روسیې غزه کې د شخړې د 'دایمي' حل دپاره د ملګرو ملتو د کنفرانس غوښتنه کړې
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوټریش څخه وغوښتل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د 'دایمي' حل لارې موندلو لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.
دود د هند د پارلمان غونډه ګډوډه کړه
د هند د پارلمان غونډه د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) په تالار کې د دود رامنځته کېدو له کبله وځنډول شوه.
کري: دوبۍ کې د اقلیم د سرمشریزې پرېکړه هیله بخښونکې ده
د اقلیم دپاره د امریکا ځانګړي استازي جان کري د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲)، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې په نړۍ کې د تیلو د استعمال د بندولو په اړه د اقلیم د سرمشریزې پرېکړه وستایله او دا یې په بحرانونو کې ګیرې نړۍ کې د نړیوالې همکارۍ نښه وبلله.
یونیسف: ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي چې په راروان ۲۰۲۴ میلادي کال کې به د ۱۲.۶ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
ایران د یو لوړپوړي چارواکي په وژلو تورن کس اعدام کړ
د ایران قضائیه قوې د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) وویل، یو ایرانی وګړی یې د یو لوړ پوړي چارواکي د وژلو په تور اعدام کړ.
مجاهد: د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان برید د افغانستان پورې هیڅ اړه نلري
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د خبیر پښتونخوا د ایالت د دیره اسماعیل خان د درابڼ سيمه کې د پاکستان د پولیسو په یو مرکز د تیرې ورځې د برید په اړه ویلي چې دا برید په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري
طالبانو دایکنډي کې د یوې راډيو مسوول مدیر په یو کال بند محکوم کړی
افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي چې د دایکنډي په ولایت کې د طالبانو یوې لومړنۍ محکمې د نسیم خصوصي راډیو مسوول مدیر سلطان علی جوادی ته د یو کال بند سزا اورولې ده.
د افغانانو معلوماتو افشا کیدو له کبله د بریتانیې دفاع وزارت جریمه شو
د معلوماتو څار یوې ادارې چارشنبه ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) اعلان وکړ چې د بریتانیې د دفاع وزارت ۳۵۰ زره بریتانوي پونډه لدې کبله جریمه شوی چې د هغو افغانانو معلومات ترې افشا شوي چې غوښتل یې په افغانستان کې د طالبانو څخه وتښتي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په غزې کې د اوربند لپاره پریکړه لیک منظور کړ
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د رایو په غوڅ اکثریت په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند لپاره غیر لازم الاجرا پریکړه لیک منظور کړ.
نواز شریف د رشوت خورۍ ټولو تورونو کې پاک شو ؛ د صدراعظمۍ څلورمې دورې ته ځان کاندیدوي
په پاکستان کې یوې فدرالي محکمې سه شنبه ډسبمر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د فساد په وروستۍ قضیې کې د پخواني صدراعظم نواز شریف محکومیت باطل کړ او دیته یې جوګه کړ چې په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې ځان د صدراعظمۍ لپاره کاندید کړي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
بایډن: اوکراین یوازې نه پریږدو
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره په ملاقات کې وویل چې د روسیې په خلاف جګړې کې کیف یوازې نه پریږدي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
افغانستان کې د مالي فساد په اړه پلټنې - سپینې خبرې
امریکا د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې په مشر باندې په مالي فساد کې د لاس لرلو له کبله بندیزونه ولګول. ایا امریکا به په افغانستان کې د مالي فساد د نورو پیښو په اړه هم داسې پلټنې وکړي؟ د سپینې خبرې نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو.