ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پنځه امریکایي عسکر د الوتکې د لویدو په پېښه کې مړه شوي 

په اروپا کې د امریکا د پوځ قومنداني (ای یو کام) د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) وویل چې د مدیترانې په بحیرې کې د دوی د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې پنځه عسکر مړه شوي دي. 

12.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

12.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

12.11.2023 امریکا غږ

له غزې څخه ۵۰۰ دوه تابعیت لرونکي وګړي مصر ته وتلي 

د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) له غزې څخه شاوخوا ۵۰۰ دوه تابعیت لرونکي، بهرنیان او  یو شمېر فلسطیني زخمیان مصر ته رسېدلي دي.  د مصر یو امنیتي مقام فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې «د ۱۵ بېلا بېلو هېوادونو ۵۰۰ اتباع مصر ته داخل» شوي دي.  د مصر استخباراتي‌ ادارې ته نژدې د «القاهره نیوز» خبر ورکړی چې «اووه فلسطینی زخمیان» هم مصر ته رسېدلي دي. د مصر رفح سرحد د غزې سره یوازینۍ لاره ده چې اسرائیل پرې کنترول نلري. دا لار د جمعې او شنبې په ورځو کې بنده وي.  په غزې کې د حماس حکومت د سرحد مسئولینو د شنبې په ورځ له ټولو هغو کسانو څخه‌ «چې بهرني پاسپورتونه لري ‌او د انتقال په لست کې شامل دي» وغوښتل چې تونل ته ځانونه ورسوي. دا تونل د غزې تړانګې په جنوب کې دی او د مصر سنا ته لاره لري.  د نومبر له لومړۍ نېټې راوروسته لسګونه فلسطیني زخمیان مصر ته انتقال شوي او د امریکا، فرانسې، روسیې او نورو هېوادونو دوه تابعیت لرونکي اتباع او بهرنیان هم د رفح له لارې مصر ته رسېدلي دي.  د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېته په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائیلي مقامات وایي چې به دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائيلیان وژل شوي او ۲۴۰ تنه نور، چې بهرنیان هم په کې دي،‌ یرغمل نیول شوي دي.  په غزې کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې زرګونه یې ماشومان دي.   غزه ۲.۴ میلیون نفوس لري چې اکثریت یې له دغې سیمې څخه وتلای نشي. 

12.11.2023 امریکا غږ

ولی پاکستان د افغانستان له اړخه ډیر اندېښمن دی؟ - سپینې خبرې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره په یو ډیر بد خوب بدله شوې ده. ولی پاکستان د افغانستان له اړخه ډیر اندېښمن دی؟

12.11.2023 امریکا غږ

اردوغان پر امریکا د فشار راوړلو غږ وکړ چې د اسرائیل د یرغل مخه ونیسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) پر متحده ایالاتو باندې د فشار راوړلو غږ وکړ چې پر غزې باندې د اسرائیل بریدونو ودروي، خو وویل ترڅو چې واشنګټن دا سیمه د فلسطین د خاورې په توګه نه وي منلې، کومه موافقه به ونه شي.

12.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

12.11.2023 امریکا غږ

د طالبانو څخه د پاکستان غوښتنې – اشنا د یکشنبې خپرونه

د پاکستان ځانګړی استازی وایي په افغانستان کې سوله د پاکستان دپاره په یوه ډیر بد خوب بدله شوې او په افغانستان واکمن طالبان باید پاکستاني طالبان وځپي. بلخوا په پاکستان کې د افغان سوداګرو د مالي زیانونو خبر ورکړل شوی او په منځني ختیځ کې د حماس وسله والې ډلې پرضد د اسرائیل پوځي عملیات لاهم دوام لري.

12.11.2023 امریکا غږ

- په پاکستان کې د افغان کډوالو وضیعت اتصال تلویزیوني خپرونه

طالبان وایې په زرګونه افغانان له پاکستان څخه روزانه افغانستان ته استول کیږي، د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې په بېړنۍ توګه دې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو نیول، ځورول او بیرته لېږل بند کړي نن په همدې موضوع د میلمنو سره خبرې شوي .

12.11.2023 امریکا غږ

جرمني غواړي د شولتز د پلان له مخې له اوکراین سره پوځي مرستې دوه برابره کړي

په برلین کې یوې سیاسي سرچینې د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) وویل، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز واکمن ایتلاف موافقه کړې چې له اوکراین سره د دغه هېواد پوځي مرستې په راتلونکي کال کې دوه برابره کړي چې اته میلیارده یورو (۸.۵ میلیارده ډالرو) ته به ورسیږي.

12.11.2023 امریکا غږ

په هند کې یو تونل نړېدلی او ۴۰ کارګر په کې ګېر پاته دي 

د هند په شمال کې د یو تونل د یوې برخې له نړېدو وروسته شاوخوا ۴۰ کارګر په کې دننه ګېر شوي دي. له تونل څخه د وتلو لاره بنده شوې ده. 

12.11.2023 امریکا غږ

اصف درانی: د ټي ټي پي خلع سلاح کول او مهارول د طالبانو مسوولیت دی

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې په افغانستان کې نږدې شپږ زره د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې وسله وال حضور لري چې د پاکستان په سرحدي سیمو باندې په بریدونو کې لاس لري.

12.11.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایف پي: ژمي کې افغانانو ته د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې مخکې له دې چې د راروان ژمي د موسم واورې د لرو پرتو سیمو لارې بندې کړي دا پروګرام ډیرو زیاتو مرستو ته اړو افغانانوته د خوړو د مرستې د برابرولو لپاره څلور سوو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

12.11.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونه: هرات کې له څه باندې ۱۷۶زره زلزله ځپلو سره مرستې شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې هرات ولایت کې د رښتر په کچه د ۶.۳ درجو دریو سختو پرله پسې زلزلو یوه میاشت وروسته د مرستې رسونې موسسو له ۱۷۶ زرو او ۷۰۰ زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده.

12.11.2023 امریکا غږ

بې پولې ډاکټرانو سازمان: سږ کال مو د نږدې ۲۷۰ زرو ناروغانو درملنه کړې

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي چې په افغانستان کې ددغه سازمان روغتونونو ته د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ناروغانو په شمیر کې د تیرکال پرتله زیاتوالی راغلی دی.

12.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more