ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.06.2023 امریکا غږ

بایډن او سوناک: پاکه انرژي او نوې تکنالوژي د ملي امنیت لپاره خورا مهم دي 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د "اتلانټیک اعلامیې" باندې د موافقې خبر ورکړ.

09.06.2023 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

09.06.2023 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

09.06.2023 امریکا غږ

د کاناډا د ځنګلونو د اور لوګي د متحده ایالاتو ختیځ په خړو دوړو پوښلی 

د کاناډا د ځنګلي اورونو لوګي د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) بیا هم د متحده ایالاتو ښارونه په خطرناکه خړو دوړو پوښل شوي وو، الوتنې یې ځنډولې وې او په ازاده هوا کې فعالیتونه یې ګډوډ کړي وو. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دا پیښه د اقلیم د بدلون "سخت یادونه" بللې ده. 

09.06.2023 امریکا غږ

ماروین واینبام: طالبان د یو دولت په څېر چلند نه کوي

د منځني ختیځ د انسټیټیوټ د افغانستان د چارو څېړونکی ماروین واینبام وايي، نړیواله ټولنه د قحطۍ سره مخ افغانانو له امله اړه ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي خو د طالبانو حکومت د یو دولت په څېر چلند نه کوي. 

09.06.2023 امریکا غږ

سي ایس جې غونډه: پاکستان دې له خپل ایین سره سم هر چاته مذهبي ازادي باوري کړي

اسلام اباد / واشنګټن ــــ لاهور کې د اقلیتونو د حقونو د پاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې سنټر فار سوشل جسټس له حکومته غوښتنه کړې چې د پاکستان په ایین کې د اقلیتونو د حقونو د یقیني کولو دپاره دې په 20مه ماده باندې مکمل عمل وکړي. په پاکستان کې د اقلیتونو په حقله څو وارې د امریکې د مذهبي ازادۍ ادارې پخپلو رپوټونو کې ویلي چې دلته دو ته مکمل آزادي نشته او د مذهب د سپکاوي قانون غلط استمال د اقلیتونو پرضد روان دی خو پاکستان دغه شان رپورټونه بې بنیاده ګڼلي دي. سنټر فار سوشل جسټس ادارې په اسلام آباد کې په دې اړه غونډه کړې چې مقصد یې د حکومت نه غوښتنه کول وو چې د پاکستان د ایین په 20مه ماده دې عمل یقیني کړي کوم چې وایي په ملک کې هر چاته په خپل مذهب د عمل کولو مکمل اجازه ده او هر یو مذهب والا دلته د خپل عبادت ځایونه ساتلی شي. د دې ادارې مشر پيټر جیکب وایي، نهه کاله وړاندې د پاکستان سپریم کورټ یو امر کړی وو چې په هېواد کې دې د اقلیتونو د حقونو حفاظت یقیني کړی شي. ښاغلي جیکب  وي او اې ډیوه ته وویل: "نن مونږ جاج آخلو چې آیا په دې امر څه عمل شوی دی، دې سره دلته په پاکستان کې په زوره د مذهب بدلولو او د مذهب د سپکاوي قانون غلط استعمال په حقله هم خبرې شوې دي". امریکې هم څو واري په خپلو رپورټونو کې ویلي دي چې په پاکستان کې مذهبي آزادي نه شته خو د پاکستان حکومت دغه رپورټونه بې بنیاده ګڼي. په غونډه کې شریکې د بشري حقونو فعالې طاهره عبدالله په دې اړه وویل، "خبره د امریکایي رپورټونو نه ده، مونږ ټولو ته معلومه ده دلته څومره مذهبي آزادي ده، مونږ خپله دا آواز پورته کوؤ چې دلته مذهبي اقلیتونو ته مکمل آزادي نه شته نه ورته مکمل حقونه ورکول کېږي".   په دې غوڼده کې دا غوښتنه هم شوې ده چې اقلیتونو د پاره تعلیمي نصاب کې دې هم بدلون رواستل شي ځکه چې وایي په ټول پاکستان کې د دوی ‌ماشومان مجبوره دي چې په تعلیمي ادارو کې اسلامیات مضمون هم ولولي. څېړونکی عبدالرحیم نئیر وایي، اقلیتونه یواځي په اسلامیات ویلو نه دي مجبوره خو وایي په پاکستان کې په مجموعي‌ نصاب کې اسلامي تعلیمات ډیر زیات دي. هغه وي او اې ډیوه ته وویل: "مونږ غواړو اقلیتونو د پاره د هغوی د مذهب په حقله دې هم مضمون او معلومات په نصاب کې شامل کړی شي". په پاکستان کې د بشري حقونو مبارزین او د امریکې رپورټونه هم وايي دلته د مذهب د سپکاوي قانون د اقلیتونو پر ضد غلط استعمالیږي اؤ ددې تورونو په نتیجه کې ګڼ شمېر خلک هم توندروه فکر لرونکو له عدالت پرته وژلي دي. یو بل سیاسي څېړونکی ضیغم خان وایي، د مذهب د سپکاوي د قانون غلط استمال په پاکستان کې ډېر زیات شوی دی: "عدالتونه هم بغیر د څه ثبوت خلکو ته سزا په داسې قضیو کې اوروي، ددې قانون غلط استمال یواځې د اقلیتونو نه خو د مسلمانانو پر ضد هم روان دی". په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون ترمخه په جرم ثابت کېدو د مرګ سزا ده اؤ عدالتونو یو شمېر خلکو ته دا سزا اورولې هم ده خو چرته پرې عمل نه دی شوی. د سوشل جسټس ادارې د رپوټ له مخې په 2022م کال کې په پاکستان کې د 52 کسانو خلاف د مذهب د سپکاوي یا له مذهب سره تړلې مقدمې درج شوې وې او په 2021م کال کې 52 مقدمې درج شوې وې.

