ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دسینیټ دسېفران قایمه کمیټۍ نیب نه غوښتي چې دقبایلي ضلعو پرمختیایي پروژو کې د مبینه غبن پلټنې وکړي

د سینیټ د قایمه کميټۍ مشر سینیټر هلال الرحمان ډيوه ته وويل د دوي په خيال دې پروژو کې مالي غبن شوی دی، ځکه يې نېب ته خط ليکلی دی او غواړي چې پلټنې یې وشي

09.11.2022 ډیوه

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

09.11.2022 امریکا غږ

هند وايي روس سره به تجارتي تعلقات نور هم زیاتوي

د اکتوبر په میاشت کې هندوستان تر ټولو زیات تېل د روس نه واخیستل. د دې نه مخکې به هندوستان د سعودي عرب او عراق نه تېل اخیستل. روس نه د هندوستان په تېلو اخیستلو کې ۲۹ فیصد اضافه شوي ده او په نتیجه کې يې د روس او هندوستان په دوه اړخیزه تجارت هم زیات شوی

09.11.2022 ډیوه

روسیه وايي راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه ایزې غونډې کوربتوب کوي

د افغانستان دپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، وايي روسیه د نومبر په شپاړسمه د "مسکو فارمټ" په نوم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د غونډې کوربتوب کوي او  څرګنده کړې یې ده چې پدې غونډه کې د ګډون دپاره طالبانو ته بلنه نده ورکړل شوې. 

09.11.2022 امریکا غږ

امریکا کې د منځمهالو ټاکنو پایلې ښايي ورځې ونیسي - چارواکي

په متحده ایالاتو کې د ټاکنو مسئولین وايي، د سه شنبې د ورځې په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو تر منځ د ډیرې نږدې سیالۍ رسمي پایلې به ښايي څو ورځې وخت ونیسي.

09.11.2022 امریکا غږ

مسکو کې دافغانستان په اړه مشورتي غونډه په16م نومبر راجوړیږي خو طالبان ورته نه دي بلل شوي

د افغانستان په هکله د مسکو فارمېټ غونډه تېر کال د اکتوبر په 20 مه ترسره شوې وه او د افغانستان د سرپرست حکومت د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ پکې د طالبانو پلاوي ګډون کړی و

09.11.2022 ډیوه

نیوزي لینډ ته په ماتې ورکولو پاکستان دټي20نړیوال کپ فاینل ته ورسیدو

د چهارشنبې په ورځ دسډني په کرکټ لوبعالي کې ترسره شوي سیمي فایل کې د نیوزي لینډ کپتان کین ولیمسن دپچې په ګټلو سره وړومبی د بیټنګ پرېکړه وکړه اؤ په ټاکلو 20 اوررونو کې دنیوزي لینډ لوبډلې 152 منډې جوړې کړې اؤ پاکستان ته یې د 153 منډو هدف ورکړو

09.11.2022 ډیوه

د امريکې په مېډ ټرم انتخابات کې د یوې پارټۍ اکثریت هم لا واضحه نه دی

د ووټونو د ورځ نه مخکې د ۴۵ مېلین امریکایانو د ډاک دلارې او یا په خپله ووټونه ورکړي وو. د ځینو څېړونکو اندازه ده چې د سږ کال په مېډ ټرم انتخاباتو کې به د ۱۱۵ مېلین نه زیات کسان برخه واخلي چې د ۲۰۱۸ د منځمهاله انتخاباتو کې د ووټرانو نه زیاته شمېره ده

