ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پر طالبانو او د پخواني حکومت پر مشرانو د بندیزونو اغیزې - ۳۰ دقیقې

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پر رئیس او دوو طالب مشرانو د امریکا د بندیزونو اغیزې، د هغو افغان ښځو وضعیت چې تازه له پاکستان څخه وطن ته ستنې شوي او خپلو کورنیو ته د ډوډۍ پیدا کولو مسئولیت لري، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د دیرش دقیقو په خپرونه کې وګورئ.

15.12.2023 امریکا غږ

جیک سولیوان: اسرائیل ته 'مناسبه' نده چې د اوږدې مودې لپاره غزه اشغال کړي

پداسې حال کې چې د جګړې وروسته د غزې د راتلونکې په اړه اټکلونه روان دي د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل دا مناسبه نه ده چې اسرائیل د اوږدې مودې لپاره غزه اشغال کړي.

15.12.2023 امریکا غږ

د امریکا د هوا او فضا له ملي موزیم څخه لیدنه - ژوند په امریکا کې

د ژوند په امریکا کې د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د امریکا د هوا او فضا له ملي موزیم څخه لیدنه کړې او په امریکا کې د هوايي چلند د صنعت او فضايي سفرونو د تاریخ په اړه مو معلومات راټول کړي دي.

15.12.2023 امریکا غږ

ایران کې د وسله والو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي

ایراني چارواکو د جمعې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل، ددغه هېواد د سیستان بلوچستان په ولایت کې د پاکستان پولې ته څېرمه د پولیسو پر یوه پوسته باندې د وسله والو په برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي دي.

15.12.2023 امریکا غږ

چین کې ریل ګاډي ټکر کړی، لږترلږه ۱۰۰ کسان ژوبل شوي

د چین رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هېواد په پایتخت بیجینګ کې یو ریل ګاډي ټکر کړی او له کبله یې ۱۰۲ تنه ژوبل شوي دي.

15.12.2023 امریکا غږ

بریتانیا ته روانه د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې

د فرانسې سمندري ځواکونو ویلي، یوه کښتۍ چې له ۶۰ ډېر کډوال په کې سپاره وو او بریتانیا ته یې د اوښتو هڅه کوله، د پنجشنبې دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) په شپه د فرانسې په کانال کې ډوبه شوې، لږ تر لږه یو کس پکې مړ شوی او د یو بل وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.  

15.12.2023 امریکا غږ

خلیلزاد: پاکستان او طالبان دې د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره سره خبرې وکړي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د ترهګرو ډلو په مسله رامنځ ته شوی کړکیچ د دوحه د هوکړه لیک له مخې مخامخ نشي هواریدلی او په کار دي چې کابل او اسلام اباد په دې اړه سره خبرې وکړي.

15.12.2023 امریکا غږ

په ۲۰۲۴ کال کې به له هرو دریو افغان ماشومانو یو یې کافي خواړه ونلري –راپور

د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې نږدې اته میلیونه ماشومان ( له هرو دریو یو) به په راروان ۲۰۲۴ میلادي کال کې تر بحراني کچې د لوږې سره مخ شي.

15.12.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنه په روسیې باندې نوي بندیزونه لګوي

د اروپايي ټولنې مشرانو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴(لیندۍ۲۳) په اوکراین باندې د یرغل له کبله په روسیې باندې د نویو بندیزونو په لګولو موافقه وکړه.

15.12.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: طالبان ښځې زندان ته استوي چې له تاوتریخوالي څخه یې وژغوري

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) خپور شو، ویل شوي دي‌ چې طالبان ښځې زندانونه استوي چې د جنسیت په اساس یې له تاوتریخوالي او خشونت څخه وساتي.

15.12.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

15.12.2023 امریکا غږ

سپینه ماڼۍ: امریکا د اسرائیل او حماس ترمنځ د جکړې 'ژر تر ژره' بندېدل غواړي

د اسرائيل د دفاع وزیر وايي چې د حماس سره جګړه به څو میاشتې روانه وي، خو سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې ژر تر ژره بندېدل غواړي.

14.12.2023 امریکا غږ

پاکستان د طالبانو حکومت ته: د دیره اسماعیل خان د برید عاملین او د ټي‌ټي‌پي مشران راوسپارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ډیره اسماعیل خان د برید د عاملینو پر ضد "پرېکنده اقدام" وکړي او پاکستان ته دې وسپاري.

14.12.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

14.12.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more