لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د اسرائیل – حماس اوربند پای ته رسیدو راهیسې دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي
د غزې عامې روغتیا وزارت شنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) ویلي د حماس – اسرائیل تر منځ د شپږ ورځني اوربند پای ته رسیدو راهیسې پدې تړانګې کې لږ تر لږه دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي.
د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په تړاو د ورکړل شوې عریضې په اړه د پاکستان سترې محکمې د اورېدنې لومړنۍ غونډه کړې - ستاسې غږ
د پاکستان سترې محکمې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د ورکړل شوې عریضې په اړه د اورېدنې لومړنۍ غونډه کړې موږ د ستاسې غږ په نننۍ خپرونه کې د پاکستان د سترې محکمې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د ورکړل شوې عریضې په اړه د اورېدنې لومړنۍ غونډې په اړه بحث کوو. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی - نن او وضعیت
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګی په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د رابلل شوې غونډې له ګډونوالو څخه غوښتي چی د دې نړیوالې ستونزې سره د مبارزې لپاره عملی اقدام وکړی. دغې ادارې، نن په یوې اعلامیه کې ویلي، اقلیمي بدلونونو او فشارونو د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی. د نن او وضعیت په خپرونه کې په دې اړه د پروګرام د میلمه، د نړیوال کړکیچ او منازعاتو د حل لپاره د ملګرو ملتونو کارپوه - ډاکټر وحید وحیدالله سره بحث کوو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ایا د پاکستان ستره محکمه به وکولای شي چې د افغان مهاجرینو د ایستلو په اړه د موقت حکومت پریکړه بدله کړي؟ - سپینې خبرې
د پاکستان سترې محکمې د پاکستان ددغه هېواد د موقت حکومت نه غوښتي دي چې د افغان مهاجرو د اېستلو د لړی د بندولو لپاره، د بشري حقونو د مبارزینو د عریضې ځواب ووایي. ایا د پاکستان ستره محکمه به وکولای شي چې د افغان مهاجرینو د ایستلو په اړه د موقت حکومت پریکړه بدله کړي؟
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: افغانان کولای شي د ځپلو کورنیو د راتګ لپاره غوښتنه وکړي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا تابعیت یا دایمي استوګنه لري یوه نوې اسانتیا رامنځ ته کړې چې د خپلې کورنۍ غړي دې هیواد ته دعوت کړي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اسرائیلو او حماس ترمنځ د نښتو بیا پیل کېدل - اشنا د شنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ اشنا د شنبې په خپرونه کې د طالبانو نه د پاکستان د توقعاتو، د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړو د بیا پیل کېدو او د ازمازون په سیمه کې د وچکالیو د زیانونو په اړه مهم راپورونه لرو .
پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوام - یوه موضوع، څو زاویې
ناټو په داسې حال کې د اوکراین پر ملاتړ ټینګار کړی چې د ځینو کارپوهانو په وینا، د اوکراین په جګړه کې د ښکېلو خواوو لپاره د بریالیتوب څرک نه ښکاري. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل څخه راپدېخوا، څه باندې لس زره اوکرایني ملکي وګړي وژل شوي دي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل دوام ته کتنه شوې ده.
عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له ریاست څخه ګوښه شو
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مقاماتو د شنبې په ورځ ډسمبر دوهمه (لیندۍ ۱۱) وویل چې ددې ګوند مشر پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند له مشرۍ څخه ګوښه کړای شوی دی.
د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې - بو علي سینا
د ايډز نړيواله ورځ او په افغانانو کې د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی او د ناپاکو اوبو څښلو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغيو مخنيوی، د انسان پر روحياتو د جګړې اغېزې، د جلدي ناروغیو لاملونه او د درملنې لارې چارې، او د روغتیا د نړۍ نور خبرونه د بو علي سینا د دې اونۍ په خپرونه کې وګورئ.
روغتیا نړیوال سازمان: له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي
روغتیا نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یو تازه راپور کې ویلي چې د نومبر د میاشتې د لومړۍ نیټې راهیسې یې له ۱۱۷ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
اروپايي ټولنې ستنیدونکو افغان کډوالو او زلزله ځپلو سره د ۱۴۳ میلیون یورو مرسته اعلان کړې
افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې د ۱۴۲.۸ میلیونو یورو دا مرسته به دغه هیواد کې په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، داخلي بې ځایه شویو کورنیو او هغوی چې د بې ځایه کیدو له امله اغیزمن شوي د روغتیا، تغذيي، پوهنې اود څښلود اوبو په برخو کې په مصرف ورسیږي.