له سیاسي حالاتو څخه خبر کړي." هغې وویل، "پاکستاني چارواکي باید د سانسور ښکاره اقدامات ودروي او رسنۍ پرېږدي چې د پولیسو له وېرې او ځورونې څخه پرته په ازاده توګه راپور ورکړي."

15.06.2023 ډیوه

جرمني د اسرائیل تولید دافع هوا سیستم اخیستو لپاره ۵۶۰ میلیون یورو تصویب کړل

جرمني د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (جوزا۲۴) له اسرائیل څخه د اررو-۳ دافع هوا د پرمختللي سیستم د پېرودلو لپاره ۵۶۰ میلیون یورو تصویب کړل چې مخکې له مخکې اسرائیل ته ورکړل شي.

15.06.2023 امریکا غږ

یو امریکایي عسکر په امریکايي ځواکونو د برید لپاره له داعش سره د مرستې هڅه کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (جوزا۲۴) اعلان وکړ چې هغه امریکايي عسکر په خپل جرم اعتراف کړی، چې هڅه یې کړې وه د اسلامي دولت [داعش] ډلې ته معلومات برابر کړي چې په امریکايي ځواکونو باندې برید وکړي.

14.06.2023 امریکا غږ

د ترهګرۍ ضد  ادارې د بلوچستان په چمن ښار کې د ټي ټي پي او ټي جې پي د څلورو غړو د وژلو ادعا کړې

په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد کار کونکې ادارې سي ټي ډي ادعا کړې چې د چمن ښار د ګوري کھول په نامه سیمه کې یې د پټو معلوماتو پر مټ عملیات کړ‎ي. دوی وایي، په ځوابي برید کې یې د تحریک طالبان پاکستان او تحریک جهاد پاکستان  څلور تنه وژلي دي. د سي ټي ډي د ویاند له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، سي ټي ډي د یو نيول شوي ملزم علي محمد عرف چھوٹا قاري په ښونه او معلوماتو د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ګوري کھول سيمه کښې د ترهګرو پر پټنځايونو چاپه ووهله۔ د سي ټي ډي وياند دعوہ کړې، په وژل شويو کسانو کې د مې پر 13  په  مسلم باغ  کې د ایف سي پر مرکزي دفتر /کیمپ په برید کې او د قلعه عبدالله ګرېډ سټیشن پولیس په هدفي وژنې کې لاس درلود. بیان کې راغلي، د مسلم باغ په پېښه کې کارول شوی موټر  یې هم د عملیاتو له ځاي څخه ترلاسه کړی دی. دوی وایي، په عملیاتو کې له وژل شويو وسلوالو څخه ځانمرګي واسکټونه، اټومېټک ټوپکونه، لاسي بمونه او نور ډول ډول وسلې  ترلاسه شوي دي،   پولیس وایي، د پيښې رپورټ د سي ټي ډي کوټي پوليس سټيشن کښي درج کړې شوی، او د نيټ ورک د پاتي غړو د نيولو لپاره یې پلټني پېل کړې دي. ددې پېښي په اړه د رپورټ جوړ‎لو تر وخته تحریک طالبان پاکستان او نه هم د تحریک جهاد پاکستان کوم غبرګون ښودلی.  تحریک طالبان پاکستان په پښتون میشت سیمه کې وخت ناوخته پر امنیتي ځواکونو د پېښو زمه واري مني.  د مې پر 13 په پښتون مېشتې سیمه مسلم باغ کې د ایف سي پر ودانۍ حمله شوې وه چې له 33 ساعتو وروسته د پاکستان د پوځ ویاندي ادارې آي ایس پي آر د پاکۍ  د عمیاتو خبر ورکړی وو۔  ادارې ویلي وو چې دوی په پېښه کې شپږ حمله کونکي وژلي وو. په رپورټ کې د یوه ولسي وکړي په ګډون د 6  امنیتي عسکرو د وژلو خبر ھم ورکول شوی وو. د ھغه برید زمه واري تحریک جھاد پاکستان نومي تنظیم منلې وہ. د سي ټي ډي له لوري د تحریک طالبان پاکستان او ټي جې پي د غړ‎و د وژلو دعوہ پداسې وخت کې شوې چې دوه ورځې وړ‎اندې د تحریک طالبان پاکستان له لوري دعوہ شوې چې د بلوچستان دوو وسلوالو ډلو د ټي ټي پي د مشرتابه پر لاس بیعت کړ‎ی.

14.06.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.06.2023 امریکا غږ

امريکا د بهر هېوادونو نه راغلي خلک د ملک نه د ويستلو د قانون موده غځولې ده

واشنګټن - د ولسمشر جو بايډن حکومت تېره ورځ هغه عبوري قانون د کال 2025م پورې غځولی چې د عملي کېدو له سؤبه يې نزدې درې لکه بهرني وګړي د امريکا نه د ويستلو سره مخ کېدلی شول. دا پناه اخستونکي لا ايمېګرينټس زيات تره د ايل سلوډور، هونډورس، نيپال او نکارګوا اوسېدونکي دي چې د ډانلډ ټرمپ د پاليسۍ په ترڅ کې د ملک نه ويستلی کېدلی شول او د کار اسناد يې منسوخ کېدلی شول. د عبوري تحفظ د حيثيت د پروګرام تر مخه د بايډن حکومت به دې پناه موندونکو لا ايميګرينټس ته اجازت ورکړي چې وکولی شي په قانوني توګه استوګنه ولري او په امريکا کې روزګارونه وکړي. د ملکي امنيت لا هوم لينډ سيکيورټي وزارت سيکرټري اليجاندرو مايورکس په يو بيان کې ويلي: “د عبوري تحفظ د حيثيت د غځولو سره به مونږ وتوانيږو موجودو خلکو چې د ايل سلوډور، هونډورس، نيپال او نکارا ګوا اوسېدونکي دي ته په امريکا کې تحفظ او امنيت ورکړو ځکه چې د موسمي بدلون د وجې دوی نه شي کولی بيرته لاړ شي”. د ټېمپريري پروټېکټېډ سټيټس (ټي پي ايس) په امريکا کې د مستقل اوسېدو پله ګام نه دی خو دا يو قانوني جواز دی چې د اتلس مياشتو پورې دا خلک د ملک نه د ويستلو نه بچ کړي. دا به دې خلکو ته د کار کولو اجازت ورکړي چې په قانوني توګه په امريکا کې پاتې شي او دا موده غځول کېدی هم شي. کانګرس دا قانون په کال 1990 کې بيرته په ځای کړو چې کله يې پرېکړه وکړه هغه خلک چې په خپلو هېوادونو کې يې ژوند خوندي نه وي په امريکا کې تر هغه وخته اوسېدلی او کار کولی شي تر څو ورته ملک اجازت ورکوي. دا وخت شپاړس هېوادونه داسې دي چې د ټي پي ايس د قانون لاندې ورته تحفظ ورکړل کيږي او دغه هېوادونه افغانستان، کيمرون، ايل سلوډور، ايتييوپيا، هيټي، هونډورس، ميانمار، نيپال، نکاراګوا، سوماليه، ساوت سوډان، سوډان، شام، اوکرين، وېنزوېله او يمن دي.

14.06.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more