ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالبانو حکومت پاکستان کې د پولیسو له خوا افغان کډوالو سره ناسم چلندغندلی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان په ځینو ښارونو په ځانګړي ډول د سند د ایالت د کراچۍ په ښار کې د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند غندلی او ددغه هیواد څخه یې ژر ددغو اقداماتو د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

10.11.2022 امریکا غږ

بلوچستان کې په پوځي عملياتو، د بلوڅانو وژنو او لا درکه کېدو کې څومره زياتوالی راغلی؟

د لا درکه بلوڅانو تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوچ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې دعوه کړې چې په کال 2021 او په کال 2022 کې د عسکري ادارو په نهه عملياتو کې 85 بلوڅان وژل شوي دي.

10.11.2022 ډیوه

اروپايي ټولنه: د پراخ بنسټه سياسي پروسې لپاره دې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په افغان مېرمنو او نجونو ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتیږي اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه سیاسي پروسې لپاره مهمه ده چې د افغان مېرمنو او نجونو غږ واورېدل شي او حقونه يې ورکړل شي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ مسول جوسف بورل پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په همدې تړاو يې له یو شمېر بهر مېشتو افغان مېرمنو سره کتلي دي. نوموړي لیکلي: "د افغان ښځینه رهبرانو په ناسته کې موږ نن په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه سیاسي پروسې په اړتیا خبرې وکړې، داسې پروسه چې ښځې او نجونې په‌کې مساوي حقونه ولري او بشري حقونو ته په‌کې درناوی وشي." په همدې حال کې د جنسیت او تنوع په برخه کې د اروپايي ټولنې سفیرې سټیلا رونر پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان مېرمنو د ستونزو د اورېدنې په هدف یوه ناسته جوړه کړي. که څه هم نوموړې د دې ناستې دقیقه نېټه نه‌ده ښودلې خو ویلي يې دي چې، په دې ناسته کې چې "د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې غونډه" نومیږي به له افغانستانه او بهر نږدې اویا افغان مېرمنې برخه واخلي. اغلې رونر لیکلي : "خوشاله یم چې له افغانستان او بهره څه باندې ۷۰ افغان مېرمنې دلته دي ترڅو په راتلونکو میاشتو کې د افغان ښځو پر لومړیتوبونو خبرې وکړو. دا ناسته د هغو هڅو برخه ده چې په لړ کې به یې ښځې د خپل هېواد د سیاسي حل لارې یوه برخه شي." د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې لومړۍ غونډه د روان میلادي کال د مارچ په ۱۰مه په بروکسل کې شوې وه، اروپايي ټولنې ویلي دي په هغه غونډه کې افغان مېرمنو د افغانستان په سیاسي پروسه کې خپلې غوښتنې مطرح کړي دي. د افغان ښځو د مشرانو د ټولنې په غونډه کې د افغانستان دننه او بهر افغان مېرمنې ونډه لري او دوی د افغان ښځو او نجونو د ستونزو د حل په هدف خپل وړاندیزونه د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې سره مطرح کوي. د افغان ښځو دا ناسته په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورځ تر بلې پر افغان مېرمنو او نجونو محدودیتونه زیاتوي. له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړل شوي او ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي. دغه شان افغان مېرمنې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه هم نه‌لري او په یو تازه اقدام کې د طالبانو حکومت د افغان ښځو او نجونو په مخ د تفریحي پارکونو او حمامونو دروازې هم تړلي دي.

10.11.2022 ازادي راډیو

امریکا کې هغه کس اعدام شو چې خپله مور یې وژلې وه

د امریکا په تګزاس ایالت کې چارواکو د چهار شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) هغه کس اعدام کړ چې کابو ۲۰ کاله مخکې د خپلې مور په وژلو تورن شوی وو.

10.11.2022 امریکا غږ

کابل: طالبانو ښځې پارکونو ته د ورتلو څخه منع کړي

طالبانو د افغانستان پلازمينې کابل کې د ساعت تیري يا تفريحي پارکونو ته ښځې د ورتلو څخه منع کړي دي، رویټرز خبري ادارې ويلي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ورته تاييد کړې چې په ښځو به پارکونو په ورتګ بنديز خو په دغه اړه یې نور تفصيل نه دی ويلی.

10.11.2022 ډیوه

هند غواړي روسیې سره اقتصادي روابط پراخ کړي

د هند د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) وویل هیواد به یې له روسیې سره اقتصادي روابط پراخ کړي او له هغه هیواد څخه به د تیلو اخیستلو ته دوام ورکړي.

10.11.2022 امریکا غږ

عمران خان د یو بل پوځي افسر د نوم ښکاره کولو ويلي چې د وژلو په پلان کې يې ککړ وو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان بل تور لګولی او ویلي يې دي، د مېجر جنرل فېصل سره يو بل پوځي افسر هم د هغه د وژنې د بريد څارنه کوله او په دغه منصوبه کې شامل وو، زر به د دغه افسر نوم هم ښکاره کړي.

10.11.2022 ډیوه

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع کړی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت په یو تازه اقدام کې تفریحي پارکونو ته د میرمنو تګ منع کړی دی.

10.11.2022 امریکا غږ

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع کړی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت په یو تازه اقدام کې تفریحي پارکونو ته د میرمنو تګ منع کړی دی.

10.11.2022 امریکا غږ

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع کړ

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت په یو تازه اقدام کې تفریحي پارکونو ته د میرمنو تګ منع کړی دی.

10.11.2022 امریکا غږ

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع کړ

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت په یو تازه اقدام کې تفریحي پارکونو ته د میرمنو تګ منع کړی دی.

10.11.2022 امریکا غږ

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع کړ

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزارت په یو تازه اقدام کې تفریحي پارکونو ته د میرمنو تګ منع کړی دی.

10.11.2022 امریکا غږ

بایډن: له خرسون څخه د روسي ځواکونو وتل د روسي پوځ د مشکلاتو ښکارندویي کوي

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهار شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) وویل چې د اوکراین د خرسون له ستراتیژیک ښار څخه د روسي پوځيانو وتل ښکاره کوي چې مسکو د کیف په جګړه کې "واقعي مشکلات" لري.

10.11.2022 امریکا غږ

هغه افغان اروپا کې نیول شوی چې امریکا کې د خپلې ښځې په وژلو تورن و 

د امریکا د واشنګټن ایالت د سپوکن ناحیې پولیس وايي هغه افغان، چې د خپلې ميرمنې په قتل تورن و، په اروپا کې نیول شوی دی او امریکا ته یې د ستنولو هڅې پیل شوې دي. 

09.11.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more