09.11.2022 ډیوه

طالبانو افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړې

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړي دي. د کابل ښار اوسېدونکې ماریا توتاخېل وايي چې طالبانو لومړی افغان ښځې او نجونې له زده کړې او کار څخه منع کړې، بیا یې د حجاب او سفر بندیز ورباندې ولګاوه او اوس تفریحي پارکونو او حمامونو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي. ماریا زیاتوي، طالبان ښځې د خپل حکومت لخوا اخیستل شوی جنس ګڼي. هغه زیاتوي: "تاسو فکر وکړئ یعنې مېرمنې د دوی په اداره کې زندانیانې دي، د تفریح حق نه لري. تاسو دا په یاد ساتئ له دې وروسته به د دوی بل بندیز دا وي چې حتی مېرمنې له کور نه بهر ته د تګ اجازه هم نه لري. مېرمنې پارک ته د ډاکتر په مشوره ځي، ورته ویل کېږي چې پیاده وګرځه، تازه هوا واخله، دوی د مېرمنو د صحت مخالف دي. له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې لطفاً په طالبانو نور هم بندیزونه ولګوئ." د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوې تازه پرېکړه کې افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړې دي. د حبیب الله ځاځي پارک مرستیال حبیب جان ځاځي ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولانو دوی ته ویل شوي چې نور د مېرمنو پرمخ د پارک ور وتړي. نوموړی وایي چې د طالبانو په دې کار سره دوی ډېر زیات مالي تاوان کوي. هغه وویل: "د امربالمعروف مسوولینو خبر راکړ چې نور ښځې حق نه لري چې پارک ته درشي. په دې خبرې سره موږ ته هم ډېر تاوان رسېږي. موږ دونیم سوه کارکونکې لرو، له دې وروسته مو عواید نور هم کمېږي، موږ مجبوره یو چې پارک وتړو." په ورته وخت کې په کابل کې د یوه ښځینه حمام څښتنه، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وایي چې طالبانو د ښځینه حمامونو په بندولو سره د دوی له خولې هم مړۍ واخیستله. هغې وویل: " کومې پیسې مې چې په حمام کې ګټلې د کورنۍ لګښت مې ورباندې برابراوه، له دې وروسته چا ته لاس ونیسم، زه بل هېڅ عاید نه لرم." د چراغ پوهنتون پخوانۍ رییسې حمیرا فرهنګیار ازادي راډیو ته وویل چې اکثره کسان په کور کې د حمام ګرمولو توان نه لري، دوی ته حمام لوی غنیمت و. هغې وویل: "کومو مېرمنو ته چې په کور کې د حمام کولو سهولت شته، په اوس وخت کې اصلاً حمام ته نه ځي، خو اکثره کورنۍ په دې سړه هوا کې په کور کې د حمام ګرمولو توان نه لري، میندې او ماشومان چېرې حمام وکړي." د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر دا مني چې دوی مېرمنې تفریحي پارک ته له ورتګ څخه منع کړي دي. نوموړی د دې کار لامل ښځو ته د مناسب چاپېریال نشتون ګڼي. هغه وویل: "د خویندو په وړاندې پارکونو ته د تګ په اړه د اوس لپاره ویل کېږي چې نه دې ځي. موږ له تېرو پنځلسو میاشتو دوامداره کوشش کوو چې دوی ته مناسب چاپېریال برابر کړو، خو ځینې مشکلات شته د همغو له امله د اوس له پاره ورته ویل شوي دي، چې پارک ته دې نه ځي." خو حمانونو ته د تګ په برخه کې پر ښځو د لګېدلي بندیز په اړه ښاغلي مهاجر ازادي راډیو ته په لنډ ډول وویل: "اوکې، د اوس له پاره همداسې ویل شوي دي." د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو کابو پنځه لس میاشتې تېرېږي، په دې موده کې تر ټولو زیات محدودیتونه په مېرمنو دي. د طالبانو حکومت دې کړنو په کور دننه او بهر غبرګونونه هم راپارولي دي، خو طالب چارواکو د دغو محدودیتونو په اړه په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

09.11.2022 ازادي راډیو

سوداګر وایي دقانوني کړکیچونو له امله دافغانستان اؤ پاکستان په تجارت بدې اغېزې کیږي

دخیبر پښتونخوا مردان چیمبر اف کامرس او انډسټري له خوا تیره ورځ دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ د تجارت د ودې په اړه مردان کې راجوړې کړل شوې یوې غونډې ته د وینا په وخت ګډون والو د دواړو هیوادونو تر منځه په تجارتي ستونزو رڼا واچوله او غوښتنه یې وکړه چې په حکومتي کچه دې سوداګرۍ ته اسانتیاوې ورکړی شي

09.11.2022 ډیوه

افغان کډوال: د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې په سيند صوبه کې د افغانانو ځورولو مخه ونيسي

د پاکستان په سيند صوبه کې مېشت افغان کډوال وايي، د ستمبر د میاشتې راهسې د افغانستان څخه راغلي او ځینې دلته د وړاندې نه په قانوني توګه مېشت کډوال نزدې 1200 افغانان پولیسو نيولي چې پکې ښځې، ماشومان او هنرمندان هم شامل دي. خو د سیند صوبايي حکومت وايي یواځې هغه کسان نیول کيږي چې قانوني نه اسناد نه لري.

09.11.2022 ډیوه

د خوړو نړیوال پروګرام: اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۵۰ میلیون ډالر مرسته وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د نژدې ۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

09.11.2022 امریکا غږ

عربستان هغه امریکایي میرمن نیولې چې غوښتل یې خپلې لور سره یوځای، هغه هیواد پریږدي

امریکایي چارواکو ویلي دي چې سعودي عربستان یوه امریکایي میرمن چې د یو کال راهیسې یې غوښتل له خپلې لور سره هغه هیواد پریږدي، نیولې ده.

09.11.2022 امریکا غږ

ایران دوه ښځینه خبریالانې د 'دولت ضد تبلیغاتو' له امله تورنې کړې

ایران د سه شنبې په ورځ اکتوبر اتمه (لړم ۱۷) دوه ښځینه خبریالانې د (دولت په ضد تبلیغاتو) تورنې کړې، هغه خبریالانې چې د حکومت ضد سراسري اعتراضونو ته یې خبري پوښښ ورکړی دی.

09.11.2022 امریکا غږ

جنوبي وزیرستان: د پوليسو په تاڼه بريد کې دوه پوليس وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په کوزه جنوبي وزیرستان ضلع کې د پولیسو په يوه تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې دوه پوليس اهلکار وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

09.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more