ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

14.11.2023 امریکا غږ

پاکستان څخه د کډوالو د شړلو بهیر - د اشنا د سه‌شنبې خپرونه

د پاکستان په سنا کې د افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړې نیوکې، کلیفورنیا کې د امریکا او چین د مشرانو کتنې ته تیاری، غزه کې د جګړې وروستی حال، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په دې خبري ټولګه کې وګورئ.

14.11.2023 امریکا غږ

افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو نجونو د زده کړو په اړه اندېښنې - اتصال

په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه لاهم دوام لري، د بیرته ستنېدونکو کډوالو نجونو زده کړې به څنګه کېږي؟ د اتصال په خپرونه کې دا موضوع او د افغانۍ د ارزښت لوړېدو اغېز څېړل کېږي.

14.11.2023 امریکا غږ

افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل د کراچۍ بندر کې زرګونه بند پاتې کانټینرونه پرېږدي

افغانستان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو د وارداتي توکو په زرګونو هغه کانټینرونه پرېږدي چې د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

14.11.2023 امریکا غږ

د غزې په ستر روغتون کې ترینګلی وضعیت؛ بایډن له اسرائیل د احتیاط غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې اسرائیلي ټانکونه د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفا دروازو ته رسېدلي او په دغه روغتون کې د ملکي خلکو ژوند ته د ګواښ په اړه اندېښنې ښودل شوي، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پر اسرائیل غږ کړی چې د ملکي خلکو ساتنه وکړي.

14.11.2023 امریکا غږ

ډنمارک د قران په سوځولو باندې په بندیز غور کوي

د ډنمارک پارلمان د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) د داسې قانون په اړه بحث کوي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې د قران د نسخو سوځول جرم وبلل شي.

14.11.2023 امریکا غږ

معترضې ښځې: د ښځو حقونو ته نه پاملرنه د افغانستان له نیم نفوس سره بشري جنایت دی

د افغان معترضو ښځو غورځنګ وايي چې په افغانستان باندې د طالبانو بیا واکمنیدل په دغه هیواد کې په سیستماتیک ډول د ښځو د جنسیت او هویت د حذفولو سبب شوي دي.

14.11.2023 امریکا غږ

بحران نړیوال سازمان: له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل سیمه بې‌ثباته کوي

د بحران نړیوال سازمان له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر په اړه ویلي چې ددغه هیواد د کډوالو د ایستلو پالیسي به سیمه له نورو ګواښونو سره هم مخ کړي.

14.11.2023 امریکا غږ

سرفراز بګټی: اسناد لرونکي افغان کډوال نه وباسو

په داسې حال کې چې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر ستنیدونکو افغان کډوالو سره د دغه هیواد دامنیني منسوبینو ناسم چلند په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي ویلي دي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال نه شړل کیږي.

14.11.2023 امریکا غږ

د برتانیې پخوانی صدراعظم د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی

د برتانیې پخوانی صدراعظم ډیوډ کیمرون دوشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د دې هیواد نوی د بهرنیو چارو زیر وټاکل شو.

14.11.2023 امریکا غږ

د امریکا د حکومت ځینې برخې بیا د تړل کیدو د خطر سره مخ دي

د متحده ایالاتو د حکومت ځیني برخې ښایي د همدې راتلونکي جمعې نومبر ۱۷مه بیا د تړل کیدو د خطر سره مخ شي.

14.11.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو غزې کې د همکارانو وژل کیدو له کبله ټولۍ نړۍ کې خپل بیرغونه نیمه ځوړند کړي و

ملګرو ملتونو دوشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د امریکا د نیویارک په ښار کې د مرکزي دفتر په ګډون په ټولۍ نړۍ کې پخپلو دفترونو کې په غزې کې د دې ادارې د څه باندې ۱۰۰ مامورینو وژل کیدو له کبله بیرغونه نیم ځوړند کړي و.

14.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

14.11.2023 امریکا غږ

انجلینا جولي: له پاکستان څخه د کډوالو شړل د بشري حقونو شاتګ دی - ستاسې غږ

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیره او فلمي ستورې انجلینا جولي له پاکستان څخه د افغان مهاجرو ایستل، د بشري حقونو نه شاتګ بللی دی. ستاسې غږ خپرونه کې د پاکستان برسېره د ایران او ترکیې نه د افغان کډوالو په ایستلو خبرې کوو. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

13.11.2023 امریکا غږ

لندن کې افغان اهل هنود او سیکان دیوالي نمانځي

د نومبر ۱۲مه نېټه د نړۍ په لر او بر کې هندوان، سیکان، بداهایان او د جین مذهب منونکي دیوالي نمانځي.

13.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more