د اروپا پارلمان ایرانۍ مهسا امیني ته د سخاروف جایزه ورکړه
د اروپا پارلمان نن سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) په بشري حقونو کې د سخاروف معتبره جایزه مهسا امیني ته ورکړه، مهسا امیني تېرکال د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
په غزې کې عاجل اوربند؛ ملګري ملتونه عمومي رایه اچوونه کوي
له هغه وروسته چې متحدو ایالتونو د امنیت په شورا کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند غوښتنه رد کړه، نن سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په دې مسئلې باندې رایه اچول کېږي.
افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه تازه اندېښنې - اشنا د سهشنبې خپرونه
افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې، د چین او امریکا اړیکې او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې شامل دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې - اتصال
د اتصال په خپرونه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو په اغیزمنتیا او همدارنګه پر افغانستان باندې د اقلیمي بدلونونو پر اغیزو بحث شوی دی. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
پاکستان د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د اسیا کپ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
ملګري ملتونه: غزه کې حالت 'پر ځمکه دوزخ' دی
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني په غزه کې روان وضعیت د "ځمکې پر مخ دوزخ" ته ورته بللی دی.
د پاکستان د پوځ په یو مرکز 'موټر بمب برید شوی او ۲۲ تنه وژل' شوي
د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د سه شنبې ورځ په باروتو بار یو لارۍ په یوه پولیس تاڼه کې الوتی چې د وروستیو مالوماتو له مخې د پاکستاني پوځ ۲۲ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
دوحې غونډې ته غبرګون؛ د معترضو ښځو له ګډون پرته کنفرانسونه د منلو نه دي
د افغان معترضو ښځوځینو غړو د قطر په پایتخت دوحه کې د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه د بحث لپاره جوړې شوې غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې د معترضو ښځو د استازو د حضور او د هغوی د غوښتنو د اوریدلو پرته د دا ډول غونډو جوړیدل ردوي او ورته د منلو نه دي.
د ملګرو ملتونو چارواکی: د افغانستان د ښځو کړاوونه نور هم زیات شوي
د ملګروملتونو د وګړو د صندوق یو چارواکی وايي چې افغان میرمنې او نجونې په افغانستان کې د څو اوږدو بحرانونو له امله کړیږي چې په وروستیو میاشتو کې دا کړاونه نور هم زیات شوي دي.
ریچارډ بنیټ: ښځو او نجونود حقونو په اړه مې دوحه کې د طالبانو له استازي سره خبرې کړي
د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ د دوشنبې په ورځ ډسمبر۱۱(لیندۍ۲۰) ویلي چې د قطر په پایتخت دوحه کې یې د طالبانو د استازي سهیل شاهین سره د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.
اسرائیل وایي په غزې کې د تل لپاره پاتې کیدو نیت نلري
پداسې حال کې چې د غزې تړانګې په شمال او جنوب کې د اسرائیل او حماس تر منځ شدیده جګړه روانه ده، د اسرائیل دفاع وزیر یوا ګالانت دوشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) وویل چې دا هیواد په غزې کې د تل لپاره پاتې کیدو نیت نلري.
زیلنسکي: د امریکا په مرستو کې ځنډ د پوتین ارمان پوره کوي
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي دوشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) په واشنګټن ډي سي کې امریکایي نظامي افسرانو ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که اوکراین روسیې ته په ماتې ورکولو کې ناکام شي، کرملین به په اروپا کې د دیموکراسۍ له منځه وړلو لپاره خپله هیله پوره کړي.
سویس کې د ایران جمهور رئیس پر ضد د بشریت ضد جنایاتو شکایت شوی
دریو کسانو دوشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) په سویس کې د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پر ضد حقوقي شکایت ثبت کړی، د بشریت ضد په جنایاتو یې تورن کړی او د نیولو غوښتنه یې کړې.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.