شاته

دسینیټ دسېفران قایمه کمیټۍ نیب نه غوښتي چې دقبایلي ضلعو پرمختیایي پروژو کې د مبینه غبن پلټنې وکړي

پاکستان د سینیټ د سېفران قایمه کميټۍ په قبايلي ضلعو کې په ترقياتي کارونو کې د غبن په اړه د احتساب ادارې نېب ته خط ليکلی دی۔

په خط کې ليکل شوي چې په مومندو، باجوړ او خېبر ضلعو کې د پاکستان پبلک ورک محکمې په کارونو کې ښکاره غبن اؤ دضابطو څخه سړغړونه شوې ده خو ددغو ضلعو د قامي اسمبلۍ غړو دا تورونه رد کړي دي۔

کميټۍ نېب ته په خط کې ليکلي چې 475 ميلينه روپۍ د مومندو يوولسو پروژو د پاره،750 ميلينه روپۍ دباجوړ د 22 پروژو د پاره اؤ 700 ميلينه روپۍ په خېبر ضلعه کې د پرمختيایي کارونو د پاره مختص کړې شوې وې.

خط کې ویل شوي په دې کې ترنيمایي زياتې روپۍ ويستل شوي دي، خو دغه پېسې د ټهيکو د پاره په ټاکل شوي معيار نه دي ورکړل شوي په دې کې د ځینو فنډونو پېسې په پروژه د کار شروع کولو نه وړاندې ورکړل شوي دي۔

د سینیټ د قایمه کميټۍ مشر سینیټر هلال الرحمان ډيوه ته وويل د دوي په خيال دې پروژو کې مالي غبن شوی دی، ځکه يې نېب ته خط ليکلی دی او غواړي چې پلټنې یې وشي۔

نوموړي وويل دا د هغه سيمو فنډونه دي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ځپل شوي دي او د بنيادي اسانتياؤ نه محرومې دي. "ددې سيمو دخلکو ډير تاوانونه شوي دي په جګړه کې ، دوي ته د پرمختيا د پروژو ضرورت دی خو د منتخبو نماینده ګانو په ذریعه د پاک پي ډبيلو پي په پروژو کې غبن شوی دی"

هلال الرحمان زياته کړه چې زياتې پروژې د څښلو د اوبو او د خېر ښېګړي د نورو کارونو دي۔

د پاک پي ډبيلو پي په کارونو نظر لرونکي خبريال عرفان خان ډيوه ته وويل ددې محکمې په کارونو کې د نورو ټهېکو په څېر روڼوالی نه وي، دغه وجه ده چې منتخب نماينده ګان ددې محکمې په ذريعه کار کوي او خپل کمېشن ته لار هواروي.

"دې کې ان لاین ټهېکې نه اخستل کيږي، منتخب نماینده ګان نېغ په نېغه محکمې ته پېسې ورکړي او بيا هغوئ د محکمې نه خپل کمېشن ترلاسه کړي"

د پاک پي ډبيلو پي چارواکي نذير احمد نه چې کله ډیوه د دریځ معلومولو هڅه وکړه نو هغه د ډيوه د ټیلیفون ته هیڅ جواب يې ونه ویلو او نه يې د وټس اېپ د لارې د شوې پوښتنې ځواب ورکړو۔

دغو دريوؤ واړو ضلعو کې د پاک پي ډبليو پي په ذريعه کارونه د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړو کړي دي۔

د خېبر نه د پي ټې ایي د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپريدي ډيوه ته وويل دوي دغه تورونه ردوي، او که هرڅنګه تحقيقات متعلقه محکمې کول غواړي دوي پلټنو ته تيار دي۔ "که د کومې لارې هم ددې تحقيات کيږي مونږ ورته تيار یو او په دې پروجېکټونو کې هيڅ قسمه کرپشن نه دې شوی"

دې نه وړاندې هم په قبايلي ضلعو کې دلګول شوؤ فنډونو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي اؤ هم په روانو پروژو خلک پوښتنې راولاړوي،.

په قبایلي ضلعو کې د بیلیونونو روپود مصرف کيدو دعوې کيږي خو ځايې خلک وايي په هغه کچه ترقياتي کارونه خپلو سيمو کې نه ویني د کومو چې دعوې کيږيَ۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی