متقي او مردوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اقتصادي همکاریو په زیاتیدو خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف سره د تورغونډۍ په سرحدي ښارګوټي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخیدو په اړه خبرې کړي.
فلسطیني امریکایانو د بایډن په حکومت عریضه کړې
په متحده ایالاتو کې دوو امریکایي تابعیت لرونکو فلسطیني کورنیو د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت ځکه په محکمې کې عریضه کړې چې د غزې څخه یې د هغوي د خپلوانو ایستلو لپاره هغه شان عمل ندی کړی لکه څنګه یې چې دوه ګوني تابعیت لرونکو اسرائیلیانو لپاره کړی.
امریکا کې د کډوالو ستونزه : یوه والۍ د ملي ګارډ ځواکونه سرحد ته استوي
د متحده ایالاتو اریزونا ایالت دیموکراتې والۍ کیټي هابز جمعه ډسمبر ۱۵ (لیندۍ۲۴) ویلي چې د مکسیکو سره ګډې پولي ته د ملي ګارډ ځواکونه استوي چې د غیر قانوني کډوالو د راتګ مخه ونیسي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د الجزیرې یو خبریال په غزې کې په هوایي برید کې وژل شوی
د الجزیرې تلویزیوني شبکې یو خبریال جمعه ډسمبر ۱۵ (لیندۍ۲۴) د غزې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې د یو توغندي په برید کې وژل شوی او یو بل ټپي شویدی.
اماراتو پاکستان ته ماتې ورکړه او د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام پایلوبې ته ووت
په متحده عربي اماراتو کې د ۱۹ کلنو د کرکټ په اسیا جام کې کوربه لوبډلې د جمعې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) پاکستان ته د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او ددغه جام پایلوبې ته یې لار ومونده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو اغیزې - حایل
په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه په دوشنبې، اوسلو، ژنیو، دوحه او نیویارک کې د افغانستان په اړه غونډې وشوې. د حایل په خپرونه کې ددې غونډو د اغیزو په اړه د بشري حقونو د فعالې اورځلا اشرف نعمت او د افغانستان پخواني پوځي منصبدار او د ملي مصالحې مرکچي یوسف همت سره بحث شوی دی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پر طالبانو او د پخواني حکومت پر مشرانو د بندیزونو اغیزې - ۳۰ دقیقې
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پر رئیس او دوو طالب مشرانو د امریکا د بندیزونو اغیزې، د هغو افغان ښځو وضعیت چې تازه له پاکستان څخه وطن ته ستنې شوي او خپلو کورنیو ته د ډوډۍ پیدا کولو مسئولیت لري، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د دیرش دقیقو په خپرونه کې وګورئ.
جیک سولیوان: اسرائیل ته 'مناسبه' نده چې د اوږدې مودې لپاره غزه اشغال کړي
پداسې حال کې چې د جګړې وروسته د غزې د راتلونکې په اړه اټکلونه روان دي د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) وویل دا مناسبه نه ده چې اسرائیل د اوږدې مودې لپاره غزه اشغال کړي.