09.06.2023 ډیوه

بلوڅان وايي د جبري بې درکيو لړۍ له بلوچستانه د پاکستان نورو برخو ته هم غزېدلې ده

په کراچۍ کې د بې درکه بلوڅانو کورنيو د پرېس کلب مخې د يوې ورځې دپاره د نه خوړو احتجاجي کېمپ لګولی او د يو بې درکه ذاکر مجيد د خوشي کولو غوښتنه یې کوله.

09.06.2023 ډیوه

ژوند په ا مریکا کې - افغانستان ته لومړنی کمپیوټر څه وخت راوړل شو؟

په افغانستان کې د هوایي چلند بنسټ څنګه کېښودل شو او لومړنی کمپیوټر څه وخت او څنګه دغه هیواد ته راغی. د دغو پوښتنو ځواب په افغانستان کې د هوایي چلند د یوه لومړني انجنیر، عبدالمتین کاکړ له ژبې واوری.

09.06.2023 امریکا غږ

بورل: د کاخوفکا بند نړیدل د روسیې کار دی 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل د جمعې په ورځ جون ۹ (غبرګولي ۱۹) وویل، ټول شواهد ښيي چې روسیې د کاخوفکا د بند په ویجاړولو کې لاس درلود.

09.06.2023 امریکا غږ

اسلام اباد: طالبان وايي په مختلفو بهانو د افغانانو نيول د افغانستان او پاکستان په اړيکو منفي اغېزې کوي

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ویلي، پاکستاني چارواکو سره یې په پاکستان کې د افغانانو د نيولو مسله شريکه کړې او زياته کړې یې ده، "په مختلفو بهانو د افغانانو نیول کېدل د دواړوګاونډیو هېوادونو [افغانستان او پاکستان] پر اړیکومنفي اغیزه کوي، باید مخه یې ونیول شي".

09.06.2023 ډیوه

یونیسیف: اندېښمن یو کېدای شي طالبان د غیرسرکاري سکولونو په لکونو افغان ماشومان هم له تعلیمه محروم کړي

