شاته

هند غواړي روسیې سره اقتصادي روابط پراخ کړي

د هند د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) وویل هیواد به یې له روسیې سره اقتصادي روابط پراخ کړي او له هغه هیواد څخه به د تیلو اخیستلو ته دوام ورکړي.

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر سبرهمانیم جی شنکر مسکو ته د سفر پرمهال وویل، د نړۍ د نفتو د دریم ستر مصروفونکي هیواد په توګه یې اساسي دنده ده چې ډاډمن شي هندي مصروفونکي په ښو شرایطو سره نړیوالو بازارونو ته لاسرسی لري.

نوموړي دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر ملاقات وروسته وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر چې د اوکراین له برید وروسته د لومړی ځل لپاره روسیې ته تللی وو، له مسکو سره یې د نوې ډهلي پر اوږدمهاله اړیکو یو ځل بیا ټینګار وکړ او دا اړیکې یې "په استثنایي ډول ثابتې" او د "زمان ازمایښت شوي" اړیکې وبللې.

دغه جګپوړی هندي چارواکی په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې ټاکل شوېده څو ورځې وروسته د امریکا د خزانې وزیره جینت یلن هند ته سفر وکړي او د نورو مسایلو تر څنګ د نفتو د قیمت د سقف د ټاکلو د وړاندیز په اړه هم خبري وکړي.

میرمن یلن په واشنګټن کې د یوې رسنۍ ته وویل چې هند به د غرب له خوا د تیلو د قیمت د سقف له ټاکل کیدو څخه مستفید شي.

د امریکا د خزانې وزیرې پرس ترسټ انډیا ته په خبرو کې وویل:" موږ غواړو چې د روسیې تیل نړیوالو مارکیټونو ته جریان ولري، په مارکیټ کې وي. خو موږ غواړو چې ډاډمن شو روسیه له لوړو قیمتونو څخه چې د جګړې له امله ډیر لوړ شوي، له جګړې ګټه پورته نکړي."

د قیمت د هغه سقف پر اساس چې ټاکل شوېده د ډسمبر په لومړیو کې پلی شي، اروپايي کمپنۍ به په هغه صورت کې د روسیې د خامو تیلو د لیږد او ترانزیت اجازه ولري چې د ټاکل شوي قیمت څخه لاندې وپلورل شي، دا قیمت به د جي اوه هیوادونو په غونډه کې وټاکل شي. ددغه پلان عمده هدف د روسیې د تیلو د قیمت ټیټوالی دی.

ټاکل شوېده میرمن یلن د جمعې په ورځ په هند کې له خپلې هندۍ سیالې نیرمالا ستارامن سره د "امریکا-هند د اقتصادي او مالي مشارکت" په غونډه کې ګډون وکړي.

هند تر اوسه په مستقیم ډول د قیمت د سقف د پلان په اړه نظر ندی ویلي، خو د هغه هیواد د پترولیم او طبیعي ګازو وزیر هاردیپ پوري تیره میاشت ویلي وو چې دا مسله به وڅیړي.

د اوکراین د جګړې راهیسې، هند او چین د روسیې د تیلو ستر پیردونکي دي. په اکتوبر میاشت کې مسکو هند ته د تیلو ستر صاردونکی وو او د عراق او سعودي عربستان څخه مخکې شوی وو. د اوکراین له جګړې مخکې له روسیې څخه واردات یو فیصد وو خو اوس ۲۰ فیصدو ته لوړ شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د خپل سفر پرمهال وویل هیواد یې د جګړې د ختمیدو په هدف ډیالوک او دیپلوماسۍ ته له ستنیدو او له خطر څخه د نړیوال اقتصاد د ژغورلو په هدف له هر ډول نوښت څخه ملاتړ کوي.

د جېشنکر د سفر سره په یو وخت داسې ګنګوسې دي چې کیدای شي هند د جګړې د ختمیدو په هڅو کې یو احتمالي مذاکره کوونکی وي.

نوې ډهلي په روښانه پر اوکراین د روسیې برید ندی غندلی او د ملګرو ملتونو له هغه پریکړه لیک څخه یې هم ځان لیرې ساتلی چې د مسکو برید یې غندلی، خو یاد هیواد په تکرار سره له جګړې سره مخالفت کړی دی.