واشنګټن ــــ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اندېښنه ښکاره کړې چې کېدای شي د طالبانو حکومت د هغو نړیوالو غیرسرکاري ادارو له خوا په افغانستان کې ماشومانو ته د تعلیم په برخه کې مرستې وځنډوي او وایي دا به شاوخوا پینځه لکه هلکان او نجونې له زدکړو محرومه کړي. د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې یونیسف د جون پر اتمه په یو بیان کې ویلي، دوی د هغو رپوټونو په اړه د نورو معلوماتو په لټه کې دي چې وايي د طالبانو چارواکي نه غواړي بهرنۍ ادارې په مخامخ ډول د تعلیم په برخه کې فعالیت وکړي. د یونیسیف ویاندې سمنټا مورټ رویټرز ته ویلي، "یونیسف د هغو رپوټونو په اړه ژوره اندېښنه لري چې که چیرې نړیوالو غیرسرکاري ادارو ته چې د تعلیم په برخه کې کار کوي، اجازه ورنه کړل شي کېدای شي د درې لکه نجونو په ګډون تر پینځه لکه زیات ماشومان په یوه میاشت کې په کلیوالو سکولونو کې له معیاري تعلیمه محروم شي." د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي د طالبانو د حکومت "د ورکړل شوي ممکنه لارښود په اړه د سپیناوي په لټه کې دي" چې وايي د طالبانو مشرانو یې تر اوسه په اړه په عامه توګه تبصره نه ده کړې. طالبانو په رسمي توګه تر اوسه د خپلې دې نوي امر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د افغانستان یوه ځایي رسنۍ «کابل نَو» وایي، یونیسیف، سېو دي چلډرن او ایکټيډ ACTED ادارو ورته ویلي، دوی ته ویل شوي‌ چې په سرِپل او فاریاب کې د تعلیم په برخه کې کار ودروي. د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې د ښځو څانګې مشرې هیدر بار د طالبانو د دې ممکنه اقدام په اړه پر ټویټر لیکلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له ډېرو ستونځو سره مخ دي: "د طالبانو له خوا مسلسل تعلیم او کار ته د نجونو او ښځو د لاسرسي مخنیوی لا پسې سختېږي. د اوس او د 90 د لسیزې [د طالبانو د پخواني حکومت] تر منځ بنیادي فرق دا دی چې دوی اوس هم جینکۍ ابتدایي سکولونو ته پرېږدي، خو کېدای شي دا هم دوام ونه کړي". یونیسف له هغو 15 ځایي او 12 نړیوالو غیرسرکاري ادارو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا 21 زره کلیوال ښوونځي چلوي. دا سکولونه زیاتره په هغو سیمو کې دي چې د حکومت له خوا رسمي سرکاري ښوونځي نه لري. ددغو سکولونو له لارې افغان استادان په عامو ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب ورښیي. د طالبانو له تازه ممکنه لارښود سره سم به ددغو سکولونو چارې د افغانستان ملي مرستندویه ډلو ته وسپارل شي. ددې نوي لارښود خبر له هغه وروسته ورکړل شوی چې د تېرې یکشنبې- اتوار په ورځ د طالبانو د تعلیم وزارت د یوه ټویټ له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د پوهنې له ولایتي چارواکو سره وکتل. 627 ورځې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او 167 ورځې کېږي چې په پوهنتونونو کې یې هم د نجونو تعلیم ځنډولی دی، خو د نړیوالو او د افغانانو په پرله پسې غوښتنو باوجود هم هغوی لا له تعلیمه محرومې ساتل شوې دي. د طالبانو مشرانو او د تعلیم وزارتونو بیا بیا دعوې کړې دي چې دوی به له خپلې سرکاري بودیجې او اسلامي شریعت سره سم د نصاب په ګډون د اړتیا وړ حالاتو په برابرېدلو سره د نجونو سکولونه بیرته پرانیزي خو تر اوسه یې د خپل پخواني حکومت غوندې د نجونو پر اعلی تعلیم بندیز لګولی دی.

09.06.2023 ډیوه

لکي مروت: وسله واله نښته کې پوليس اهلکار وژل شوی، شمالي وزيرستان کې ماين چاودنې ماشوم وژلی

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د وسله والو سره په نښته کې یو پولیس اهلکار وژل شوی، او د افغانستان سره په پوله ناارامه شمالي وزیرستان کې ځمکني ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی دی. په کوز جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ ضد احتجاجي مظاهره شوې.

09.06.2023 ډیوه

هیدر بار ملګرو ملتونو ته: د طالبانو پر وړاندې غیر اصولي اقدامات به تاسو ته هیڅ په لاس درنکړي

کلیوالي ښځوونځیو کې د طالبانو له خوا د افغان ماشومانو پر زده کړو د بندیز په اړه د اروزنې په باب د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" د اعلامیې وروسته د بشري حقونو د څار د سازمان یوې لوړپوړې چارواکې ویلي، چې د دغې ډلې پر وړاندې غیر اصولي اقدامات به ملګروملتونو ته هیڅ په لاس ورنکړي.

09.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more